تثنیه Chapter 14

For English

Read تثنیه Chapter 14 Online

Read تثنیه Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 14

فصل 14

1. تاسو د خپل څښتن خدای اولادونه یئ. نو کله چې د مړو دپاره ژاړئ، خپل ځانونه مه غوڅوئ یا د خپل کاکل ویښتان مه خرایئ.

2. تاسو د خپل څښتن خدای یئ، هغه د هغو ټولو قومونو څخه چې د ځمکې په مخ باندې ژوند کوي تاسو د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ.

3. هیڅ داسې شیان مه خورئ چې څښتن هغه حرام اعلان کړي دي.

4. تاسو کولی شئ چې د دغو حیواناتو غوښه وخورئ: غوایان، پسونه، وزې،

5. هر ډول هوسۍ، غرني پسونه، ځنګلي وزې یا غرڅې

6. یعنې هر هغه حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند هم وهي.

7. مګر د هیڅ داسې حیوان غوښه باید ونه خوړل شي چې خلاص سومان نه لري او شخوند نه وهي. تاسو باید د اوښانو، سویو، یا د غرنیو سویو غوښه ونه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي، هغه شخوند وهي مګر خلاص سومان نه لري.

8. د خوګ غوښه مه خورئ. خوګ باید ناپاکه وګڼل شي، هغه خلاص سومان لري مګر شخوند نه وهي. د دغو حیواناتو غوښه مه خورئ او حتیٰ د هغو مړو ته لاس هم مه وروړئ.

9. تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ،

10. مګر بل داسې شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري خوړل یې روا نه دي، هغه باید ناپاک وګڼل شي.

11. تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک مرغان وخورئ.

12. ‏-

18. مګر دا هغه ډول مرغان دي چې تاسو یې باید ونه خورئ: عقاب، ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.

19. ټول وزر لرونکي حشرات ناپاک دي، هغه مه خورئ.

20. تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک حشرات وخورئ.

21. د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې په خپل مرګ مړ شي. تاسو کولی شئ چې دا هغو بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري یا تاسو کولی شئ چې په نورو بېګانه خلکو باندې یې خرڅه کړئ. مګر تاسو د خپل څښتن خدای یئ، تاسو د هغه قوم یئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.

22. تاسو باید هر کال د خپلو پټیو د ټولو حاصلاتو لسمه برخه جدا کړئ.

23. بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو څښتن خدای به یې د خپل عبادت دپاره انتخاب کړي او هلته د هغه په حضور کې د خپلو غلو دانو، شرابو او زیتونو د تېلو عشر او د خپلو پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان وخورئ. دا کار وکړئ ترڅو د همېش دپاره خپل څښتن خدای ته احترام کول زده کړئ.

24. که چېرې د عبادت ځای ستاسو د کور څخه ډېر لېرې وي چې د خپلو هغو محصولاتو عشر چې څښتن تاسو ته په کې برکت درکړی دی هلته وړلی نه شئ، بیا داسې وکړئ

25. چې خپل حاصلات خرڅ کړئ او د هغو پیسې د عبادت ځای ته یوسئ.

26. په هر شي باندې چې تاسو غواړئ دا پیسې مصرف کړئ یعنې په غواګانو، پسونو، وزو، شرابو او بیرو باندې او د خپلو کورنیو سره یې هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې وخورئ او خوشالي وکړئ.

27. هغه لاویان مه هېروئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي، هغوی خپله ځمکه نه لري.

28. د هر دریم کال په پای کې د خپلو ټولو حاصلاتو عشر راوړئ او په خپلو ښارونو کې یې ذخیره کړئ.

29. هغه لاویانو ته چې ستاسو په منځ کې خپله ځمکه نه لري او همدارنګه هغو بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري او ورباندې ماړه شي. نو بیا به ستاسو څښتن خدای تاسو ته په ټولو کارونو کې برکت درکړي.

About تثنیه Chapter 14

Read تثنیه Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 14?

تثنیه Chapter 14 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 10
  4. تثنیه Chapter 5
  5. تثنیه Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 31
  7. تثنیه Chapter 26

Explore More from زوړ عهد

  1. هوشع Chapter 13
  2. حزقیال Chapter 14
  3. میکاه Chapter 2
  4. زبور Chapter 147
  5. اشعیا Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 8
  7. ایوب Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 6
  2. یوحنا Chapter 12
  3. شمېر Chapter 24
  4. خروج Chapter 16
  5. مکاشفه Chapter 21
  6. اشعیا Chapter 53
  7. دوهم تواریخ Chapter 32
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *