تثنیه Chapter 21

For English

Read تثنیه Chapter 21 Online

Read تثنیه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 21

فصل 21

1. افرض کړئ د هغه هېواد په یوه بانډه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي یو قتل شوی نفر موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی.

2. ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او له هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا ښارونو پورې دې فاصله اندازه کړي.

3. بیا د هغه ښار مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، یوه داسې خوسۍ انتخاب کړي چې هیڅ کار ورڅخه اخیستل شوی نه وي او جغ ورباندې نه وي ایښودل شوی.

4. هغوی دې دا خوسۍ یوې داسې ویالې ته نژدې یو ځای ته کوزه کړي چې هیڅ نه وچیږي او چېرته چې ځمکه هیڅکله قلبه شوې نه وي او څه په کې کرل شوي نه وي او هلته دې هغوی د هغې اورمېږ مات کړي.

5. لاوي کاهنان دې هم هلته لاړ شي ځکه چې هغوی د هرې قانوني دعوې پرېکړه کوي چې ظلم او زیاتی په کې وي. ستاسو څښتن خدای هغوی د عبادت ځای د خاص خدمت دپاره او د دې دپاره انتخاب کړي دي چې د هغه په نوم برکت ورکړي.

6. بیا به د هغه ښار ټول مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، خپل لاسونه د مړې خوسۍ دپاسه ومینځي

7. او داسې اعلان دې وکړي: مونږ دا نفر په قتل نه دی رسولی او په دې نه پوهېږو چې چا دا قتل کړی دی.

8. څښتنه، خپل قوم اسراییل چې تا د مصر څخه ازاد کړی دی وبخښه. مونږ وبخښه او د یو بې ګناه نفر د قتل مسئولیت زمونږ په غاړه مه اچوه.

9. نو تاسو به خپل ځانونه د بې ګناه وینې د تویولو د جرم څخه پاک کړئ ځکه چې تاسو داسې کار وکړ چې د څښتن په نظر کې صحیح دی.

10. کله چې تاسو ته خپل څښتن خدای په جګړه کې بری درکړي او تاسو خلک اسیران کړئ،

11. نو کېدای شي چې د هغوی په منځ کې یوه داسې ښایسته نجلۍ ووینئ چې ستاسو خوښیږي او غواړئ چې واده ورسره وکړئ.

12. هغه خپل کور ته راولئ. هلته به هغه خپل سر وخرایي، خپل نوکان به پرې کړي

13. او خپل د اسیرتوب کالي به وباسي. هغه دې یوه میاشت ستاسو په کور کې پاتې شي او د خپل مور او پلار دپاره دې وژاړي. له هغې څخه وروسته تاسو کولی شئ چې واده ورسره وکړئ.

14. وروسته که چېرې تاسو د هغې سره خوشاله نه وئ، نو طلاق ورته ورکړئ او هغه پرېږدئ چې هر چېرته چې غواړي لاړه شي. هغه د یوې غلامې په توګه نه شئ خرڅولی او نه یې خپله غلامه کولی شئ ځکه چې تاسو د هغې سره یوځای شوي یئ.

15. فرض کړئ یو سړی دوه ښځې لري چې یوه ورباندې ګرانه وي او بله ورباندې ګرانه نه وي او هغوی دواړه هغه ته زامن وزېږوي، مګر مشر زوی یې د هغې ښځې اولاد وي چې د هغه خوښه نه ده.

16. کله چې هغه سړی پرېکړه کوي چې څنګه به هغه د خپلو زامنو ترمنځ خپل جایداد ووېشي، نو هغه دې د مشر زوی د برخې په ورکولو سره د خپلې هغې ښځې د زوی طرفداري نه کوي چې هغه یې خوښه ده.

17. هغه دې د خپل مال څخه مشر زوی ته دوه چنده برخه ورکړي، که څه هم هغه د هغې ښځې زوی نه دی چې د هغه خوښه ده. یو سړی باید خپل مشر زوی قبول کړي او هغه برخه ورته ورکړي چې هغه یې په قانوني توګه مستحق دی.

18. فرض کړئ یو سړی یو سرزوری او سرکش زوی لري، سره له دې چې مور او پلار ورته سزا هم ورکوي خو د هغوی اطاعت نه کوي.

19. د هغه مور او پلار دې هغه د ښار دروازې ته چېرته چې د ښار مشران غونډه کوي ورولي.

20. هغوی دې مشرانو ته داسې ووایي: زمونږ زوی سرزوری او سرکش دی او زمونږ اطاعت نه کوي، هغه پیسې بې ځایه مصرفوي او شرابي دی.

21. بیا دې د ښار خلک هغه سنګسار کړي چې مړ شي او په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ. په اسراییلو کې به ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي.

22. که چېرې یو نفر د یو جرم له کبله وژل شوی وي او د هغه مړی په یوه ونه کې ځوړند وي،

23. دا مړی باید ټوله شپه هلته پاتې نه شي. هغه باید په هماغه ورځ ښخ شي ځکه چې یو داسې مړی چې په ونه کې ځوړند وي په وطن باندې د خدای پاک لعنت راولي. نو هغه مړی ښخ کړئ ترڅو تاسو هغه وطن ناپاکه نه کړئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي.

About تثنیه Chapter 21

Read تثنیه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 21?

تثنیه Chapter 21 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 31
  3. تثنیه Chapter 28
  4. تثنیه Chapter 4
  5. تثنیه Chapter 26
  6. تثنیه Chapter 18
  7. تثنیه Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 35
  2. ارمیا Chapter 33
  3. نحمیا Chapter 12
  4. شمېر Chapter 18
  5. پیدایښت Chapter 28
  6. زبور Chapter 61
  7. زبور Chapter 146

Related Chapters & Readings

  1. عاموس Chapter 3
  2. مرقس Chapter 12
  3. ایوب Chapter 24
  4. لاویان Chapter 5
  5. اشعیا Chapter 13
  6. اشعیا Chapter 3
  7. عبرانیانو ته Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *