Read استر Chapter 1 Online
Read استر Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
استر 1
فصل 1
1. خشایار شاه، د فارس پاچا د خپل شاهي تخت نه د شوش د ښار د بالاحصار څخه په ټوله سیمه یعنې په یوسلو اووه ویشتو ولایتونو باندې د هند نه تر ایتوپیا پورې پاچاهي کوله.
3. هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال خپلو مامورینو او درباریانو ته مېلمستیا وکړه. په مېلمستیا کې د فارس او ماد د لښکرو قوماندانان، رییسان او والیان حاضر وو.
4. د پوره شپږو میاشتو دپاره پاچا د خپلې پاچاهۍ زیاته شتمني، شان او شوکت او خپله شاهانه لویي نندارې ته وړاندې کړل.
5. وروسته له هغې پاچا ټولو خلکو ته، که شتمن وو یا غریب، د شوش په بالاحصار کې د شاهي ماڼۍ د باغ په حوېلۍ کې مېلمستیا ورکړه او پوره اووه ورځې دې مېلمستیا دوام وکړ.
6. حوېلۍ په اسماني او د سپین کتان په پردو باندې ښکلې شوې وه چې په بانجاني ښه کتاني رسیو باندې تړل شوې وې او د سپینو زرو په هغو کړیو کې ځای په ځای شوې وې چې د مرمرو په ستنو باندې ځوړندې وې. هغه تختونه چې د سرو او سپینو زرو څخه جوړ شوي وو، په هغې حوېلۍ کې چې په سپینو مرمرو، سور بخنو کاڼو، صدف او فیروزې باندې فرش شوی ؤ، ایښودل شوي وو.
7. شراب یې د سرو زرو په پیالو کې ورکول او هرې پیاله یې د بلې پیالې نه فرق درلود. پاچا خلکو ته د شاهانه شرابو په ورکولو کې ډېر سخي ؤ
8. او د څښلو دپاره کومه اندازه نه وه ټاکل شوې. پاچا د ماڼۍ ټولو خدمتګارانو ته حکم کړی ؤ، هرڅوک چې څومره وغواړي هغومره څښلی شي.
9. په همدې وخت کې وشتي ملکې هم د خشایار شاه په شاهي ماڼۍ کې ښځو ته مېلمستیا ورکوله.
10. په اوومه ورځ کله چې خشایار شاه په شرابو باندې مست شوی ؤ اووه خصي شوي سړي یعنې مهومان، بزتا، حربونا، بګتا، ابغتا، زاتر او کرکس چې د هغه خدمت یې کاوه، راوغوښتل.
11. پاچا هغوی ته امر وکړ چې ملکه وشتي د ده حضور ته راولي چې شاهي تاج یې په سر وي. ملکه یوه ښکلې ښځه وه او پاچا غوښتل چې د هغې ښکلا خپلو مامورینو او ټولو مېلمنو ته وښایي.
12. خو کله چې خدمتګارانو د پاچا فرمان وشتي ملکې ته ورساوه، هغې د راتللو څخه انکار وکړ. پاچا په هغې باندې ډېر په قهر شو او له قهره تک سور شو.
13. پاچا عادت درلود چې د قانون د عملي کولو په اړه د ماهرو مشاورانو نظر ولري. نو ځکه یې خپل مشاوران راوغوښتل ترڅو د هغوی څخه پوښتنه وکړي چې څه باید وکړي.
14. هغه کسان چې پاچا به زیات وخت ورسره مشوره کوله دا وو: کرشنا، شیتار، ادماتا، ترشیش، مرس، مرسنا او مموکان. دا د پارس او ماد په پاچاهۍ کې اووه لوړ رتبه مامورین وو.
15. پاچا د دغو مامورینو څخه پوښتنه وکړه: «د قانون سره سم باید د وشتي ملکې سره څه وشي؟ ځکه چې هغې زما یعنې د خشایار شاه حکم نه دی منلی، هغه حکم چې د خدمتګارانو په لاس مې هغې ته استولی ؤ.»
16. بیا مموکان د پاچا او مامورینو په حضور کې په ځواب کې وویل: «وشتي ملکې نه یوازې د خشایار شاه په وړاندې بلکې د ټولو مامورینو او د پاچا د ټولو ولایتونو د ټولو قومونو په وړاندې هم سپکاوی کړی دی.
17. د ملکې د سپکاوي خبره به د ټولو ښځو غوږونو ته ورسیږي او هغوی به دې ته وهڅوي چې د خپلو مېړونو سره سپک چلند وکړي. هغوی به وایي: ‹خشایار شاه امر وکړ چې وشتي ملکه دې د پاچا حضور ته راوستل شي، خو هغه رانغله.›
18. کله چې د فارس او ماد د مامورینو ښځې د ملکې د چلند په هکله واوري، نو دوی به په همدې ورځ خپلو مېړونو ته په دې هکله ووایي. نو په هرځای کې به ښځې د خپلو مېړونو درناوی نه کوي او مېړونه به په خپلو ښځو باندې په قهر وي.
19. که چېرې ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي چې یو شاهي حکم جاري کړئ چې وشتي دې بیا هېڅکله د پاچا په حضور کې ښکاره نه شي. دا حکم دې د فارس او ماد په قوانینو کې ولیکل شي، ترڅو هغه هېڅکله بدل نه شي. همدارنګه پاچا دې د هغې د ملکې مقام یوې بلې ښځې ته چې د هغې څخه بهتره وي، ورکړي.
20. نو کله چې د پاچا فرمان د هغه په ټولې پراخې امپراتورۍ کې اعلان شي، هغه وخت به ټولې ښځې خپلو مېړونو ته که هغه شتمن وي یا غریب، درناوی کوي.»
21. په دې مشوره باندې پاچا او د هغه مامورین خوشحاله شول، نو پاچا هماغسې وکړل لکه څنګه چې مموکان وړاندیز کړی ؤ.
22. هغه د خپلې امپراتورۍ هر ولایت ته د هغوی په خپل خط او هر قوم ته په خپله ژبه پیغامونه واستول چې د هغې له مخې باید مېړونه د کورنۍ مشران وي او د خپلو خلکو په ژبه دې خبرې وکړي.
About استر Chapter 1
Read استر Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: استر
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading استر Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is استر Chapter 1?
استر Chapter 1 is part of the Book of استر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete استر Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اَستر
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 8
- زبور Chapter 26
- زبور Chapter 66
- تثنیه Chapter 16
- دوهم سموئیل Chapter 19
- شمېر Chapter 30
- زبور Chapter 49