Read دوهم پادشاهان Chapter 25 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 25
فصل 25
1. نو د صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره اورشلیم ته راغی. هغوی د ښار څخه بیرون خپلې خېمې ودرولې او د هغه ګردچاپېره یې د خاورو څخه جوړ شوي دېوال ته د ختلو لاره جوړه کړه.
2. اورشلیم یې د صدقیا د پاچاهۍ تر یوولسم کاله پورې تر محاصرې لاندې ونیو.
3. د هماغه کال د څلورمې میاشتې په نهمه ورځ دومره سخته قحطي شوه چې خلکو ته د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو
4. او څپرکیلیانو د ښار دېوالونه سوري کړل. که څه هم ښار د هغوی له خوا کلابند ؤ د شپې له خوا پاچا او ټول عسکر وتښتېدل. هغوی د شاهي باغ د هغې دروازې له لارې لاړل چې د دوو دېوالونو په منځ کې وه او د اردن د درې خواته روان شول.
5. مګر د څپرکیلیانو لښکر پاچا تعقیب کړ او د اریحا ډاګ ته نژدې هغه پسې ورورسېدل. نو د هغه ټولو عسکرو هغه پرېښود او هرې خواته خپاره شول.
6. صدقیا ونیول شو او نبوکدنصر پاچا ته چې په ریبله کې ؤ یوړل شو. په هغه ځای کې نبوکدنصر، صدقیا محاکمه کړ او هغه په سزا محکوم شو.
7. د صدقیا زامن یې د هغه په مخ کې ووژل. د صدقیا سترګې یې راوویستلې، په زنځیرونو یې وتاړه او څپرکیل ته یې یووړ.
8. د څپرکیل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ د نولسم کال د پنځمې میاشتې په اوومه ورځ، نبوزرادان د پاچا سلاکار او د هغه د ساتونکو قوماندان اورشلیم ته ورننوت.
9. هغه د څښتن کور، شاهي ماڼۍ او په اورشلیم کې ټولې مهمې ودانۍ وسوځولې
10. او د هغه ټولو عسکرو چې د هغه سره وو د ښار دېوالونه راوغورځول.
11. بیا نبوزرادان هغه خلک چې په ښار کې پاتې وو، د هغو نفرو په شمول چې څپرکیلیانو ته تسلیم شوي وو، څپرکیل ته بوتلل.
12. مګر هغه په یهودا کې ځینې غریب خلک پرېښودل چې د انګورو په باغونو او پټیو کې کار وکړي.
13. څپرکیلیانو هغه برنجي ستنې او ګاډۍ ګانې چې د څښتن په کور کې وې د لویې برنجي ټانکۍ سره یوځای ټوټې ټوټې کړلې او ټول برنج یې څپرکیل ته یوړل.
14. همدارنګه هغوی بېلچې، د قربانۍ د ځای څخه د ایرو د لیرې کولو لوښي، د څراغونو د پلتو پاکوونکي، د قربانیو د وینو کاسې، د خوشبویۍ د سوځولو کاسې او نور ټول هغه برنجي سامان چې د خدای په کور کې د خدمت دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده، یوړل.
15. هغوی هغه ټول شیان هم یوړل چې د سرو یا سپینو زرو څخه جوړ شوي وو چې په هغو کې د وینو د شیندلو کاسې او د اور لوښي شامل وو.
16. دوه برنجي ستنې، برنجي ګاډۍ ګانې او لویه برنجی ټانکۍ، چې سلیمان د څښتن د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره درانده وو چې نه وزن کېدل.
17. دواړه ستنې یو شان وې. د هرې ستنې لوړوالی اته متره ؤ چې د هغه په سر باندې برنجي تاج ؤ چې یو متر او دېرش سانتي لوړوالی یې درلود. د هر تاج ګردچاپېره یو برنجي جال ؤ چې په برنجي انارو باندې ښکلی کړای شوی ؤ.
18. برسېره پردې، نبوزرادان قوماندان، مشر کاهن سرایا، دویم کاهن سفنیا او د خدای د کور درې مهم ماموران د اسیرانو په توګه ونیول.
19. نبوزرادان د هغه ښار څخه د لښکرو قوماندان، د پاچا هغه پنځه شخصي سلاکاران چې په ښار کې پاتې وو، د قوماندان مرستیال چې د جګړې دپاره د عسکرو د راغونډولو مسؤول ؤ او نور شپېته تنه ونیول.
20. نبوزرادان هغوی د څپرکیل پاچا ته چې د حمات په خاوره کې د ریبله په ښار کې ؤ، بوتلل.
21. نو پاچا هغوی هلته اعدام کړل.
22. د څپرکیل پاچا نبوکدنصر د اخیقام زوی جدلیا چې د شافان لمسی ؤ، هغه یې د هغو ټولو نفرو چې څپرکیل ته نه وو وړل شوي او په یهودا کې پاتې وو د والي په توګه وټاکه.
23. کله چې د یهودا عسکري منصبدارانو او عسکرو چې تسلیم شوي نه وو، واورېدل چې د څپرکیل پاچا، جدلیا د والي په توګه ټاکلی دی، هغوی په مصفه کې د جدلیا سره وکتل. هغه منصبداران دا وو: اسماعیل د نتنیا زوی، یوحانان د قریح زوی، سرایا د تنحومت زوی چې د نطوفې د ښارګوټي اوسېدونکی ؤ او یازنیا چې د معکې څخه ؤ.
24. جدلیا د هغوی سره قسم وخوړ: <تاسو باید ډاډه اوسئ.> زیاته یې کړه: <د څپرکیل د پاچا د مامورانو څخه مه وېرېږئ. په دې خاوره کې واوسېږئ او د پاچا خدمت وکړئ، نو ستاسو ټول کارونه به ښه په مخ روان وي.>
25. مګر د هماغه کال په اوومه میاشت اسماعیل چې د نتنیا زوی، د الیشمع لمسی او د شاهي کورنۍ غړی ؤ، د لسو نفرو سره مصفې ته لاړ، په جدلیا باندې یې برید وکړ او هغه یې وواژه. همدارنګه هغه یهودیان او څپرکیلیان یې هم ووژل چې د هغه سره په هغه ځای کې وو.
26. بیا ټول خلک که غریبان وو یا شتمن د عسکري منصبدارانو سره یوځای مصر ته وتښتېدل، ځکه چې هغوی د څپرکیلیانو څخه وېرېدل.
27. د یهودا د پاچا یهویاکین د جلاوطنۍ د اووه دېرشم کال د دولسمې میاشتې په اووه ویشتمه ورځ، اویل مرودک د څپرکیل پاچا شو. هغه یهویاکین د زندان څخه آزاد کړ.
28. اویل مرودک د هغه سره په مهربانۍ چلند وکړ او هغه ته یې د هغو پاچاهانو په پرتله چې د هغه سره په څپرکیل کې اوسېدل ډېر لوړ مقام ورکړ.
29. نو یهویاکین نور د زندان کالي وانغوستل، او د ژوند تر پایه پورې یې د پاچا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله.
30. ترڅو پورې چې یهویاکین ژوندی ؤ د پاچا له خوا هغه ته به هره ورځ د هغه د اړتیاوو مصرف ورکول کېده.
About دوهم پادشاهان Chapter 25
Read دوهم پادشاهان Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 25?
دوهم پادشاهان Chapter 25 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 85
- تثنیه Chapter 11
- خروج Chapter 33
- ایوب Chapter 27
- حزقیال Chapter 4
- واعظ Chapter 11
- زبور Chapter 28