دوهم پادشاهان Chapter 8

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 8 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پادشاهان 8

فصل 8

1. الیشع هغې ښځې ته چې د هغې زوی یې بېرته راژوندی کړی ؤ وویل: <د خپلې کورنۍ سره کوم بل ځای ته لاړه شه او هلته د یو څه مودې دپاره واوسېږه، ځکه چې څښتن په دې هېواد باندې قحطي راولي او هغه به تر اوو کالو پورې دوام وکړي.>

2. لکه څنګه چې د خدای نبي الیشع ویلي وو هغې ښځې کټ مټ هماغسې وکړل او هغه لاړه چې د فلسطینیانو په هېواد کې واوسیږي. هغه د خپلې کورنۍ سره اووه کاله په هغه ځای کې واوسېدله.

3. د اوو کالو په پای کې، هغه اسراییلو ته راستنه شوه، پاچا ته لاړه او ورته زارۍ یې وکړې چې کور او جایداد یې بېرته ورکړل شي.

4. په دې وخت کې، پاچا د الیشع د خدمتګار جیحزي سره خبرې کولې. د هغه څخه یې وغوښتل چې د الیشع د ټولو حیرانوونکو کارونو په هکله معلومات ورکړي.

5. په داسې حال کې چې جیحزي هغه ته د هغه مړ هلک په هکله چې الیشع بېرته راژوندی کړی ؤ خبرې کولې، هغه ښځه د خپل زوی سره راورسېدله چې پاچا ته عرض وکړي. جیحزي وویل: <ای اعلیحضرته! هغه ښځه دا ده او دا د هغه زوی دی چې الیشع راژوندی کړی دی.>

6. پاچا هغې ښځې ته وویل چې خپله کیسه بیان کړي او هرڅه چې پېښ شوي وو هغې ورته بیان کړل. بیا پاچا د خپلو درباریانو څخه یو تن ته وویل: <ټول جایداد هغې ته بېرته ورکړه، برسېره پردې د ځمکې عایدات د هغې ورځې نه چې هغه له دې ځای نه تللې وه تر اوسه پورې هم ورکړه.>

7. الیشع هغه وخت دمشق ته لاړ چې د سوریې پاچا بنهدد ناروغ ؤ. کله چې پاچا ته یې خبر ورکړ چې الیشع دلته راغلی دی،

8. هغه حزاییل ته وویل: <د خدای د نبي الیشع دپاره د ځان سره یو سوغات واخله، لاړ شه، د هغه سره وګوره او ورته ووایه چې د څښتن څخه پوښتنه وکړي چې زه به روغ شم که نه.>

9. بیا حزاییل د څلوېښتو اوښانو سره چې د دمشق ډېر ښه تولیدات ورباندې بار وو روان شو او الیشع ته یې د سوغات په توګه یوړل. هغه نبي راپیدا کړ او ورته ویې ویل: <ستاسو خدمتګار بنهدد پاچا زه ستاسو حضور ته رالېږلی یم ترڅو په دې پوه شم چې هغه به روغ شي که نه.>

10. الیشع حزاییل ته وویل: <هغه ته ووایه چې ته به روغ شې، مګر څښتن ماته مخکې فرمایلي وو چې په حقیقت کې به بنهدد خامخا مړ شي.>

11. الیشع حزاییل ته داسې په ځیر کتل تر هغې چې هغه وشرمېده، بیا الیشع وژړل.

12. حزاییل پوښتنه وکړه: <ای ښاغلیه، ولې ژاړئ؟>الیشع ځواب ورکړ: <ځکه زه پوهېږم چې ته به د اسراییلو قوم ته ډېر زیان ورسوې. ته به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه وسوځوې او د هغوی ځوانان به ووژنې. د هغوی اولادونه به ټوټې ټوټې کړې او د هغوی د امیدوارو ښځو ګېډې به هم څیرې کړې.>

13. حزاییل ځواب ورکړ: <زما په شان یو معمولي انسان دومره غټ کار څنګه کولی شي؟>الیشع ورته وویل: <ای حزاییله، څښتن ماته ښودلي دي چې ته به د سوریې پاچا شې.>

14. حزاییل بېرته بنهدد ته ورغی. بنهدد ورڅخه پوښتنه وکړه: <الیشع څه وویل؟>حزاییل ځواب ورکړ: <هغه وویل چې ته به هرومرو روغ شې.>

15. مګر په راتلونکې ورځ، حزاییل یوه کمپله راواخیسته، په اوبو کې یې خیشته کړه او د پاچا په مخ باندې یې کېښوده تر هغې پورې چې د هغه ساه بنده شوه او هغه مړ شو. بیا حزاییل د هغه په ځای پاچا شو.

16. په اسراییلو کې د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په پنځم کال، د یهوشافاط زوی یهورام د یهودا پاچا شو.

17. یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.

18. یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،

19. مګر څښتن نه غوښتل چې یهودا له منځه یوسي، ځکه چې هغه د خپل خدمتګار داود سره ژمنه کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.

20. د یهورام په پاچاهۍ کې، د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.

21. نو یهورام د خپلو ټولو جنګي ګاډیو سره صعیر ته روان شو، چې هلته ادومي لښکر هغوی کلابند کړل. د شپې هغه او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانانو کلابندي ماته کړه او د یهورام عسکر خپلو کورونو ته وتښتېدل.

22. یهودا هېڅکله ونه شو کولی چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول.

23. د یهورام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

24. یهورام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.

25. په اسراییلو کې د یورام د پاچاهۍ په دولسم کال، د یهورام زوی اخزیا د یهودا پاچا شو.

26. اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور عتلیا وه چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه.

27. څرنګه چې اخزیا د اخاب د کورنۍ سره د خېښۍ اړیکې درلودلې، نو هغه هم د هغوی په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.

28. اخزیا د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې برید وکړي. په دې جګړه کې سوریایانو یورام ټپي کړ.

29. نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې ټپ یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.

About دوهم پادشاهان Chapter 8

Read دوهم پادشاهان Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 8?

دوهم پادشاهان Chapter 8 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 7
  2. دوهم پادشاهان Chapter 5
  3. دوهم پادشاهان Chapter 21
  4. دوهم پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم پادشاهان Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 20
  7. دوهم پادشاهان Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. هوشع Chapter 1
  2. خروج Chapter 16
  3. خروج Chapter 6
  4. یوئیل Chapter 2
  5. دوهم پادشاهان Chapter 22
  6. زبور Chapter 54
  7. دوهم تواریخ Chapter 22

Related Chapters & Readings

  1. دوهم پادشاهان Chapter 2
  2. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1
  3. زبور Chapter 130
  4. نحمیا Chapter 2
  5. زبور Chapter 12
  6. ارمیا Chapter 20
  7. تثنیه Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *