Read دوهم سموئیل Chapter 10 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 10
فصل 10
1. څه موده وروسته د عمونیانو پادشاه ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پادشاه شو.
2. داود پادشاه وویل: <زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.> نو داود خپل استازي ولېږل چې د هغه له خوا څخه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.مګر کله چې هغوی عمون ته ورسېدل،
3. د عمونیانو مشرانو خپل پادشاه حانون ته وویل: <آیا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ آیا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ البته چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ لپاره رالېږلي چې زمونږ ښار وګوري، ترڅو چې هغه فتح کړي.>
4. نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی یوه خوا ږیره یې وخریله، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې پرې کړل او رخصت یې کړل.
5. هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود د دې پېښې څخه خبر شو نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: <تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.>
6. عمونیان په دې پوه شول چې دوی داود خپل دښمن کړ، نو هغوی شل زره ارامي عسکر د بیت رحوب او صوبې څخه، دولس زره نفره د طوب څخه او د معکې پادشاه یې د زرو نفرو سره اجیر ونیول.
7. داود د دې څخه خبر شو او یوآب یې د ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه.
8. عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. په هغه وخت کې د صوبې او رحوب ارامیان او د طوب او معکې عسکر په صحرا کې ځای په ځای شول.
9. یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا حمله وکړي، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې ارامیانو ته مخامخ ځای په ځای کړل.
10. یوآب د خپلو لښکرو پاتې نفر د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل.
11. یوآب هغه ته وویل: <که چېرې تا ولیدل چې ارامیانو ماته ماتې راکوله نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله نو زه به درشم او ستا سره به مرسته وکړم.
12. قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړه ورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!>
13. نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې حمله وکړي او ارامیان وتښتېدل.
14. کله چې عمونیانو ولیدل چې ارامیان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. نو یوآب د عمونیانو سره د جنګ کولو څخه راستون شو او بېرته اورشلیم ته لاړ.
15. کله چې ارامیان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه نو هغوی خپلې لښکرې بېرته سره راغونډې کړې.
16. هددعزر پادشاه نور ارامیان راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې وو. هغوی د پادشاه د قوماندان شوبک تر امر لاندې حیلام ته راغلل.
17. کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند څخه تېر شو او حیلام ته ورغی. ارامیان هلته هغه ته مخامخ ځای په ځای کېدل، بیا وروسته جګړه پیل شوه.
18. خو د ارامیانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود او د هغه سپرو عسکرو د ارامیانو اووه سوه د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره سپاره عسکر ووژل. هغوی د دښمن قوماندان شوبک ژوبل کړ او هغه د جنګ په میدان کې مړ شو.
19. کله چې هغه پادشاهان چې د هددعزر تابع وو ولیدل چې دوی د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله نو د اسراییلو سره یې سوله وکړه او د هغوی رعیت شول. نو ارامیان د عمونیانو سره نور د کومک کولو څخه ووېرېدل.
About دوهم سموئیل Chapter 10
Read دوهم سموئیل Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 10?
دوهم سموئیل Chapter 10 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 1
- دوهم سموئیل Chapter 17
Explore More from زوړ عهد
- شمېر Chapter 14
- متلونه Chapter 30
- متلونه Chapter 19
- شمېر Chapter 5
- یوئیل Chapter 1
- نحمیا Chapter 3
- اشعیا Chapter 15