تثنیه Chapter 18

For English

Read تثنیه Chapter 18 Online

Read تثنیه Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 18

فصل 18

1. لد لاوي د قبیلې خلک به د کاهنانو په شمول د نورو قبیلو سره هیڅ ځمکه ترلاسه نه کړي. د هغې په ځای به هغوی د هغو قربانیو یوه برخه چې څښتن ته وړاندې کیږي اخلي.

2. هغوی دې هیڅ ځمکه ونلري لکه څنګه چې نورې قبیلې یې لري. د څښتن د وعدې سره سم د هغوی برخه دا امتیاز دی چې هغوی د څښتن کاهنان دي.

3. کله چې غوایان یا پسونه قرباني کیږي، کاهنانو ته دې اوږه، ژامه او لری ورکول کیږي.

4. هغوی ته دې د غلو دانو، شرابو، د زیتونو د تېلو او د پسونو د وړیو اولنی حاصل ورکول کیږي.

5. ستاسو څښتن خدای ستاسو د ټولو قبیلو څخه د لاوي قبیله انتخاب کړه چې د تل دپاره د کاهنانو په توګه د هغه خدمت وکړي.

6. هر لاوي چې زړه یې وغواړي کولی شي د اسراییلو د هر ښار څخه چې په کې اوسیږي هغه ځای ته ورشي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي

7. او کولی شي د نورو ټولو لاویانو په شان چې هلته خدمت کوي هغه هم هلته د خپل څښتن خدای د کاهن په توګه خدمت وکړي.

8. که څه هم کېدای شي چې هغه د خپلې کورنۍ د مال د خرڅولو په وسیله پیسې ترلاسه کړې وي، هغه دې د نورو کاهنانو په اندازه خواړه ترلاسه کوي.

9. کله چې تاسو هغې خاورې ته ورداخل شئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي، د هغه ځای د قومونو د ناوړه رواجونو څخه پیروي مه کوئ.

10. په خپلو قربانګاوو باندې خپل اولادونه په اور کې مه قرباني کوئ او خپل خلک مه پرېږدئ چې فال وګوري یا کوډو پسې وګرځي یا جادو وکړي

11. یا تعويذ استعمال کړي. همدارنګه خلک مه پرېږدئ چې د مړو سره د مشورې کولو کوښښ وکړي.

12. ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه کرکه کوي څوک چې داسې ناوړه کارونه کوي، نو په دې خاطر څښتن هغه قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کوي.

13. څښتن ته پوره وفادار اوسئ.>

14. بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ، خلک د هغه چا د مشورې څخه پیروي کوي څوک چې کوډې کوي او فال ګوري. مګر تاسو ته خپل څښتن خدای اجازه نه درکوي چې داسې کار وکړئ.

15. د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان یو نبي درولېږي او تاسو باید د هغه اطاعت وکړئ.

16. په هغه ورځ چې تاسو د سینا د غره سره راغونډ شوئ نو ومو ویل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووینو ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو.

17. نو څښتن ماته وفرمایل: هغوی صحیح وایي.

18. زه به هغوی ته د هغوی د خپل قوم څخه ستا په شان یو نبي ورولېږم. زه به ورته ووایم چې څه باید ووایي او هغه به قوم ته هغه څه وایي چې زه یې امر کوم.

19. هغه به زما په نوم خلکو ته خبرې کوي او زه به هر هغه چاته سزا ورکړم چې هغه ته د اطاعت کولو څخه انکار وکړي.

20. مګر که چېرې یو نبي جرأت وکړي او په داسې وخت کې زما په نوم یو پیغام واوروي چې ما ورته امر نه وي کړی، نو هغه باید مړ شي او هغه نبي هم باید مړ شي چې د نورو خدایانو په نوم خبرې کوي.

21. کېدای شي چې ستاسو سره دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه پوهېدلی شو چې د نبي پیغام د څښتن له خوا څخه نه دی؟

22. که چېرې یو نبي د څښتن په نوم خبرې وکړي او د هغه خبرې رښتیا نه شي، بیا هغه د څښتن پیغام نه دی. هغه نبي له خپله ځانه دا خبرې کړې دي نو باید د هغه څخه ونه وېرېږئ.

About تثنیه Chapter 18

Read تثنیه Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 18?

تثنیه Chapter 18 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 31
  3. تثنیه Chapter 28
  4. تثنیه Chapter 4
  5. تثنیه Chapter 26
  6. تثنیه Chapter 11
  7. تثنیه Chapter 10

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 9
  2. پیدایښت Chapter 36
  3. تثنیه Chapter 19
  4. لاویان Chapter 21
  5. زبور Chapter 47
  6. متلونه Chapter 28
  7. ایوب Chapter 42

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 23
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  3. اول سموئیل Chapter 17
  4. زبور Chapter 140
  5. اول پادشاهان Chapter 13
  6. ایوب Chapter 36
  7. شمېر Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *