تثنیه Chapter 29

For English

Read تثنیه Chapter 29 Online

Read تثنیه Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 29

فصل 29

1. دا د هغه لوظ شرایط دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ چې د اسراییلو د خلکو سره یې د موآب په خاوره کې وکړي. دا د هغه لوظ څخه جدا ؤ چې څښتن د هغوی سره د سینا د غره سره کړی ؤ.

2. حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <تاسو په خپله ولیدل چې څښتن په مصر کې په فرعون، د هغه په درباریانو او د هغه په ټول هېواد باندې څه وکړل.

3. تاسو هغه هیبتناکه بلاګانې، معجزې او هغه عجیبه عجیبه کارونه ولیدل چې څښتن کړي وو.

4. مګر تر نن ورځې پورې هغه تاسو دې ته نه یئ پریښي چې په هغه څه باندې پوه شئ چې په تاسو باندې تېر شوي دي.

5. څښتن څلوېښت کاله تاسو ته په دښته کې لارښودنه وکړه او په دې موده کې ستاسو کالي او څپلۍ هیڅ زاړه نه شول.

6. تاسو د خوراک دپاره ډوډۍ نه درلودله او نه مو د څښاک دپاره شراب یا بیر درلودل، مګر څښتن تاسو ته خاص خواړه برابر کړل د دې دپاره چې تاسو په دې باندې پوه شئ چې هغه ستاسو خدای دی.

7. کله چې مونږ دلته راغلو، د حشبون پادشاه سیحون او د باشان پادشاه عوج په مونږ باندې حمله وکړه. مګر مونږ هغوی ته ماتې ورکړه،

8. د هغوی خاوره مو ونیوله او هغه مو د روبین او جاد د قبیلو او منسي د نیمې قبیلې ترمنځ ووېشله.

9. د دې لوظ د ټولو شرایطو څخه په وفادارۍ سره اطاعت وکړئ ترڅو تاسو په خپل هر کار کې بریالي اوسئ.

10. ‏-

11. نن تاسو ټول یعنې ستاسو قبیلوي مشران، سپین ږیري او ماموران، ستاسو نارینه، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او ستاسو دپاره لرګي ماتوي او اوبه درته راوړي د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ یاست.

12. تاسو نن دلته د دې دپاره ولاړ یاست چې په هغه لوظ کې شامل شئ چې خپل څښتن خدای یې ستاسو سره کوي او د هغه شرایط قبول کړئ.

13. ‏-

15. په دې لوظ کې څښتن دا وعده کړې ده چې تاسو به د هغه قوم یئ او هغه به ستاسو خدای وي. دا وعده هغه اول ستاسو د نیکونو یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره کړې وه او هماغه وعده نن ستاسو سره کوي. خو دا یوازې ستاسو سره نه بلکه ستاسو د اولادې سره یې هم کوي.

16. ستاسو په یاد دي چې په مصر کې مو څنګه ژوند کاوه او څنګه د نورو قومونو د سیمې په لاره باندې تېر شولو.

17. تاسو د هغوی د کرکې وړ بتان ولیدل چې د لرګیو، تیږو، سپینو او سرو زرو څخه جوړ شوي وو.

18. پام کوئ چې هیڅ سړی، ښځه، کورنۍ یا قبیله چې نن دلته ولاړ دي زمونږ د څښتن خدای څخه به مخ نه اړوي او نه به د نورو قومونو د خدایانو عبادت کوي. که چېرې ستاسو څخه کوم یو د بتانو عبادت کوي هغه به د داسې بوټي په شان وي چې ترخه او زهرجنه مېوه نیسي.

19. ګورئ چې نن باید دلته داسې څوک نه وي چې د دې لوظ خبرې واوري او بیاهم خپل ځان ته دا ډاډګیرنه ورکړي چې حتیٰ که چېرې هغه په سرزورۍ سره هم په خپله لاره لاړ شي، د هغه هر کار به په ښه ډول پرمخ ځي. داسې کار به تاسو ټول ښه او بد یوشان تباه کړي.

20. څښتن به داسې سړی ونه بخښي، بلکه د هغه په ضد به د هغه قهر او غضب راوپاریږي او هغه ټول آفتونه به چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي په هغه باندې نازلیږي ترڅو څښتن د هغه نوم او نښان د ځمکې له مخ څخه ورک کړي.

21. څښتن به د اسراییلو ټولو قبیلو ته هغه یو عبرت وګرځوي او د هغو ټولو لعنتونو سره سم به په هغه باندې آفت نازل کړي کوم چې په هغه لوظ کې شامل دي چې د څښتن د شریعت په دې کتاب کې لیکل شوی دی.

22. ‏-

23. څښتن به ستاسو هېواد په مرضونو او آفتونو باندې ووهي. ستاسو اولاده او د لېرې هېوادونو بېګانه خلک به وویني چې ستاسو خاوره د مالګې او ګوګړو په یوه سوزوونکې دښتې بدله شوې ده چې هلته نه څه کرل کیږي، نه به تېغونه وهي او نه به په کې څه راشنه کیږي. ستاسو ځمکه به د سدوم، عموره، ادمه او صبوئیم د ښارونو په شان وي چې کله څښتن سخت په قهر شو او هغه یې له منځه یوړل.

24. بیا به د ټولې دنیا خلک داسې پوښتنې کوي: څښتن ولې د هغوی په هېواد باندې داسې وکړل؟ د دې سخت غضب دلیل څه دی؟

25. او ځواب به داسې وي: دا ځکه چې دې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای لوظ مات کړی دی، هغه لوظ چې څښتن د هغوی سره هغه وخت کړی ؤ چې کله یې هغوی له مصر څخه راوویستل.

26. هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه چې مخکې یې هیڅکله نه ؤ کړی او څښتن د هغو عبادت منع کړی ؤ.

27. نو څښتن په خپل قوم باندې په قهر شو او د هغوی په خاوره باندې یې هغه ټول آفتونه نازل کړل چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي.

28. څښتن سخت په قهر شو او د خپل سخت قهر په وخت کې یې هغوی د خپلې خاورې څخه وویستل او پردۍ خاورې ته یې وشړل او هغوی اوس هم هلته دي.

29. ځینې داسې خبرې شته چې زمونږ څښتن خدای زمونږ څخه پټې ساتلې دي، مګر هغه خپل شریعت راته ښکاره کړی دی او مونږ او زمونږ اولاده باید د تل دپاره د هغه شریعت اطاعت وکړو.

About تثنیه Chapter 29

Read تثنیه Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 29
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 29?

تثنیه Chapter 29 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 26
  3. تثنیه Chapter 31
  4. تثنیه Chapter 21
  5. تثنیه Chapter 5
  6. تثنیه Chapter 18
  7. تثنیه Chapter 10

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 4
  2. اشعیا Chapter 1
  3. حزقیال Chapter 47
  4. دوهم پادشاهان Chapter 7
  5. اول پادشاهان Chapter 8
  6. تثنیه Chapter 30
  7. زبور Chapter 109

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 144
  2. زبور Chapter 54
  3. یوحنا Chapter 9
  4. یوحنا Chapter 14
  5. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
  6. صفنیا Chapter 3
  7. دوهم تواریخ Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *