اعمال رسولان Chapter 28

For English

Read اعمال رسولان Chapter 28 Online

Read اعمال رسولان Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 28

فصل 28

1. کله چې مونږ روغ رمټ د بحیرې غاړې ته ورسېدلو، نو پوه شولو چې دا د مالتا په نوم جزیره ده.

2. د هغه ځای خلکو په مونږ ډېره مهرباني وکړه او څرنګه چې هوا سړه وه او باران اورېده، نو اور یې راته بل کړ او مونږ ټولو ته یې تود هرکلی ووایه.

3. پولوس یو څه لرګي راټول کړل او هغه یې اور ته واچول او د اور د ګرموالي له امله یو زهرجن مار راووت او د هغه د لاس پورې ونښته.

4. کله چې د هغه ځای خلکو ولیدل چې د پولوس په لاس پورې مار ځوړند دی، نو یو بل ته یې سره وویل: «دا سړی به خامخا قاتل وي. که څه هم هغه له بحیرې څخه وژغورل شو، خو الهي عدالت به هغه ژوندی پرېنږدي.»

5. خو پولوس هغه مار اور ته ورګوزار کړ او کوم زیان ورته ونه رسېده.

6. هغوی په دې تمه وو چې پولوس به زر وپړسیږي او یا به ناڅاپه راولویږي او مړ به شي. خو کله چې هغوی ډېر انتظار وویست او ویې لیدل چې په هغه باندې هېڅ هم ونه شول، نو فکرونه یې بدل شول او ویې ویل: «دا هم یو خدای دی.»

7. هغه ځای ته نژدې د هغې جزیرې د حاکم پوبلیوس ځمکې وې. هغه په مهربانۍ سره مونږ ته هرکلی ووایه او درې ورځې یې په خپل کور کې مېلمانه کړو.

8. هغه وخت د پوبلیوس پلار ناروغه پروت ؤ. هغه تبه لرله او د پېچ په ناروغۍ اخته ؤ. پولوس د هغه کوټې ته ننوت، د هغه دپاره یې دعا وکړه، خپل لاس یې ورباندې کېښود او هغه ته یې شفا ورکړه.

9. کله چې دا کار وشو، نو د جزیرې نور ناروغان هم راغلل او روغ شول.

10. هغوی مونږ ته ډېر سوغاتونه راکړل او کله چې مونږ غوښتل لاړ شو، نو کومو شیانو ته چې په سفر کې مو ورته اړتیا لرله، هغه یې مونږ ته کشتۍ ته راوړل.

11. درې میاشتې وروسته د سکندریې په یوه کشتۍ کې چې د دوه غبرګوني خدایانو کیستر او پولوکس توږل شوې مجسمې ورباندې لګېدلې وې او ژمی یې په هغې جزیرې کې تېر کړی ؤ، لاړو.

12. مونږ د سراکیوس ښار ته ورسېدلو او درې ورځې هلته پاتې شولو.

13. بیا د هغه ځای څخه په کشتۍ کې روان شولو او د ریغیون ښار ته ورسېدلو. بیا یوه ورځ وروسته جنوبي بادونه پیل شول او په دوو ورځو کې د پوتیولي بندر ته ورسېدلو.

14. په هغه ځای کې مونږ ځینې ایمانداران ولیدل او هغوی زمونږ څخه وغوښتل چې د یوې هفتې دپاره ورسره پاتې شو. په دې ډول مونږ روم ته ورسېدلو.

15. کله چې د روم ایمانداران زمونږ د راتللو څخه خبر شول، نو هغوی د آپیاس تر بازاره او هغه ځای پورې چې د درې مېلمستونونو په نوم یادېده، زمونږ لیدلو ته راغلل. کله چې پولوس هغوی ولیدل، نو د خدای شکر یې وویست او زړور شو.

16. کله چې مونږ روم ته ورسېدلو، نو پولوس ته اجازه ورکړل شوه چې د یو رومي عسکر سره چې د هغه ساتنه یې کوله، په یو شخصي کور کې واوسیږي.

17. درې ورځې وروسته پولوس د هغه ځای د یهودیانو مشران غونډې ته راوغوښتل. کله چې هغوی سره راټول شول، نو ورته ویې ویل: «ای زما ورونو، که څه هم ما د خپلو خلکو او د خپلو نیکونو د دودونو او دستورونو په خلاف کوم کار نه دی کړی، خو بیاهم زه په اورشلیم کې بندي شوم او رومیانو ته وسپارل شوم.

18. کله چې رومیانو زما څخه څېړنې وکړې نو غوښتل یې چې ما ازاد کړي، ځکه هغوی پوه شول چې ما داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ سزا دې راته راکړل شي.

19. خو کله چې د یهودیانو مشرانو مخالفت وکړ، نو زه دې ته مجبور شوم چې امپراتور ته عرض وکړم. البته ما سره هېڅ داسې څه نشته چې د خپل قوم په خلاف یې ووایم.

20. نو له دې امله مې راوغوښتلئ چې تاسو ووینم او خبرې درسره وکړم چې زه د هغه چا په خاطر په زولنو تړل شوی یم چې د اسراییلو خلک ورته هیله مند دي.»

21. یهودي مشرانو ځواب ورکړ: «مونږ ته ستا په هکله له یهودیې څخه کوم لیک نه دی رارسېدلی او نه زمونږ د یهودي ورونو څخه کوم څوک دلته راغلی دی چې ستا په هکله یې مونږ ته خبر راوړی وي او یا یې ستا په هکله کومه بده خبره کړې وي.

22. خو مونږ غواړو چې ستا نظر واورو، ځکه مونږ پوهېږو چې خلک په هرځای کې د دې ډلې په خلاف خبرې کوي.»

23. نو هغوی د پولوس سره یوه ورځ وټاکله او ډېر خلک د هغه کور ته راغلل. د سهار نه تر ماښامه پورې پولوس د هغوی سره د خدای د پاچاهۍ په هکله خپل پیغام یې بیان کړ او شاهدي یې ورکړه او کوښښ یې وکړ چې د موسی د شریعت او د پیغمبرانو له کتابونو څخه په کار اخیستلو سره هغوی د عیسی په هکله قانع کړي.

24. ځینې د هغه په خبرو قانع شول، خو نورو ورباندې باور ونه کړ.

25. هغوی په خپل منځ کې سره بې اتفاقه شول او روان شول. خو له تګ څخه مخکې پولوس دا خبره وکړه: «روح القدس د اشعیا نبي په وسیله ستاسو نیکونو ته څنګه ښه ویلي دي:

26. دې قوم ته ورشه او ورته ووایه:‹تاسو به بیا بیا اورئ، خو پوه به نه شئتاسو به ګورئ، خو وبه نه وینئ څه

27. ځکه چې زړونه د دې خلکو دي سخت شوياو په غوږونو دي درانهاو پټې شوې یې دي سترګېکه نه، نو سترګو به یې لیدلغوږونو به یې اورېدلپه زړونو کې به پوهېدلاو ماته به بېرته راګرځېدلي وایاو ما به شفا ورکړې وای›

28. نو بیا پوه شئ چې دغه د خلاصون پیغام د خدای له خوا غیریهودیانو ته لېږل شوی دی او هغوی به یې مني.» [

29. کله چې پولوس خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو یهودیان لاړل او په خپل منځ کې یې سره بحث وکړ.]

30. پولوس دوه کاله په یو کرایي کور کې اوسېده او هرڅوک چې به د هغه د لیدلو دپاره راتللو، نو هرکلی به یې ورته ویل.

31. هغه د خدای د پاچاهۍ په هکله وعظ کاوه او د څښتن عیسی مسیح په هکله یې په زړورتیا او په ازادانه توګه تعلیم ورکاوه.

About اعمال رسولان Chapter 28

Read اعمال رسولان Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 28
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 28?

اعمال رسولان Chapter 28 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 9
  4. اعمال رسولان Chapter 5
  5. اعمال رسولان Chapter 13
  6. اعمال رسولان Chapter 24
  7. اعمال رسولان Chapter 10

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 21
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 4
  3. یوحنا Chapter 18
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 13
  5. لوقا Chapter 6
  6. متی Chapter 3
  7. غلاطیانو ته Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. یونس Chapter 1
  2. دانیال Chapter 1
  3. نحمیا Chapter 10
  4. زبور Chapter 127
  5. خروج Chapter 8
  6. زبور Chapter 106
  7. یوحنا Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *