Read تثنیه Chapter 8 Online
Read تثنیه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 8
فصل 8
1. په وفادارۍ سره د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې نن یې تاسو ته درکوم ترڅو ژوند وکړئ، شمېر مو زیات شي او هغې خاورې ته چې د هغې وعده څښتن ستاسو د نیکونو سره کړې ده ورننوزئ او هغه ونیسئ.
2. در په یاد کړئ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ستاسو څښتن خدای څنګه تاسو ته په دښته کې په دې اوږده سفر کې لارښودنه وکړه. په تاسو باندې یې سختۍ راوستلې چې ومو ازمایي ترڅو هغه پوه شي چې ستاسو په زړونو کې څه دي او د هغه په حکمونو باندې عمل کوئ یا نه.
3. هغه په تاسو باندې لوږه راوستله او بیا یې د خوراک دپاره من درکړ، یعنې هغه خواړه چې تاسو او ستاسو نیکونو مخکې هیڅکله خوړلي نه وو. هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې تاسو ته دا خبره درزده کړي چې انسان یوازې په ډوډۍ نه بلکه په هره خبره باندې ژوندی دی چې د څښتن د خولې څخه راوزي.
4. د دغو څلوېښتو کلونو په دوران کې ستاسو کالي نه دي زاړه شوي او نه مو پښې پړسېدلې دي.
5. په یاد لرئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو اصلاح کوي او داسې سزا درکوي لکه څنګه چې یو پلار خپلو اولادونو ته تربیه ورکوي.
6. نو بیا هغه کار کوئ چې څښتن یې درباندې امر کړی دی یعنې د هغه د قوانینو په مطابق ژوند کوئ او د هغه څخه وېرېږئ.
7. ستاسو څښتن خدای تاسو یوې حاصلخېزې ځمکې یعنې داسې ځمکې ته راولي چې سیندونه او چینې لري او د ځمکې لاندې داسې ویالې لري چې اوبه یې درو او غونډیو ته راوزي،
8. یوه داسې ځمکه چې غنم او اوربشې، انګور، اینځر، انار، زیتون او شات په کې پیدا کیږي.
9. دا داسې وطن دی چې خواړه په کې پرېمانه دي او د هیڅ شي کمی په کې نشته. د دې ځای تیږې د اوسپنې څخه ډکې دي او د غونډیو څخه یې مس راویستلی شئ.
10. هرڅه چې تاسو غواړئ وخورئ هغه به درورسیږي او تاسو به د هغې حاصلخېزې ځمکې دپاره چې ستاسو څښتن خدای درکړې ده د هغه شکر ادا کړئ.
11. پام کوئ چې تاسو به هیڅکله خپل څښتن خدای نه هېروئ. هیڅکله د هغه د هغو قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ چې نن یې تاسو ته درکوم.
12. کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي او د اوسېدلو دپاره ښه ښه کورونه ودان کړئ
13. او کله چې ستاسو پادې او رمې، ستاسو سپین زر او سره زر او نور ټول شیان زیات شي،
14. نو پام کوئ چې تاسو به نه مغروره کېږئ او خپل څښتن خدای به چې تاسو یې د مصر د غلامۍ څخه ازاد کړئ نه هېروئ.
15. هغه د هغې پراخې او وېروونکې دښتې په لاره تاسو بوتللئ چې زهرجن ماران او لړمان په کې وو. هغه په هغې وچې او بې اوبو ځمکه کې د کلک ګټ څخه ستاسو دپاره اوبه راوویستلې.
16. هغه په دښته کې تاسو ته د خوراک دپاره من درکړ چې داسې خواړه وو چې ستاسو نیکونو هیڅکله خوړلي نه وو. له دې کبله هغه په تاسو باندې سختۍ راوستلې چې تاسو وازمایي، ترڅو په آخر کې هغه تاسو ته د ښو ښو شیانو سره برکت درکړي.
17. نو بیا باید هیڅکله داسې فکر ونه کړئ چې تاسو په خپل قدرت او قوت سره خپل ځانونه شتمن کړي دي.
18. په یاد ولرئ چې دا ستاسو څښتن خدای دی چې تاسو ته دا توان درکوي چې شتمن شئ. څښتن ځکه دا کار کوي چې هغه نن هم هغه لوظ ته وفادار پاتې دی چې ستاسو د نیکونو سره یې کړی ؤ.
19. -
20. زه نن تاسو ته خبرداری درکوم که چېرې تاسو خپل څښتن خدای هېر کړئ او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو څښتن به تاسو لکه د نورو قومونو په شان چې تاسو به ورسره جنګ کوئ له منځه یوسي.
About تثنیه Chapter 8
Read تثنیه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 8?
تثنیه Chapter 8 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 5
- تثنیه Chapter 1
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 26
- تثنیه Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- دوهم تواریخ Chapter 36
- ارمیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 11
- عزرا Chapter 8
- استر Chapter 9
- زبور Chapter 114
- دوهم سموئیل Chapter 9