Read تثنیه Chapter 25 Online
Read تثنیه Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 25
فصل 25
1. فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي.
2. که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د هغه په جرم پورې اړه ولري.
3. هغه به د څلوېښتو ګوزارونو څخه زیات نه وهل کیږي، د هغې څخه زیات به په عام محضر کې د هغه د سپکاوي سبب شي.
4. د غلو دانو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.
5. که چېرې دوه ورونه په یو جایداد باندې ژوند کوي او د هغو څخه یو تن مړ شي او هیڅ زوی ورڅخه پاتې نه شي، بیا دې د هغه کونډه د کورنۍ څخه بیرون د بل چا سره واده نه شي. دا د مړه شوي سړي د ورور وظیفه ده چې د هغې سره واده وکړي.
6. د هغوی اول زوی چې پیدا شي، هغه به د مړ شوي سړي زوی ګڼل کیږي ترڅو د هغه نوم د اسراییلو له قوم څخه ورک نه شي.
7. مګر که چېرې د مړ شوي سړي ورور نه غواړي چې د هغې سره واده وکړي، نو هغه ښځه دې د ښار مشرانو ته چې د ښار په دروازه کې غونډه کوي ورشي او داسې دې ورته ووایي: زما لېور زما په حق کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي، هغه د دې خبرې څخه انکار کوي چې د هغه ورور دې د اسراییلو په قوم کې اولاده ولري.
8. بیا دې د ښار مشران د هغې لېور راوغواړي او خبرې دې ورسره وکړي. که چېرې بیاهم د هغې سره د واده کولو څخه انکار کوي،
9. نو د هغه د ورور کونډه دې د ښار د مشرانو په حضور کې هغه ته ورشي، د هغه یوه څپلۍ دې وباسي، په مخ دې ورته لیاړې توکړي او داسې دې ووایي: د هغه سړي سره چې نه غواړي د خپل مړ ورور کور یې ودان شي داسې کیږي.
10. پس له دې به د هغه سړي کورنۍ په اسراییلو کې د څپلۍ ویستل شوي د کورنۍ په نوم مشهوره شي.
11. که چېرې دوه نفره یو د بل سره جنګ کوي او د یو سړي ښځه هڅه وکړي چې خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونیسي،
12. نو په هغې باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغې لاس پرې کړئ.
13. -
14. دوه قسمه وزنونه یا اندازې چې خلک ورباندې وغولوئ مه استعمالوئ چې یو یې د کوم شي د اخیستلو دپاره استعمال کړئ چې زیاته ګټه ترلاسه کړئ او بل یې د خرڅلاو دپاره چې خلکو ته کم شی ورکړئ.
15. د صحیح وزنونو او اندازو څخه کار اخلئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي زیات عمر ولرئ.
16. څښتن د داسې خلکو څخه چې ټګي او منافقت کوي، کرکه کوي.
17. در په یاد کړئ کله چې تاسو د مصر څخه راتللئ، عمالیقیانو په تاسو باندې څه وکړل.
18. هغوی د خدای پاک څخه هیڅ وېره نه درلودله، په داسې حال کې چې تاسو ډېر ستړي وئ نو د شا له خوا یې درباندې حمله وکړه او هغه نفر چې شاته پاتې وو هغه ټول یې ووژل.
19. نو بیا کله چې خپل څښتن خدای تاسو ته هغه وطن درکړي او د خپلو ټولو دښمنانو څخه مو چې ستاسو په شاوخوا کې اوسیږي خوندي وساتي، دا خبره هېره نه کړئ چې عمالیقیان باید په بشپړه توګه د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ، ترڅو هیڅوک نور هغوی یاد نه کړي.
About تثنیه Chapter 25
Read تثنیه Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 25?
تثنیه Chapter 25 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 26
- تثنیه Chapter 4
- تثنیه Chapter 21
- تثنیه Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 14
- زبور Chapter 59
- شمېر Chapter 23
- عزرا Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 7
- اول تواریخ Chapter 3
- خروج Chapter 12