دوهم پادشاهان Chapter 3

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 3 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پادشاهان 3

فصل 3

1. اد یهودا د پاچا یهوشافاط د پاچاهۍ په اتلسم کال، یورام د اخاب زوی د اسراییلو پاچا شو. یورام په سامره کې دولس کاله پاچاهي وکړه.

2. هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، مګر د خپل مور او پلار په شان ګناهکار نه ؤ. یورام هغه بت راوغورځاوه، چې د هغه پلار د بعل د عبادت دپاره جوړ کړی ؤ.

3. مګر هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه کول چې د نباط زوی یروبعام په اسراییلو باندې کړي وو. یورام دا بد کارونه پرېنښودل.

4. د موآب پاچا میشع پسونه ساتل، نو هغه به هر کال د باج په توګه د اسراییلو پاچا ته سل زره وري او د سلو زرو پسونو وړۍ ورکولې.

5. مګر کله چې اخاب مړ شو، میشع د اسراییلو په مقابل کې یاغي شو.

6. په دې خاطر یورام د سامرې څخه روان شو او د اسراییلو ټول لښکر یې سره راغونډ کړ.

7. هغه د یهودا پاچا یهوشافاط ته دا پیغام ورولېږه: <د موآب پاچا زما په ضد یاغي شوی دی. آیا زما سره به لاړ شې چې د هغه سره وجنګېږو؟>یهوشافاط په ځواب کې وویل: <هو، زه به درسره لاړ شم. زه ستا پلوي کوم او زما عسکر او آسونه ستا په خدمت کې دي.

8. مګر په کومه لاره به لاړ شو؟>یورام ځواب ورکړ: <د ادوم د دښتې په لار به لاړ شو.>

9. نو د اسراییلو، یهودا او ادوم پاچاهان د خپلو لښکرو سره روان شول. مګر وروسته له اوو ورځو د غیر مستقیمې لارې څخه د هغوی او د هغو د څارویو دپاره د څښلو اوبه پاتې نه شوې.

10. یورام پاچا پوښتنه وکړه: <اوس څه وکړو؟ څښتن مونږ درې پاچاهان د دې دپاره دلته راوستو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>

11. یهوشافاط پوښتنه وکړه: <آیا د څښتن کوم نبي دلته شته چې مونږ د هغه په وسیله د څښتن څخه مشوره وغواړو؟>د یورام د منصبدارانو څخه یو تن ځواب ورکړ: <د شافاط زوی الیشع دلته دی. هغه د ایلیا مرستیال ؤ.>

12. یهوشافاط ځواب ورکړ: <هغه د څښتن رښتینی نبي دی.>درې واړه پاچاهان الیشع ته ورغلل.

13. الیشع د اسراییلو له پاچا یورام څخه پوښتنه وکړه: <ماته ولې راغلې؟ ورشه او د خپل پلار او مور د نبیانو سره مشوره وکړه.>یورام ځواب ورکړ: <نه، دا څښتن ؤ چې مونږ درې پاچاهان یې دلته راوستلو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>

14. الیشع هغه ته وویل: <زه د هغه ژوندي څښتن په نوم چې زه یې خدمت کوم قسم خورم که یهوشافاط پاچا، چې زه د هغه درناوی کوم، درسره نه وای نو تاته به مې کتلي هم نه وای.>

15. بیا الیشع وویل: <داسې یو څوک راوغواړه چې رڅپرکی غږولی شي.>رڅپرکی غږوونکي په رڅپرکی غږولو باندې پیل وکړ. د څښتن قدرت په الیشع باندې نازل شو

16. او هغه وویل: <څښتن فرمایي چې د دې وچ خوړ په هرځای کې لښتي وباسئ.

17. که څه هم تاسو به نه باد ووینئ او نه باران، مګر دا وچ خوړ به د اوبو څخه ډک شي او ستاسو او ستاسو د څارویو دپاره به دلته اوبه پرېمانه وي.

18. د څښتن دپاره دا یو ساده کار دی، هغه به ستاسو سره دا مرسته هم وکړي چې د موآب لښکرو ته ماتې ورکړئ.

19. تاسو به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه او مهم ښارګوټي ونیسئ. تاسو به د هغوی ښې ونې ووهئ او د اوبو ټولې چینې به یې بندې کړئ، د هغوی حاصلخېزې ځمکې به له تیږو څخه ډکې کړئ او هغه به له حاصله وغورځوئ.>

20. په بله ورځ د سهارنۍ قربانۍ د وړاندې کولو په وخت کې، یوناڅاپه د ادوم له خوا څخه اوبه راوبهیدلې او ځمکه د اوبو څخه ډکه شوه.

21. د موآب خلکو واورېدل چې درې پاچاهان د هغوی خواته راروان دي چې په دوی باندې برید وکړي. نو هغوی خپل ټول هغه کسان چې جګړه کولای شي د ځوانه څخه نیولې تر زاړه پورې سره راغونډ کړل او د هغوی لښکرې د هېواد په پوله کې د جګړې دپاره تیارې شوې.

22. کله چې موآبیان سهار راپاڅېدل په اوبو باندې لمر لګېده او اوبه ورته لکه د وینو په شان سرې ښکاره کېدلې.

23. هغوی وویل: <هغو وینو ته وګورئ! د هغو درې پاچاهانو لښکرې په خپل منځ کې سره جنګېدلې دي او یو او بل یې سره وژلي دي. راځئ چې ورشو او د هغوی کمپ لوټ کړو.>

24. مګر کله چې هغوی د اسراییلو کمپ ته ورسېدل، اسراییلي عسکر راووتل او په هغوی باندې یې تر هغه وخته پورې برید وکړ ترڅو چې هغوی په شا شول او وتښتېدل. د اسراییلو لښکرو هغوی بېرته تر موآبه پورې تعقیب کړل او په تللو تللو کې یې له منځه یوړل.

25. اسراییلیانو د موآبیانو ښارونه وران کړل. کله چې هر اسراییلی د حاصلخېزه پټي څخه تېرېده په هغه باندې به یې تیږه غورځوله ترڅو ټول پټي په تیږو باندې پټ شول. همدارنګه یې ښې ونې ووهلې او د اوبو چینې یې بندې کړې.په پای کې یواځې د هغوی پایتخت د قیر حارست ښار جوړ پاتې شو، مګر هغو عسکرو چې مچنوغزې ورسره وې نوموړی ښار کلابند کړ او برید یې ورباندې وکړ.

26. کله چې د موآب پاچا میشع ولیدل چې ماتې خوري، نو اووه سوه عسکر یې چې تورې ورسره وې د ځانه سره یوړل او هڅه یې وکړه چې د جګړې هغه کرښه ماته کړي چې ادومي لښکرې پکې ځای په ځای شوې وې، مګر هغه ناکام شو.

27. نو هغه خپل مشر زوی چې د هغه څخه وروسته باید پاچا شوی وای ونیوه او هغه یې د ښار په دېوال باندې د نذرانې په توګه قرباني کړ. د اسراییلي لښکرو زړونه د دې کار په لیدلو سره دومره د نفرت څخه ډک شول چې ښار یې پرېښود او بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

About دوهم پادشاهان Chapter 3

Read دوهم پادشاهان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 3?

دوهم پادشاهان Chapter 3 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 5
  2. دوهم پادشاهان Chapter 21
  3. دوهم پادشاهان Chapter 7
  4. دوهم پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم پادشاهان Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 8
  7. دوهم پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. اول تواریخ Chapter 12
  2. اشعیا Chapter 35
  3. خروج Chapter 30
  4. نحمیا Chapter 3
  5. دوهم پادشاهان Chapter 1
  6. نحمیا Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 27

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 10
  2. ایوب Chapter 4
  3. زبور Chapter 113
  4. طیطوس Chapter 3
  5. لاویان Chapter 15
  6. خروج Chapter 1
  7. پیدایښت Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *