دوهم پادشاهان Chapter 17

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 17 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم پادشاهان 17

فصل 17

1. په یهودا کې د آحاز د پاچاهۍ په دولسم کال، د ایله زوی هوشع د اسراییلو پاچا شو او هغه نهه کاله په سامره کې پاچاهي وکړه.

2. هوشع د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، مګر د هغه ګناه د اسراییلو د تېرو شویو پاچاهانو په پرتله کمه وه.

3. د آشور پاچا شلمناسر په هوشع باندې برید وکړ. هوشع هغه ته تسلیم شو او هر کال به یې هغه ته باج ورکاوه.

4. مګر وروسته هوشع د باج ورکولو څخه انکار وکړ او د مصر پاچا <سو> ته یې استازي ورولېږل چې د هغه سره مرسته وکړي. کله چې شلمناسر له دې خیانت څخه خبر شو، نو هوشع یې ونیوه او په زندان کې یې واچاوه.

5. بیا شلمناسر د اسراییلو په ټوله خاوره باندې برید وکړ او سامره یې درې کاله محاصره کړه.

6. د هوشع د پاچاهۍ په نهم کال، د آشور پاچا سامره ونیوله او اسراییلیان یې د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. ځینې یې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او پاتې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل.

7. دا هرڅه په دې خاطر وشول چې د اسراییلو قوم د خپل څښتن خدای په مقابل کې چې هغوی یې د مصر د پاچا څخه ژغورلي وو او د هغه هېواد څخه یې راویستلي وو، ګناه کړې وه. هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه

8. او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن هغوی د اسراییلیانو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. همدارنګه هغه رواجونه یې خپل کړل چې د اسراییلو پاچاهانو پیل کړي وو.

9. اسراییلیانو په پټه د خپل څښتن خدای په ضد داسې کارونه وکړل کوم چې هغه منع کړي وو. دوی د اوسېدو په خپلو ټولو ځایونو کې یعنې د کوچني کلي څخه نیولې تر لوی ښاره پورې غېر مجاز د عبادت ځایونه جوړ کړل.

10. هغوی په هرې غونډۍ باندې او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې د تیږو ستنې او د اشیره بتان جوړ کړل.

11. هغوی د عبادت په ټولو غېر مجاز ځایونو کې خوشبویي وسوځولې او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم د هغوی د خاورې څخه شړلي وو. هغوی په خپلو بدو عملونو سره د څښتن قهر راوپاراوه.

12. هغوی د څښتن د هغه حکم څخه سرغړونه کوله چې ورته ویلي وو: <د بتانو عبادت مه کوئ.>

13. څښتن خپل وړاندویونکي او نبیان ولېږل چې اسراییلو او یهودا ته خبرداری ورکړي: <خپلې بدې لارې پرېږدئ. زما د هغو حکمونو اطاعت وکړئ چې په شریعت کې دي او ستاسو نیکونو ته مې ورکړي وو او د خپلو خدمتګارانو نبیانو په وسیله مې تاسو ته رسولي وو.>

14. مګر اسراییلیانو اطاعت ونه کړ، د هغوی زړونه د خپلو هغو نیکونو په شان چې په خپل څښتن خدای یې باور نه درلود سخت وو.

15. هغوی د څښتن خبرداری او حکمونه له پامه وغورځول او هغه لوظ یې مات کړ چې د هغو د نیکونو سره یې کړی ؤ. هغوی د بې ارزښته بتانو عبادت کاوه او په خپله هم بې ارزښته شول. څښتن اسراییلیانو ته وویل چې <هغه کارونه مه کوئ کوم چې ستاسو شاوخوا پردي قومونه یې کوي>، مګر اسراییل د هماغو په شان شول.

16. هغوی د خپل څښتن خدای ټول قوانین مات کړل او د عبادت دپاره یې دوه فلزي سخوندران جوړ کړل. همدارنګه هغوی د اشیره بت جوړ کړ، د ستورو عبادت او د بعل د بت خدمت یې کاوه.

17. هغوی خپل زامن او لورګانې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کول، د کوډګرانو او فال کتونکو څخه به یې کار اخیست او خپل ځانونه یې په بشپړه توګه هغو کارونو ته وقف کړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ځکه یې د څښتن قهر راوپاراوه.

18. نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې له خپل حضور څخه وشړل. یواځې د یهودا قبیله پاتې شوه.

19. مګر حتی د یهودا خلکو هم د خپل څښتن خدای د قوانینو اطاعت ونه کړ، هغوی د هغو رواجونو چې د اسراییلو خلکو خپل کړي وو، پیروي وکړه.

20. څښتن ټول اسراییلیان ترک کړل، هغوی ته یې سزا ورکړه او لوټ مارانو ته یې په لاس ورکړل تر هغې چې آخر څښتن اسراییلیان د خپل حضور څخه وشړل.

21. کله چې څښتن اسراییل د یهودا څخه څیري او جلا کړل، اسراییلیانو د نباط زوی یروبعام خپل پاچا وټاکه. یروبعام هغوی د څښتن د پیروۍ څخه واړول او د هغوی د سختې ګناه سبب وګرځېد.

22. اسراییلیانو د یروبعام پیروي وکړه او د هغې ګناه څخه چې یروبعام کړې وه لاس وانخیست.

23. لکه څنګه چې څښتن د خپلو نبیانو په وسیله خبرداری ورکړی ؤ، نو آخر یې هغوی له خپل حضور څخه وشړل. نو د اسراییلو خلک آشور ته جلاوطني شول او تر اوسه پورې هلته اوسیږي.

24. د آشور پاچا د څپرکیل، کوت، عوا، حمات او سفروایم د ښارونو خلک بوتلل او هغوی یې د سامرې په ښارونو کې د جلاوطنو اسراییلیانو په ځای مېشت کړل. هغوی دا ښارونه ونیول او هلته استوګن شول.

25. څرنګه چې دغو خلکو په سر کې د څښتن عبادت نه کاوه، نو څښتن زمریان ورولېږل چې په هغوی باندې برید وکړي. زمریانو له هغو څخه ځینې ووژل.

26. د آشور پاچا خبر شو چې هغه خلک چې هغه د سامرې ښارونو ته بیولي دي د هغه وطن د خدای په قانون باندې نه پوهیږي، نو خدای هلته زمریان ورولېږل چې هغوی ووژني.

27. نو د آشور پاچا داسې امر وکړ: <د هغو کاهنانو څخه چې مونږ د اسیرانو په توګه راوستي دي یو نفر بېرته ولېږئ. هغه دې لاړ شي او هلته دې واوسیږي، د دې دپاره چې خلکو ته د هغه وطن د خدای قانون وروښایي.>

28. نو د اسراییلي کاهنانو څخه یو تن چې له سامرې څخه جلاوطنه شوی ؤ، لاړ چې په بیت ییل کې واوسیږي. بیا یې خلکو ته وښودل چې څنګه د څښتن عبادت وکړي.

29. مګر هغو خلکو چې په سامره کې ځای په ځای شوي وو، هر یو قوم د خپلو بتانو جوړولو ته دوام ورکړ او هغه یې د عبادت په هغو ځایونو کې کېښودل چې اسراییلیانو جوړ کړي وو.

30. د څپرکیل خلکو د سکوت بنوت بتان، د کوت خلکو د نرجل بتان، د حمات خلکو د اشیما بتان،

31. د عوا خلکو د نبحز او ترتاک بتان جوړ کړل او د سفروایم خلکو خپل ماشومان د سوځېدونکو نذرانو په توګه خپلو بتانو یعنې ادرملک او عنملک ته قرباني کړل.

32. دغو خلکو د څښتن عبادت هم کاوه او له خپل منځ څخه یې هر قسم خلک غوره کړل چې د عبادت د هغو ځایونو لپاره د کاهنانو په توګه خدمت وکړي او په هغه ځایونو کې د هغوی دپاره قربانۍ وړاندې کړي.

33. په دې توګه هغوی هم د څښتن عبادت کاوه او هم یې د هغه هېوادونو د رواجونو له مخې چې هغوی ورڅخه راغلي وو، د خپلو بتانو عبادت کاوه.

34. هغوی تر نن ورځې پورې په خپلو زړو رواجونو باندې ټینګ ولاړ دي. هغوی د څښتن عبادت نه کوي او نه د هغو قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي چې څښتن د یعقوب اولادې ته ورکړي وو. (وروسته څښتن د یعقوب نوم په اسراییل بدل کړ.)

35. څښتن د اسراییلیانو سره لوظ کړی ؤ او هغوی ته یې حکم کړی ؤ: <د نورو خدایانو عبادت مه کوئ. هغوی ته سجده مه کوئ، د هغوی خدمت مه کوئ او هغوی ته قربانۍ مه وړاندې کوئ.

36. یواځې زما عبادت کوئ! زه هغه څوک یم چې تاسو یې په خپل لوی قوت سره د مصر څخه راوویستلئ. تاسو باید ماته سجده وکړئ او ماته قربانۍ وړاندې کړئ.

37. تاسو باید تل زما د هغو قوانینو او حکمونو اطاعت وکړئ چې ستاسو دپاره مې لیکلي دي. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ

38. او هغه لوظ چې تاسو سره مې کړی ؤ هغه باید هېر نه کړئ. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ.

39. تاسو باید زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ او زه به تاسو د ټولو دښمنانو څخه وژغورم.>

40. مګر هغو خلکو چې په اسراییلو کې اوسېدل دا حکم یې قبول نه کړ او د خپلو زړو رواجونو پیروۍ ته یې دوام ورکړ.

41. هغوی د څښتن عبادت کاوه، مګر د خپلو بتانو عبادت یې هم کاوه. د هغوی اولادونه تر نن ورځې پورې هماغه کار کوي.

About دوهم پادشاهان Chapter 17

Read دوهم پادشاهان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 17?

دوهم پادشاهان Chapter 17 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 5
  2. دوهم پادشاهان Chapter 7
  3. دوهم پادشاهان Chapter 21
  4. دوهم پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم پادشاهان Chapter 8
  6. دوهم پادشاهان Chapter 20
  7. دوهم پادشاهان Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. واعظ Chapter 12
  2. زبور Chapter 79
  3. زبور Chapter 121
  4. عبدي Chapter 1
  5. حزقیال Chapter 35
  6. پیدایښت Chapter 25
  7. زبور Chapter 75

Related Chapters & Readings

  1. اول سموئیل Chapter 27
  2. اول تواریخ Chapter 28
  3. متلونه Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 9
  5. دوهم تواریخ Chapter 26
  6. اول پطروس Chapter 2
  7. پیدایښت Chapter 35
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *