Read تثنیه Chapter 34 Online
Read تثنیه Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 34
فصل 34
1. حضرت موسیٰ د موآب د ډاګونو څخه د نبو غره ته وخوت، یعنې د پیسګاه د غره سرته چې د اریحا په ختیځ کې دی. هلته ورته څښتن ټوله خاوره یعنې د جلعاد سیمه د دان تر ښاره پورې،
2. د نفتالي ټوله سیمه، د افرایم او منسي سیمې، د مدیترانې تر بحیرې پورې د یهودا ټوله سیمه،
3. د یهودا جنوبي برخه او هغه ډاګ وروښود چې د صوغر څخه تر اریحا پورې چې د خرما د ونو ښار دی رسیږي.
4. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا هغه خاوره ده چې ما د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره وعده کړې وه چې د هغوی اولادې ته به یې ورکړم. ما ته پرېښودلې چې هغه ووینې، خو ته به د اردن له سیند څخه تېر نه شې او هلته به ورداخل نه شې.>
5. نو لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، د څښتن خدمتګار حضرت موسیٰ هلته د موآب په خاوره کې وفات شو.
6. هغه د موآب په هغې دره کې ښخ کړای شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. مګر تر نن ورځې پورې هیڅوک نه پوهیږي چې حضرت موسیٰ چېرته ښخ شوی دی.
7. حضرت موسیٰ یوسلو شل کلن ؤ چې وفات شو، د هغه بدن لا قوي ؤ او د سترګو نظر یې هم ښه ؤ.
8. د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې دېرش ورځې د هغه دپاره وژړل.
9. حضرت موسیٰ د خپل مرګ څخه مخکې د نون د زوی یوشع په سر باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه یې د خپل ځان په ځای وټاکه. څښتن هغه د حکمت څخه ډک کړ. د اسراییلو قوم د یوشع اطاعت کاوه او په هغو امرونو باندې یې عمل کاوه چې څښتن هغوی ته د حضرت موسیٰ په وسیله ورکړي وو.
10. په اسراییلو کې هیڅکله د حضرت موسیٰ په شان نبي نه دی پیدا شوی. څښتن د هغه سره مخامخ خبرې کولې.
11. بل هیڅ نبي داسې لویې معجزې نه دي ښودلې لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ رالېږلی ؤ چې د فرعون، د هغه د درباریانو او د مصر د ټولو خلکو په حضور کې یې وښایي.
12. بل هیڅ نبي داسې قدرت نه درلود چې هغه لوی او وېروونکي کارونه وکړي کوم چې حضرت موسیٰ د ټولو اسراییلیانو په مخکې وکړل.
About تثنیه Chapter 34
Read تثنیه Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 34
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 34 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 34?
تثنیه Chapter 34 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 34 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 26
- تثنیه Chapter 4
- تثنیه Chapter 21
- تثنیه Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- حجی Chapter 2
- یشوع Chapter 10
- پیدایښت Chapter 4
- یشوع Chapter 21
- شمېر Chapter 25
- دوهم سموئیل Chapter 9
- ارمیا Chapter 40