متلونه Chapter 26

For English

Read متلونه Chapter 26 Online

Read متلونه Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

متلونه 26

فصل 26

1. لکه څنګه چې په اوړي کې واورهاو د لو په وخت کې باران مناسب نه دیهمداسې کم عقل انسان تهدرناوی کول هم مناسب نه دی.

2. لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزياو یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېنيهمداسې بېځایه سپکې سپورېپه چا پورې نه نښلي.

3. لکه څنګه چې د اس دپاره قمچینه او د خره دپاره قیضه دههمداسې د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.

4. کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب مه ورکوههسې نه چې ته په خپله هم د هغه په شان شې.

5. کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب ورکوههسې نه چې هغه ځان د حکمت خاوند وګڼي.

6. د کم عقل په لاس پیغام لېږل داسې ديلکه خپلې پښې غوڅول او د ظلم زهر څښل.

7. د کم عقل د خولې متل داسې دیلکه د ګوډ سړي پښه چې بېځایه زنګیږي.

8. کم عقل ته درناوی کول داسې ديلکه څوک چې په مچنوغزه کې تیږه د سر نه تاوه کړي.

9. د کم عقل د خولې متل داسې دیلکه د نشه انسان په لاس کې چې د اغزیو لښته وي.

10. هغه څوک چې کم عقل او لاروی سړی مزدور نیسيد هغه غشي ویشتونکي په څېر دی چې هرڅوک ټپي کوي.

11. لکه څنګه چې سپی خپلې کانګې بېرته څټيهمداسې کم عقل خپل جهالت بیا تکراروي.

12. څوک چې خپل ځان د حکمت خاوند ګڼينو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.

13. لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «په کوڅه کې زمری دی!او په چوکونو کې غړمبېدونکي زمري ګرځي راګرځي!»

14. لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو باندې تاویږي راتاویږيهمداسې لټ سړی په خپل کټ کې اوړي رااوړي.

15. لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شيخو د لټۍ نه یې بېرته خولې ته وړلی نه شي.

16. لټ انسان خپل ځان د حکمت خاوند ګڼيد اووه هوښیارانو نه چې په حکمت ځواب ورکوي.

17. څوک چې په غوسه د بل په شخړه کې لاس وهنه کويلکه څوک چې کوڅه ډب سپی له غوږونو نه راونیسي.

18. لکه څنګه چې یو لېونی د اور سکروټېاو وژونکي غشي وروي

19. د هغه چا په شان دی څوک چې بل غولوياو بیا وایي چې ما ټوکې کولې.

20. له لرګیو او پوکي پرته اور مړ کیږياو د غیبت پرته جنګ ختمیږي.

21. لکه څنګه چې لرګي اور اخلي او سکاره په سکروټو بدلیږيهمداسې د جنګ اور له جګړه مار سړي نه پورته کیږي.

22. د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان ديچې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.

23. خوږې خبرې د زړه شرارت پټويلکه په خاورین لوښي چې رنګ پورې شي.

24. کینه ناک انسان په خوږو خبرو خپله کرکه پټويخو د زړه په تل کې یې ټګي ساتلې وي.

25. کله چې هغه خوږې خبرې کوي نو باور پرې مه کوهځکه زړه یې د اووه بدیو نه ډک دی چې د کرکې وړ دي.

26. که د هغه کرکه په دروغو د پردې لاندې پټه ويخو شرارت به یې ټولو خلکو ته بیاهم ښکاره شي.

27. څوک چې بل ته کنده کیندينو په خپله به په کې راوغورځیږياو څوک چې د بل په طرف تیږه ورغړوينو په خپله به پرې راورغړیږي.

28. دروغجنه ژبه او کرکه د سړي زړه ټوټې ټوټې کوياو د غوړه مالۍ خبرې تباهي راولي.

About متلونه Chapter 26

Read متلونه Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 26?

متلونه Chapter 26 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 9
  2. متلونه Chapter 6
  3. متلونه Chapter 25
  4. متلونه Chapter 3
  5. متلونه Chapter 10
  6. متلونه Chapter 1
  7. متلونه Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 107
  2. دوهم پادشاهان Chapter 9
  3. اول پادشاهان Chapter 9
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  5. حزقیال Chapter 23
  6. دانیال Chapter 10
  7. زبور Chapter 34
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *