تثنیه Chapter 26

For English

Read تثنیه Chapter 26 Online

Read تثنیه Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 26

فصل 26

1. کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته واوسېږئ،

2. تاسو هر یو باید د هر فصل اوله برخه چې تاسو یې رېبئ په یوې ټوکرۍ کې واچوئ او د خپلو ځانونو سره یې هغه ځای ته یوسئ چې ستاسو څښتن خدای یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.

3. بیا د هغه وخت کاهن ته ورشئ او داسې ورته ووایئ: زه نن خپل څښتن خدای ته دا اقرار کوم چې زه هغه وطن ته ورداخل شوی یم چې هغه یې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه چې مونږ ته به یې راکړي.

4. کاهن به ستاسو څخه ټوکرۍ واخلي او د څښتن خدای د قربانۍ د ځای په مخ کې به یې کېږدي.

5. بیا به تاسو د څښتن په حضور کې دا خبرې بیان کړئ: زما نیکه چې د ارام څخه ؤ یو در په در ګرځېدونکی سړی ؤ. هغه خپله کورنۍ مصر ته بوتله چې هلته واوسیږي. کله چې هغوی هلته لاړل، د هغوی شمېر کم ؤ، مګر یو لوی او قدرتمند قوم ورڅخه جوړ شو.

6. مصریانو زمونږ سره بده رویه کوله او مونږ یې دې ته مجبورولو چې د غلامانو په توګه کار وکړو.

7. بیا مونږ د خپلو نیکونو څښتن خدای ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او ویې لیدل چې مونږ څومره بې وزلي وو چې مصریانو راباندې ظلم کاوه او مونږ یې مجبورولو چې سخت کار وکړو.

8. هغه د زورورو معجزو په ښودلو سره مصریان سخت ووېرول او په خپل لوی قدرت او قوت سره یې مونږ د مصر څخه ازاد کړو.

9. هغه مونږ دلته راوستلو او دا غني او حاصلخېزه ځمکه یې مونږ ته راکړه.

10. نو اوس زه تاته د هغو حاصلاتو اولنۍ برخه راوړم چې تا څښتن راته راکړي دي.ټوکرۍ د څښتن په حضور کې کېږدئ او هلته عبادت وکړئ.

11. بیا لاړ شئ او د هغو ټولو ښو شیانو په خاطر چې ستاسو څښتن خدای تاسو او ستاسو کورنیو ته درکړي دي جشن ونیسئ. دا یاد ساتئ چې لاویانو او هغه بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي په دې جشن کې بلنه ورکړئ.

12. په هر دریم کال د خپلو حاصلاتو لسمه برخه یعنې عشر هغو لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکوئ، ترڅو هغوی د خوراک دپاره هرڅه ولري.

13. بیا څښتن ته داسې ووایئ: ما د خپل کور څخه هغه لسمه برخه چې مقدسه ده واخیستله او هغه مې ستا د امر سره سم لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته ورکړه. ما ستا د هغو امرونو څخه چې د عشر په هکله دي، د هیڅ یو څخه سرغړونه نه ده کړې او نه مې هېر کړی دی.

14. ما د غمرازۍ په وخت کې د دې مقدس عشر څخه هیڅ شی نه دی خوړلی. کله چې زه ناپاک وم هغو ته مې لاس نه دی وروړی او نه مې د هغو څخه د مړو په نوم څه ورکړي دي. ای څښتنه، ما ستا اطاعت کړی دی او تا چې ماته هر حکم کړی دی هغه مې په ځای کړی دی.

15. ای څښتنه، د خپل مقدس ځای څخه چې په اسمان کې دی لاندې وګوره او خپل قوم یعنې اسراییلو ته برکت ورکړه. په هغې غني او حاصلخېزې ځمکې کې هم برکت واچوه چې تا مونږ ته د هغې وعدې سره سم راکړې ده چې زمونږ د نیکونو سره دې کړې وه.

16. نن تاسو ته خپل څښتن خدای امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. نو په وفادارۍ سره او د زړه له کومي هغو ته غاړه کېږدئ.

17. نن تاسو اقرار وکړ چې څښتن ستاسو خدای دی. تاسو وعده کړې ده چې د هغه اطاعت به کوئ، د هغه د ټولو قوانینو څخه به پیروي کوئ او د هغه په ټولو حکمونو باندې به عمل کوئ.

18. څښتن د خپلې وعدې سره سم نن دا اقرار کړی دی چې تاسو د هغه خاص قوم یئ او تاسو ته امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ.

19. څښتن به ستاسو قوم د نورو ټولو قومونو څخه چې هغه پیدا کړي دي لوی کړي او ستاسو صفت او عزت به کیږي. تاسو به د څښتن د وعدې سره سم د هغه خپل قوم یئ.>

About تثنیه Chapter 26

Read تثنیه Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 26?

تثنیه Chapter 26 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 10
  4. تثنیه Chapter 5
  5. تثنیه Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 31
  7. تثنیه Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. خروج Chapter 30
  2. دوهم سموئیل Chapter 24
  3. ایوب Chapter 16
  4. شمېر Chapter 25
  5. خروج Chapter 24
  6. واعظ Chapter 8
  7. ارمیا Chapter 40

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 3
  2. اول تسالونیکیانو ته Chapter 4
  3. متلونه Chapter 17
  4. لاویان Chapter 5
  5. اول تواریخ Chapter 28
  6. زبور Chapter 38
  7. لوقا Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *