Read دوهم پادشاهان Chapter 22 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 22
فصل 22
1. یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یدیده ؤ، هغه د عدایه لور وه چې د بصقت د ښارګوټي څخه ؤ.
2. یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت کاوه.
3. د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال، هغه د اصلیا زوی شافان چې د مشلام لمسی ؤ او د دربار منشي ؤ د دغه حکم سره د څښتن کور ته ولېږه:
4. <مشر کاهن حلقیا ته ورشه او د هغو پیسو مقدار معلوم کړه چې د څښتن د کور د دروازې ساتونکو د خلکو څخه راټولې کړې دي.
5. هغوی ته ووایه چې دا پیسې هغو ټېکادارنو ته ورکړي چې د څښتن د کور د بیاجوړونې مسؤولیت لري. دوی باید هغه
6. ترکاڼانو، معمارانو او خټګرانو ته ورکړي او همدارنګه هغه لرګي او توږل شوې تیږې دې واخلي چې په بیاجوړونه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
7. هغه خلک چې د کار مسؤولیت په غاړه لري هغوی صادق خلک دي، نو دې ته اړتیا نشته چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغواړو.>
8. حلقیا، شافان منشي ته وویل: <ما دلته د څښتن په کور کې د شریعت یو کتاب موندلی دی.> هغه دا کتاب شافان ته ورکړ او هغه ولوست.
9. نو شافان بېرته پاچا ته ورغی او هغه ته یې خبر ورکړ: <هغه پیسې چې د څښتن په کور کې وې هغه ستاسو خدمتګارانو واخیستې او هغو ټېکادارنو ته یې وروسپارلې چې د بیاجوړونې مسؤولیت یې په غاړه دی.>
10. شافان زیاته کړه: <حلقیا ماته یو کتاب راکړی دی> او هغه یې پاچا ته په لوړ آواز ولوست.
11. کله چې پاچا د شریعت د کتاب خبرې واورېدلې، له غمه یې خپل کالي وشلول.
12. هغه حلقیا کاهن، د شافان زوی اخیقام، د میکایا زوی عکبور، شافان د دربار منشي او د پاچا خدمتګار عسایا ته دغه حکم ورکړ:
13. <لاړ شئ او د څښتن سره زما او د یهودا د ټولو خلکو دپاره د دې کتاب د هدایاتو په اړه مشوره وکړئ. څښتن په مونږ باندې ډېر په قهر دی ځکه څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي زمونږ نیکونو په هغو باندې عمل نه دی کړی.>
14. حلقیا، اخیقام، عکبور، شافان او عسایا لاړل چې د یوې پیغمبرې سره چې حلده نومېده، مشوره وکړي. هغه د اورشلیم د ښار په نوې سیمه کې اوسېدله (د هغې مېړه شلوم نومېده چې د تقوه زوی او د حرحس لمسی ؤ، هغه د خدای د کور د کالیو د ساتلو مسؤولیت په غاړه درلود). نو څه چې پېښ شوي وو هغې ته یې بیان کړل.
15. هغې ورته وویل چې پاچا ته بېرته لاړ شي او هغه ته د اسراییلو د څښتن خدای دغه پیغام ورکړي:
16. <څښتن داسې وایي: د دې کتاب د لیکنې په مطابق چې د یهودا پاچا لوستلی دی، زه به په دې ځای او د دې ځای په خلکو باندې بلا راولم.
17. هغوی زه پرېښودم او نورو خدایانو ته یې خوشبویي وسوځولې، په خپلو ټولو کارونو یې زما قهر راپارولی دی. نو زما قهر به د اورشلیم په مقابل کې سوړ نه شي.
18. خو د یهودا پاچا په اړه چې تاسو یې د څښتن د مشورې دپاره رالېږلي یئ هغه ته ووایئ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: تا د دې کتاب کلام اورېدلی دی.
19. کله چې تا واورېدل چې ما د دې ځای او د هغه د اوسېدونکو په ضد داسې خبرې وکړې چې هغه به ویجاړ او لعنتي شي، تا توبه وویستله، د تواضع سر دې زما په وړاندې ټیټ کړ، خپل کالي دې وشلول او زما په مخکې دې وژړل، نو ما ستا دعا قبوله کړه.
20. په دې خاطر زه به تا پرېږدم چې په آرامۍ سره مړ شې. ستا د مرګ څخه وروسته به اورشلیم په بلا اخته کړم.> نو هغوی یوشیا پاچا ته دا پیغام ورورساوه.
About دوهم پادشاهان Chapter 22
Read دوهم پادشاهان Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 22
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 22?
دوهم پادشاهان Chapter 22 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 15
- تثنیه Chapter 6
- زبور Chapter 48
- شمېر Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 5
- حبقوق Chapter 3
- دوهم سموئیل Chapter 3