اشعیا Chapter 27

For English

Read اشعیا Chapter 27 Online

Read اشعیا Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 27

فصل 27

1. په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.

2. په هغه ورځ د انګورو ښائسته باغ په حقله سندره ووايئ،

3. ”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.

4. زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.

5. خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“

6. هغه وخت راروان دے چې د يعقوب اولاد به جرړې وکړى، اِسرائيل به غوټۍ ونيسى او ګلونه به وکړى. او مېوه به يې دُنيا ډکه کړى.

7. ولې مالِک خُدائ اِسرائيل داسې وهلے دے لکه څنګه يې چې د هغۀ دشمنان وهلى دى؟ ولې بنى اِسرائيل داسې قتل شوى دى لکه څنګه چې د هغۀ دشمنان قتل شوى دى؟

8. نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.

9. نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.

10. د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.

11. د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.

12. په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.

13. په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.

About اشعیا Chapter 27

Read اشعیا Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 27
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 27 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 27?

اشعیا Chapter 27 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 27 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 8
  2. تثنیه Chapter 6
  3. شمېر Chapter 20
  4. زبور Chapter 40
  5. اول سموئیل Chapter 18
  6. دوهم سموئیل Chapter 18
  7. زبور Chapter 65

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 1
  2. زبور Chapter 21
  3. واعظ Chapter 2
  4. واعظ Chapter 9
  5. خروج Chapter 20
  6. لوقا Chapter 15
  7. زبور Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *