Read تثنیه Chapter 15 Online
Read تثنیه Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 15
فصل 15
1. ہد هر اووم کال په پای کې باید تاسو د خپلو قرضدارانو قرضونه وروبخښئ.
2. دا کار به په دې ډول کیږي: ستاسو څخه هرڅوک چې کوم بل اسراییلي ته یې پیسې په قرض ورکړې وي باید د هغه قرض وروبخښي. هغه دې د هغه اسراییلي څخه دا پیسې بېرته ونه غواړي، ځکه چې څښتن په خپله دا قرض بخښل شوی اعلان کړی دی.
3. تاسو کولی شئ چې د یو بېګانه څخه خپل قرض واخلئ، مګر باید د خپلو خلکو څخه قرض بېرته ونه غواړئ.
4. -
6. په اسراییلو کې به هیڅوک غریب نه وي، په دې شرط چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او په غور سره د هغه په ټولو حکمونو باندې چې زه یې نن درکوم عمل وکړئ. ستاسو څښتن خدای تاسو ته دا خاوره درکوي او هغه دا وعده کړې ده چې تاسو ته به په ټولو کارونو کې بری درکوي. تاسو به ډېرو قومونو ته پیسې په قرض ورکوئ، مګر د هیچا څخه به قرض اخیستلو ته اړ نه شئ. تاسو به په ډېرو قومونو باندې حکومت وکړئ، مګر هیڅ قوم به په تاسو باندې حکومت ونه کړي.
7. که چېرې ستاسو د خاورې په کوم ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي کوم بل اسراییلی وي چې محتاج وي، نو زړه مه سختوئ او د هغه سره د مرستې کولو څخه انکار مه کوئ،
8. بلکه سخي اوسئ او څومره پیسو ته چې اړتیا ولري په قرض یې ورکړئ.
9. پام کوئ چې د خپل ځان سره داسې ونه وایئ چې اووم کال به ژر راورسیږي بیا به زه ونشم کولی چې خپلې پیسې بېرته واخلم. که تاسو داسې فکر وکړئ نو دا به ډېره بده وي چې د هغه غریب سره د کومک کولو څخه انکار وکړئ. که چېرې د هغه سره کومک ونه کړئ هغه به ستاسو په ضد څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
10. هغه ته په وړیا توګه او د پېرزوینې له مخې ورکړئ نو څښتن به تاسو ته په هر کار کې برکت درکړي.
11. همېشه به ځینې غریب او محتاج اسراییلیان موجود وي، نو زه تاسو ته امر کوم چې د هغوی سره د سخاوت څخه کار واخلئ.
12. که چېرې کوم نارینه یا ښځینه عبرانی خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي او شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي، نو په اووم کال باید هغه پرېږدئ چې ازاد شي او لاړ شي.
13. د ازادېدلو په وخت کې هغه تش لاس مه لېږئ.
14. څومره چې څښتن د برکت په توګه درکړي دي د هغو څخه د سخاوت له مخې ورکړئ یعنې پسونه، وزې، غلې دانې او شراب.
15. په یاد لرئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو په دې خاطر زه نن تاسو ته دا امر درکوم.
16. مګر کېدای شي چې ستاسو غلام ونه غواړي چې لاړ شي. کېدای شي چې هغه تاسو او ستاسو د کورنۍ سره مینه ولري او ورته بهتره وي چې ستاسو سره پاتې شي.
17. بیا هغه د خپل کور دروازې ته بوځئ او هلته د هغه غوږ په رینه باندې سوری کړئ، بیا به هغه ټول عمر ستاسو غلام وي. د ښځینه غلامانو سره هم همداسې کوئ.
18. کله چې تاسو یو غلام ازادوئ نو خفه کېږئ مه. آخر هغه د مزدور په نیمه بیه شپږ کاله ستاسو خدمت کړی دی. که چېرې داسې وکړئ نو تاسو ته به خپل څښتن خدای په هر کار کې برکت درکړي.
19. د خپل څښتن خدای دپاره د خپلو پادو او رمو څخه ټول اولني زېږېدل شوي نران بېل کړئ. د اولنیو زېږېدل شویو غوایانو څخه کار مه اخلئ او اولني زېږېدل شوي پسونه مه سکولئ.
20. هر کال باید تاسو او ستاسو کورنۍ د هغو غوښه د څښتن په حضور کې یعنې په هغه ځای کې وخورئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
21. مګر که چېرې په حیواناتو کې کوم عیب وي، هغه معیوب یا ړوند وي یا کوم بل غټ عیب ولري، تاسو باید هغه خپل څښتن خدای ته قرباني نه کړئ.
22. تاسو کولی شئ چې د داسې حیواناتو غوښه په خپل کور کې وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک کولی شئ چې د هغو حیواناتو غوښه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا غرڅه غوښه خورئ.
23. خو تاسو باید هیڅکله د حیوان وینه ونه خورئ، بلکه هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ.
About تثنیه Chapter 15
Read تثنیه Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 15?
تثنیه Chapter 15 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 10
- تثنیه Chapter 5
- تثنیه Chapter 1
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 26
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 8
- حبقوق Chapter 1
- شمېر Chapter 35
- ایوب Chapter 28
- پیدایښت Chapter 19
- حزقیال Chapter 16
- زکریا Chapter 13