Read حزقیال Chapter 14 Online
Read حزقیال Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 14
فصل 14
1. نو بيا د اِسرائيل ځينې مشران ما له راغلل او زما په وړاندې کښېناستل.
2. نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
3. ”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟
4. نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.
5. زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم.
6. نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ.
7. هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.
8. زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
9. او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.
10. هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى.
11. نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بېلارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
12. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
13. ”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،
14. کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
15. او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے،
16. زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى.
17. او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،
18. زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان په دې کښې اوسېدل، بيا هم دوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شُو بچ کولے. خو صرف دوئ به بچ شوى وُو.
19. او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،
20. زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو.
21. نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.
22. خو بيا هم به څۀ کسان ژوندى پاتې شى خو هغوئ به تاسو سره په جلاوطنۍ کښې يوځائ شى. کله چې تاسو په خپله د هغوئ بد عملونه وګورئ، نو بيا به تاسو په خپله ووايئ چې کوم افتونه ما په يروشلم نازل کړى وُو هغه ضرورى وُو.
23. تاسو به په خپله مطمئن شئ کله چې تاسو د هغوئ چال چلن او د هغوئ کردار وګورئ، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما بې د کومې وجې په هغوئ باندې تکليف او افت نۀ دے نازل کړے. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“
About حزقیال Chapter 14
Read حزقیال Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 14
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 14?
حزقیال Chapter 14 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 8
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 34
- زبور Chapter 25
- اشعیا Chapter 29
- دوهم سموئیل Chapter 15
- متلونه Chapter 30
- زبور Chapter 139
- زبور Chapter 14