تثنیه Chapter 11

For English

Read تثنیه Chapter 11 Online

Read تثنیه Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 11

فصل 11

1. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او همېشه د هغه د ټولو قوانینو څخه اطاعت کوئ.

2. نن ورځ دا په یاد ساتئ چې دا تاسو وئ، نه ستاسو اولادونه چې د خپل څښتن خدای انتظام، د هغه لویي، قدرت، قوت،

3. او معجزې مو لیدلې دي. تاسو ولیدل چې هغه د مصر د پادشاه فرعون او د هغه د ټول هېواد سره څه وکړل.

4. تاسو ولیدل چې څښتن څنګه د مصریانو لښکرې د هغوی د اسونو او جنګي ګاډیو سره تباه کړې او هغوی یې په داسې وخت کې په سره بحیره کې غرق کړل کله چې تاسو یې تعقیبولئ. څښتن هغوی د داسې تباهۍ سره مخامخ کړل چې تر اوسه پورې دوام لري.

5. تاسو پوهېږئ مخکې له دې چې تاسو دلته راورسېدلئ څښتن ستاسو دپاره په دښته کې څه وکړل.

6. در په یاد کړئ چې هغه د روبین د قبیلې د الیاب په زامنو یعنې په داتان او ابیرام باندې څه وکړل. د ټولو خلکو په مخ کې ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د خپلو کورنیو، خېمو او ټولو غلامانو او حیواناتو سره ژوندي تېر کړل.

7. هو، تاسو هماغه خلک یئ چې دا ټول لوی لوی کارونه چې څښتن کړي دي، هغه مو لیدلي دي.

8. د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. نو بیا به د دې قوت پیدا کړئ چې د اردن له سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره ونیسئ چې تاسو ورننوزئ.

9. تاسو به په هغه غني او حاصلخېزه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو د نیکونو او د هغوی د اولادې سره کړې ده.

10. کومه خاوره چې تاسو یې اوس نیسئ د مصر د خاورې په شان نه ده چې مخکې په کې اوسېدلئ. تاسو چې کله هلته تخم کاره، مجبور وئ چې پټیو ته د اوبو ورکولو دپاره ډېر زیار وباسئ.

11. خو هغه خاوره چې تاسو ورداخلېږئ، هلته غرونه او درې دي او د باران په واسطه ورته اوبه ورکول کیږي.

12. ستاسو څښتن خدای په دې ځمکه باندې پام کوي او ټول کال هغه تر خپل نظر لاندې ساتي.

13. نو بیا د هغو امرونو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د زړه له کومي د هغه خدمت کوئ.

14. که چېرې داسې وکړئ نو هغه به د اړتیا په وخت یعنې په مني او پسرلي کې ستاسو په ځمکه باندې باران واوروي ترڅو تاسو ته غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل درورسیږي

15. او حیواناتو ته به مو واښه ورورسیږي. هرڅومره خواړه چې غواړئ تاسو ته به درورسیږي.

16. پام کوئ. که نه، نو تاسو به وغولېږئ او بې لارې به شئ او د نورو خدایانو عبادت به وکړئ او هغو ته به سجده وکړئ.

17. که چېرې تاسو داسې وکړئ نو څښتن به درباندې په قهر شي. هغه به درباندې باران ودروي، ستاسو ځمکه به وچه شي او فصلونه به په کې نه راشنه کیږي. که څه هم هغه ځمکه چې هغه یې تاسو ته درکوي ښه ده، خو تاسو به په کې ژر مړه شئ.

18. دا قوانین په یاده زده کړئ او د هغو په هکله فکر کوئ. هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي.

19. هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. هر وخت د هغو په هکله خبرې کوئ، که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ.

20. دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ.

21. بیا به تاسو او ستاسو اولاده په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن ستاسو د نیکونو سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان وي، تاسو به هلته ژوند کوئ.

22. د هغو ټولو قوانینو چې ما درکړي دي په وفادارۍ سره اطاعت کوئ. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ، د هغه هر امر په ځای کوئ او هغه ته وفادار اوسئ.

23. بیا به څښتن هغه ټول قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي او تاسو به د هغو قومونو ځمکه ونیسئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي.

24. په هرځای باندې چې تاسو قدم ږدئ هغه به ستاسو وي. ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه په شمال کې د لبنان تر غرونو پورې وغزیږي او د فرات د سیند څخه به چې په ختیځ کې دی د مدیترانې تر بحیرې پورې چې په لوېدیځ کې ده وغزیږي.

25. د هغې خاورې هرځای ته چې تاسو لاړ شئ، ستاسو څښتن خدای به د خپلې وعدې سره سم د هغو خلکو په زړونو کې وېره واچوي چې ستاسو څخه ووېریږي او هیڅوک به ونه شي کولی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي.

26. زه نن تاسو ته دا فرصت درکوم چې د څښتن څخه برکت غواړئ یا غواړئ چې لعنت درباندې وشي.

27. که چېرې د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې زه یې نن درکوم اطاعت وکړئ، برکت به ومومئ.

28. خو که چېرې د دغو امرونو څخه سرغړونه وکړئ او د هغو نورو خدایانو عبادت وکړئ چې مخکې مو هیڅکله د هغو عبادت نه دی کړی، نو څښتن به درباندې لعنت ووایي.

29. کله چې څښتن تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو یې نیسئ، نو د جرزیم د غره څخه به د برکت اعلان وکړئ او د عیبال د غره څخه به د لعنت اعلان وکړئ.

30. (تاسو پوهېږئ چې دا دوه غرونه د اردن د سیند په لوېدیځ کې په هغې خاوره کې دي چې اوس د هغو کنعانیانو تر واکمنۍ لاندې ده چې د اردن په دره کې اوسیږي. دا غرونه د جلجال بلې خواته د موره مقدسو ونو ته نژدې دي.)

31. تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي. کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ او په کې اوسېږئ،

32. نو تاسو به په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.

About تثنیه Chapter 11

Read تثنیه Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 11?

تثنیه Chapter 11 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 5
  4. تثنیه Chapter 1
  5. تثنیه Chapter 31
  6. تثنیه Chapter 26
  7. تثنیه Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 96
  2. زبور Chapter 140
  3. تثنیه Chapter 24
  4. تثنیه Chapter 13
  5. حزقیال Chapter 38
  6. عزرا Chapter 9
  7. زبور Chapter 58

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 5
  2. لاویان Chapter 18
  3. اشعیا Chapter 53
  4. اول تیموتاوس Chapter 1
  5. اشعیا Chapter 57
  6. اول پطروس Chapter 1
  7. اول پادشاهان Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *