Read یشوع Chapter 5 Online
Read یشوع Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 5
فصل 5
1. د اموریانو ټولو پادشاهانو چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو او د کنعانیانو ټولو پادشاهانو چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه وو واورېدل چې څښتن د اردن سیند تر هغه وخته پورې وچ کړی ؤ ترڅو د اسراییلو قوم له هغه څخه تېر شو. هغوی ووېرېدل او نور یې دا جرئت نه درلود چې د اسراییلو سره مخامخ شي.په جلجال کې سنتګیري
2. په هغه وخت کې څښتن یوشع ته وویل: <د بکرۍ له تیږې څخه چړې جوړې کړه او پاتې اسراییلیان سنت کړه.>
3. نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ یوشع هماغسې وکړل او اسراییلیان یې په هغه ځای کې سنت کړل چې د سنت ګیرۍ د غونډۍ په نوم یاد شو.
4. نو په دې خاطر هغه داسې وکړل. هغه ټول نارینه یعنې ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راوتلي وو د سفر په دوران کې په دښته کې مړه شول.
5. هغه خلک چې د مصر څخه راوتلي وو هغوی ټول سنت شوي وو، مګر هغه ټول خلک چې د سفر په دوران کې په دښته کې زېږېدلي وو هغوی سنت شوي نه وو.
6. اسراییلیانو څلوېښت کاله په دښته کې سفر وکړ، ترڅو ټول خلک یعنې د قوم ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راووتل مړه شول ځکه چې د څښتن د امر څخه یې سرغړونه کړې وه. لکه څنګه چې څښتن قسم خوړلی ؤ هغوی ته اجازه ورنه کړای شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ځمکه وویني چې د هغو د نیکونو سره یې وعده کړې وه.
7. د دغو خلکو زامن هیڅکله سنت شوي نه وو او دا هغه نوی نسل ؤ کوم چې یوشع سنت کړ.
8. کله چې د اسراییلو ټول نارینه سنت شول، هغوی تر هغې پورې په کمپ کې پاتې شول ترڅو چې زخمونه یې روغ شول.
9. څښتن یوشع ته وویل: <دا زما د قوم دپاره د شرم خبره وه چې په مصر کې دې غلامان وي، خو ما نن هغه رسوایي لېرې کړه.> نو اسراییلیانو دغه ځای د جلجال په نوم یاد کړ او تر اوسه پورې په دې نوم یادیږي.
10. کله چې اسراییلیانو په جلجال کې اریحا ته نژدې په ډاګ کې خېمې ودرولې، هغوی د میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر ولمانځه.
11. راتلونکې ورځ اول ځل ؤ چې هغوی د کنعان د محصولاتو څخه خواړه وخوړل یعنې وریتې شوې غلې دانې او فطیره ډوډۍ.
12. له هماغې ورځې څخه د خدای له خوا د من رالېږل بند شول او د اسراییلو دپاره نور من نه پیدا کېده. له هماغه وخت څخه هغوی هغه څه خوړل چې په کنعان کې پیدا کېدل.
13. یو وخت یوشع اریحا ته نژدې ؤ، چې ناڅاپه یې یو سړی ولید چې د هغه مخې ته ولاړ ؤ او په لاس کې یې توره وه. یوشع هغه ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ته زمونږ په خوا یې که زمونږ د دښمنانو په خوا؟>
14. هغه په ځواب کې وویل: <هیڅ یو نه، زه اوس د څښتن د لښکر د قوماندان په توګه راغلی یم.> بیا یوشع په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <صاحبه، زه ستاسو خدمتګار یم. زما څخه څه غواړئ چې ویې کړم؟>
15. د څښتن د لښکر قوماندان هغه ته وویل: <خپلې څپلۍ وباسه ځکه چې ته په سپېڅلې ځمکې باندې ولاړ یې.> او یوشع همداسې وکړل.
About یشوع Chapter 5
Read یشوع Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 5?
یشوع Chapter 5 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 6
- یشوع Chapter 22
- یشوع Chapter 11
- یشوع Chapter 8
- یشوع Chapter 9
- یشوع Chapter 2
- یشوع Chapter 18