متلونه Chapter 6

For English

Read متلونه Chapter 6 Online

Read متلونه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 6

فصل 6

1. ای زما زویه! که د چا ضمانت دې په غاړه اخیستی ويیا دې د پردي سړي په قرض کې چا ته لاس ورکړی وي

2. نو د خپلې ژبې د خبرې له امله په دام کې رانیول شوی یېاو د خپلې خولې د خبرو په لومه کې نښتی یې.

3. نو ای زما زویه! بیا داسې وکړه چې ځان ترې وژغورهځکه چې ته د هغه سړي په لاسونو کې لوېدلی یې:هغه ته په ډېره عاجزۍ ورشه او عذر زاري ورته وکړه.

4. مه ویده کېږهاو یوه شېبه هم ارام مه کوه.

5. لکه د هوسۍ په شان ځان د ښکاري له منګولو وژغورهاو د مرغۍ په څېر ځان د دام لرونکي له لاسه خلاص کړه.

6. ای لټ سړیه! د مېږي له ژوند نه عبرت واخلهد هغه په لارو چارو غور وکړه او حکمت پیدا کړه!

7. میږی نه کوم قوماندان لرياو نه کوم مشر او نه کوم آمر لري

8. خو د لو په وخت کې خپل خواړه راټولوياو په اوړي کې ځان ته خوراک ذخیره کوي.

9. نو ته لټ به ترڅو پورې پروت یېاو کله به له خوبه راپاڅېږې؟

10. که ته وایې: «نور به هم ویده شماو لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»

11. نو غریبي به د داړه مار په شان په تا راشياو نېستي به د وسله وال غل په څېر درباندې یرغل وکړي.

12. شر اچوونکی انسان بېکاره او بېځایه ګرځياو په خوله کږې وږې خبرې کوي.

13. هغه سترګې وهياو بېځایه پښې دربوياو په ګوتو اشارې کوي.

14. په خپل زړه کې تل بدې نقشې جوړوياو جنګ او جګړې ته لمن وهي.

15. نو ځکه به سمدلاسه لوی مصیبت پرې نازل شياو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي چې د جوړېدو به نه وي.

16. شپږ شیان دي چې څښتن ترې نفرت کوياو اووه شیان دي چې د هغه په نظر د کرکې وړ دي:

17. کبرجنې سترګې او دروغجنه ژبهاو هغه لاسونه چې بې ګناه وینه تویوي

18. هغه زړه چې بدې نقشې جوړوياو هغه پښې چې د بدۍ په لور په بیړه منډې وهي

19. هغه دروغجن شاهد چې تل دروغ بادوياو هغه څوک چې د ورونو ترمنځ جګړو ته لمن وهي.

20. نو ای زما زویه! د خپل پلار په حکم عمل وکړهاو د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه.

21. د هغوی خبرې تل په خپل زړه کې یاد ساتهاو د هار په شان یې په خپله غاړه کې ګرځوه.

22. کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کويکله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوياو کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.

23. ځکه حکم یې ډېوه او روزنه یې رڼا دهنصیحت او سختې خبرې یې د ژوندون لار ده

24. ترڅو تا د بدلمنې ښځې نه وساتيله هغې ښځې نه چې نرمه ژبه لري.

25. په زړه کې د هغې د ښایست شوق مه کوهاو هغه مه پرېږده چې په سترګې وهلو دې د ځان غلام کړي

26. ځکه بدلمنه ښځه د یوې ډوډۍ په بیه اخیستل کیږيخو د بل چا ښځه به دې قیمتي ژوند ښکار کړي.

27. څوک په خپل لمن کې بل شوی اور وړلی شياو کالي یې ونه سوځیږي

28. او یا څوک په سرو سکروټو ګرځېدلی شيچې پښې یې په اور تڼاکې نه شي؟

29. نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څمليهرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې سزا به پاتې نه شي.

30. څوک چې د نس د مړېدو په خاطر غلا کوينو خلک هغه غل ته په سپکه سترګه نه ګوري

31. خو که ونیول شي نو اووه چنده بیه به ورکوياو په بدل کې به یې د خپل کور ټوله شتمني خرڅوي.

32. څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دیڅوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.

33. هغه به له رسوایۍ او وهلو څخه خلاص نه شياو بې عزتي به ترې لېرې نه شي.

34. نو کینه او غیرت به یې په مېړه اور بل کړياو زړه به یې په بدل اخیستلو کې هېڅکله ونه سوځیږي.

35. هغه به د دې په بدل کې هېڅ ډول قرباني قبوله نه کړياو هرڅه چې ورکړې وبه یې نه مني.

About متلونه Chapter 6

Read متلونه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 6?

متلونه Chapter 6 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 2
  2. متلونه Chapter 25
  3. متلونه Chapter 20
  4. متلونه Chapter 1
  5. متلونه Chapter 17
  6. متلونه Chapter 28
  7. متلونه Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. رومیانو ته Chapter 7
  2. حزقیال Chapter 26
  3. حزقیال Chapter 22
  4. پیدایښت Chapter 25
  5. زبور Chapter 79
  6. خروج Chapter 27
  7. عزرا Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *