دوهم پادشاهان Chapter 15

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 15 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پادشاهان 15

فصل 15

1. په اسراییلو کې د یروبعام د پاچاهۍ په اووه ویشتم کال د امصیا زوی عزیا د یهودا پاچا شو.

2. هغه د شپاړس کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې دوه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یکلیا ؤ چې د اورشلیم څخه وه.

3. عزیا د خپل پلار په شان د څښتن اطاعت کاوه او ښه کارونه یې کول.

4. که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول او خلکو لا هم هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

5. څښتن عزیا د جذام په مرض اخته کړ او د عمر تر پایه پورې په هغه رنځ رنځور پاتې شو. هغه په خپل کور کې یواځې اوسېده. د هغه زوی یوتام د ماڼۍ او هېواد واک درلود.

6. د عزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

7. عزیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یوتام د هغه په ځای پاچا شو.

8. په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په اته دېرشم کال د یروبعام زوی زکریا د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې شپږ میاشتې پاچاهي وکړه.

9. زکریا د خپلو نیکونو په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د نباط د زوی د یروبعام بده لاره غوره کړه، څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.

10. د یابیش زوی شلوم د زکریا په ضد دسیسه جوړه کړه او د خلکو په مخکې یې وواژه. بیا شلوم د هغه په ځای پاچا شو.

11. د زکریا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

12. په دې توګه څښتن د ییهو سره خپله هغه وعده سرته ورسوله چې ویلي یې وو: <د اسراییلو راتلونکي څلور پاچاهان به ستا د کورنۍ څخه وي.> او همداسې وشول.

13. په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال شلوم د اسراییلو پاچا شو. هغه یوه میاشت په سامره کې پاچاهي وکړه.

14. وروسته د جادي زوی مناحیم د ترزې څخه سامرې ته راغی، شلوم یې هلته وواژه او په خپله د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.

15. شلوم چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې هرڅه کړي دي، د هغې دسیسې په شمول چې د زکریا په ضد یې کړې وه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

16. مناحیم د ترزه څخه د تګ په حال کې، د تفسح ښار، د هغه اوسېدونکي او ګردچاپېره سیمې په بشپړه توګه له منځه یوړې، ځکه چې دا ښار ده ته نه ؤ تسلیم شوی. هغه حتی د ټولو امیدوارو ښځو ګېډې هم څیرې کړې.

17. په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال مناحیم د جادي زوی د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې لس کاله پاچاهي وکړه.

18. هغه د خپل ژوند تر پایه پورې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.

19. د مناحیم د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. مناحیم، تغلت فلاسر ته څلور دېرش ټنه سپین زر ورکړل، ترڅو تغلت فلاسر د هغه سره د پاچاهۍ د واک په ساتلو کې مرسته وکړي.

20. نو مناحیم په اسراییلو کې په هر شتمن نفر باندې حکم وکړ چې هغه ته نیم نیم کیلوګرامه سپین زر ورکړي او دا ټول هغه د آشور پاچا ته ورکړل. نو د آشور پاچا برید ودراوه او د اسراییلو څخه لاړ.

21. د مناحیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

22. مناحیم مړ او ښخ شو. بیا د هغه زوی فقحیا د هغه په ځای پاچا شو.

23. په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په پنځوسم کال فقحیا د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې دوه کاله پاچاهي وکړه.

24. هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.

25. د رملیا زوی فقح د فقحیا د لښکر قوماندان ؤ، مګر هغه د پاچا د وژلو دپاره پلانونه جوړ کړل. نو هغه د پنځوسو تنو جلعادیانو سره په سامره کې د ماڼۍ تر ټولو قوي برخې ته ورننوتل او فقحیا پاچا یې په قتل ورساوه. د پاچا سره یې دوه نور سړي چې ارجوب او اریه نومېدل هم په قتل ورسول. بیا فقح د هغه په ځای پاچا شو.

26. د فقحیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

27. په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملیا زوی فقح د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شل کاله پاچاهي وکړه.

28. هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې غوره کړه څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.

29. د فقح د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. هغه د عیون، آبل بیت معکې، یانواح، قادش او حاصور ښارونه او همدارنګه د جلعاد، جلیل او د نفتالي ټولې سیمې هم ونیولې. بیا هغه اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته یوړل.

30. په یهودا کې د یوتام د پاچاهۍ په شلم کال د ایله زوی هوشع د فقح په ضد دسیسه جوړه کړه او هغه یې په قتل ورساوه. بیا هوشع د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.

31. د فقح د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

32. په اسراییلو کې د فقح د پاچاهۍ په دویم کال د عزیا زوی یوتام د یهودا پاچا شو.

33. یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه.

34. یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو.

35. دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه. که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول، لا هم خلکو هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

36. د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

37. د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د لومړي ځل دپاره څښتن د سوریایي پاچا رزین او د اسراییلو پاچا فقح ولېږل چې په یهودا باندې برید وکړي.

38. یوتام مړ شو او د هغه د نیکه داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای پاچا شو.

About دوهم پادشاهان Chapter 15

Read دوهم پادشاهان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 15
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 15?

دوهم پادشاهان Chapter 15 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 5
  2. دوهم پادشاهان Chapter 21
  3. دوهم پادشاهان Chapter 7
  4. دوهم پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم پادشاهان Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 8
  7. دوهم پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 56
  2. اول پادشاهان Chapter 4
  3. استر Chapter 4
  4. میکاه Chapter 7
  5. زکریا Chapter 13
  6. قاضیان Chapter 21
  7. مرثیې Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 31
  2. تثنیه Chapter 13
  3. هوشع Chapter 11
  4. قاضیان Chapter 16
  5. ایوب Chapter 18
  6. زبور Chapter 137
  7. زبور Chapter 133
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *