خروج Chapter 24

For English

Read خروج Chapter 24 Online

Read خروج Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 24

فصل 24

1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته، هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو اویا مشران ماته غره ته راوخېژئ او له لېرې فاصلې څخه راته سجده وکړئ.

2. یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هیڅوک هم غره ته نه راخېژي.>

3. کله چې حضرت موسیٰ راغی او خلکو ته یې د څښتن ټولې خبرې او قوانین اعلان کړل، هغوی په یو اواز په ځواب کې وویل: <مونږ به د څښتن په هره خبره باندې عمل کوو.>

4. حضرت موسیٰ د څښتن ټول امرونه ولیکل. هغه سهار وختي پاڅېد او د غره په لمنه کې یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او هلته یې دولس تیږې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو نماینده ګي یې کوله ودرولې.

5. بیا حضرت موسیٰ اسراییلي ځینې ځوانان ولېږل او هغوی سوزېدونکې نذرانې او ځینې غوایان د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړل.

6. حضرت موسیٰ نیمه وینه راواخیستله او په لګنونو کې یې واچوله او نیمه یې په قربانګاه باندې وشیندله.

7. بیا هغه د لوظ کتاب راواخیست او خلکو ته یې په لوړ اواز سره ولوست. هغوی وویل: <مونږ به د څښتن اطاعت کوو او د هغه په ټولو امرونو باندې به عمل کوو.>

8. بیا حضرت موسیٰ هغه وینه چې په لګنونو کې وه راواخیستله او په خلکو باندې یې وشیندله. هغه وفرمایل: <دا د هغه لوظ وینه ده چې څښتن د دغو ټولو حکمونو په مطابق له تاسو سره کړی دی.>

9. حضرت موسیٰ د حضرت هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو د اویا مشرانو سره غره ته وخوت

10. او د اسراییلو خدای یې ولید. د هغه د پښو لاندې د شین یاقوت د فرش په شان یو څه ښکاره کېدل چې د اسمان په شان شنه وو.

11. که څه هم د اسراییلو دغو مشرانو خدای پاک ولید، خو هغه ورته زیان ونه رساوه. بیا هغوی وخوړل او ویې څښل.

12. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ماته د غره سرته راوخېژه او دلته پاتې شه. زه به تاته د تیږو لوحې چې په هغو باندې مې د خلکو د لارښودنې دپاره حکمونه لیکلي دي درکړم.>

13. حضرت موسیٰ او د هغه مرستیال یعنې یوشع تیار شول او حضرت موسیٰ مقدس غره ته ورپورته شو.

14. حضرت موسیٰ مشرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته انتظار وباسئ، ترڅو مونږ بېرته راشو. حضرت هارون او حور ستاسو سره دي او هرڅوک چې کومه مسئله لري هغوی ته دې ورشي.>

15. کله چې حضرت موسیٰ غره ته پورته شو، ورېځو غر پټ کړ

16. او د څښتن جلال د سینا په غره باندې خپور شو. غر شپږ ورځې په ورېځو کې پټ ؤ او په اوومه ورځ څښتن له ورېځو څخه حضرت موسیٰ ته غږ وکړ.

17. د څښتن جلال اسراییلیانو ته داسې ښکارېده لکه د غره په سر باندې چې اور بل وي.

18. کله چې حضرت موسیٰ غره ته ورپورته شو، هغه په ورېځو کې ورننوت او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غره کې پاتې شو.

About خروج Chapter 24

Read خروج Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 24
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 24?

خروج Chapter 24 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 24
  3. خروج Chapter 32
  4. خروج Chapter 12
  5. خروج Chapter 27
  6. خروج Chapter 15
  7. خروج Chapter 39

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم سموئیل Chapter 2
  2. یشوع Chapter 9
  3. اشعیا Chapter 42
  4. غزل غزلونه Chapter 5
  5. دوهم تواریخ Chapter 30
  6. پیدایښت Chapter 3
  7. دوهم تواریخ Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 24
  2. مرثیې Chapter 1
  3. اول پادشاهان Chapter 13
  4. دوهم تواریخ Chapter 36
  5. نحمیا Chapter 13
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. زبور Chapter 27
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *