Read دوهم پادشاهان Chapter 21 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 21
فصل 21
1. منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم حفصیبه ؤ.
2. منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو.
3. هغه سیمه یز د عبادت ځایونه چې د هغه پلار حزقیا له منځه وړي وو، منسي هغه بېرته جوړ کړل. هغه د بعل د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او د اشیره بت یې جوړ کړ لکه څنګه چې د اسراییلو پاچا اخاب جوړ کړی ؤ. منسي د ستورو عبادت هم کاوه.
4. هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل د کوم په اړه چې څښتن ویلي وو: <په دې ځای کې باید زما عبادت وشي.>
5. هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل.
6. هغه خپل زوی د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. هغه به فالونه کتل او د فال کتونکو او کوډګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په مقابل کې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه.
7. هغه د اشیره بت د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه څښتن داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: <دلته په اورشلیم کې، په دې کور کې، دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به پکې زما عبادت کیږي.
8. که چېرې د اسراییلو قوم زما د ټولو حکمونو څخه اطاعت وکړي او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې زما خدمتګار موسیٰ هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.>
9. مګر د یهودا خلکو د څښتن اطاعت ونه کړ او منسي په هغوی باندې د هغې څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه کوم چې څښتن د هېواد څخه د خپل قوم د وړاندې تګ په وخت کې شړلي وو.
10. څښتن د خپلو خدمتګارانو یعنې نبیانو په وسیله وویل:
11. <منسي پاچا داسې ناوړه کارونه وکړل چې د اموریانو د کارونو څخه بدتر وو او په خپلو بتانو یې د یهودا خلک په ګناه باندې اخته کړل.
12. نو زه د اسراییلو څښتن خدای به په اورشلیم او یهودا باندې داسې بلا راولم چې هرڅوک خبر شي هغه به هک حیران شي.
13. زه به اورشلیم ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې سامرې او د اسراییلو پاچا اخاب او د هغه اولادې ته ورکړې وه. زه به اورشلیم د هغه د خلکو څخه داسې پاک کړم لکه د یو قاب خواړه چې په بشپړه توګه خوړل کیږي.
14. هغه خلک چې ژوندي پاتې کیږي د هغو څخه به مخ واړوم او هغوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړم. هغوی به ورباندې فتح ومومي او وطن به یې لوټ کړي.
15. زه د خپل قوم سره دا کار ځکه کوم چې هغوی داسې کارونه کړي دي چې زه ورڅخه کرکه لرم. له هغه وخت څخه چې د هغوی نیکونه د مصر څخه راوتلي دي تر نن ورځې پورې یې زما قهر راپارولی دی.>
16. برسېره پردې چې منسي د یهودا خلک د بت پرستۍ خواته واړول او د دې سبب شو چې هغوی د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي، هغه دومره ډېر بې ګناه خلک ووژل چې د اورشلیم په کوڅو کې وینې بهېدلې.
17. نور ټول هغه کارونه چې منسي کړي وو چې په هغو کې هغه ګناهونه هم شامل دي چې هغه کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
18. منسي مړ شو او د خپلې ماڼۍ په باغ کې یعنې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.
19. آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم مشلمت ؤ، هغه د حاروز لور وه چې د یطبه د ښارګوټي څخه ؤ.
20. هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه.
21. هغه د خپل پلار لاره غوره کړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ چې د هغه پلار یې عبادت کاوه.
22. هغه د خپلو نیکونو څښتن خدای پرېښود او د څښتن د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.
23. د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه.
24. د یهودا خلکو د آمون قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.
25. د آمون د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
26. آمون په خپله هدیره کې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی یوشیا د هغه په ځای پاچا شو.
About دوهم پادشاهان Chapter 21
Read دوهم پادشاهان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 21
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 21?
دوهم پادشاهان Chapter 21 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
- دوهم پادشاهان Chapter 19
Explore More from زوړ عهد
- مرثیې Chapter 3
- اول تواریخ Chapter 27
- قاضیان Chapter 9
- عاموس Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 16
- شمېر Chapter 36
- ارمیا Chapter 12