دوهم پطروس Chapter 1

For English

Read دوهم پطروس Chapter 1 Online

Read دوهم پطروس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پطروس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پطروس 1

فصل 1

1. دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر لاسه کړی دی.

2. د خدای او زمونږ د څښتن عیسی د پېژندلو له امله دې په تاسو باندې ډېر زیات فضل او سلامتي وي.

3. د څښتن الهي قدرت مونږ ته هرڅه چې د دیندارۍ د ژوند تېرولو دپاره ورته اړتیا لرو، راکړي دي. مونږ دا هرڅه د هغه چا په پېژندلو سره تر لاسه کړي دي چې مونږ یې د خپل جلال او نېکۍ په وسیله رابللي یو.

4. د همدې شیانو په وسیله هغه زمونږ سره ډېرې لویې او ارزښتناکې وعدې کړې دي چې د دې وعدو په وسیله تاسو کولای شئ د هغه فساد څخه چې په نړۍ کې شته او د بدو غوښتنو څخه پیدا کیږي، وتښتئ او د هغه په الهي ذات کې شریک شئ.

5. ‏-

7. له همدې امله پوره کوښښ وکړئ چې خپل ایمان په نېکۍ او په نېکۍ سره د خدای پېژندنه، او د خدای په پېژندې سره په خپل نفس باندې واک لرل او په خپل نفس باندې په واک لرلو سره په صبر او زغم، او صبر او زغم په دیندارۍ، او دینداري د ورورولۍ په مینه او د ورورولۍ په مینه په مینه کامله کړئ.

8. که چېرې په تاسو کې دا صفتونه موجود وي او په هغو کې وده وکړئ، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په پېژندګلوۍ کې به اغېزناکه او ګټور اوسئ.

9. خو که په چا کې دا صفتونه نه وي، نو هغه لنډ فکره او ړوند دی او د خپلو پخوانیو ګناهونو څخه پاکېدل یې هېر کړي دي.

10. نو ای خویندو او ورونو! ډېر کوښښ وکړئ چې دا ثابته کړئ چې تاسو په رښتیا سره د هغو خلکو څخه یئ چې خدای رابللي او غوره کړي دي. که داسې وکړئ نو تاسو به هېڅکله بې ایمانه نه شئ او ګناه به نه کوئ.

11. نو په دې ډول به تاسو زمونږ د څښتن او خلاصوونکی عیسی مسیح تلپاتې پاچاهۍ ته په عزت سره وردننه شئ.

12. نو زه به تل تاسو ته دا شیان در په یادوم، سره له دې چې تاسو ورباندې پوهېږئ او په هغه حقیقت باندې چې تاسو ته ښودل شوی دی، ټینګ ولاړ یئ.

13. نو ځکه زه لازمه ګڼم چې ترڅو پورې چې ژوندی یم نو تاسو به هڅوم چې دا شیان په یاد وساتئ.

14. زه پوهېږم چې ډېر زر به خپل فاني وجود له لاسه ورکړم لکه څنګه چې زمونږ څښتن عیسی مسیح ماته ښکاره ویلي دي.

15. نو زه به پوره کوښښ وکړم چې زما د مرګ نه وروسته به تاسو تل دا خبرې په یاد وساتئ.

16. کله چې مونږ تاسو خبر کړئ چې زمونږ څښتن عیسی مسیح به څنګه په قدرت سره راځي، نو مونږ هغو نکلونو پسې چې په ځیرکۍ سره جوړې شوې دي ونه ګرځېدو، بلکې مونږ په خپلو سترګو د هغه لویي لیدلې ده.

17. مونږ هلته وو، کله چې پلار خدای هغه ته عزت او جلال ورکړ، په هغه وخت کې د خدای د بې شانه جلال څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»

18. کله چې مونږ د هغه سره په مقدس غره کې وو نو دا اواز مو واورېد چې د اسمان نه راغی.

19. نو زمونږ باور په هغه پیغام باندې چې د پیغمبرانو له خوا اعلان شوی ؤ، نور هم زیات شو. نو دا به ښه وي چې تاسو هغه پیغام ته زیات پام وکړئ، ځکه چې دا د هغې ډېوې په شان دی چې په تیاره کې ځلیږي، ترڅو سهار شي او د سهار ستوری ستاسو په زړونو کې وځلیږي.

20. خو د هرڅه نه مخکې باید په دې پوه شئ چې هېڅ پیغمبر نه شي کولای چې له خپله ځانه د خدای د کلام پېشګویۍ تفسیر کړي.

21. ځکه چې هېڅ پېشګویي د انسان په اراده نه ده شوې، بلکې انسانانو د روح القدس تر تاثیر لاندې د خدای له خوا خبرې کړې دي.

About دوهم پطروس Chapter 1

Read دوهم پطروس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پطروس
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پطروس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پطروس Chapter 1?

دوهم پطروس Chapter 1 is part of the Book of دوهم پطروس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پطروس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم پطروس

  1. دوهم پطروس Chapter 3
  2. دوهم پطروس Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. لوقا Chapter 24
  2. اول یوحنا Chapter 3
  3. متی Chapter 10
  4. اول پطروس Chapter 1
  5. رومیانو ته Chapter 5
  6. یوحنا Chapter 12
  7. رومیانو ته Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 34
  2. حزقیال Chapter 33
  3. ارمیا Chapter 22
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. زبور Chapter 118
  6. زبور Chapter 86
  7. اعمال رسولان Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *