دوهم پادشاهان Chapter 10

For English

Read دوهم پادشاهان Chapter 10 Online

Read دوهم پادشاهان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم پادشاهان 10

فصل 10

1. د اخاب اویا زامن په سامره کې اوسېدل. نو ییهو د هغه ښار مهمو مامورانو، مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو ته لیک ورولېږه. په لیک کې هغه داسې لیکلي وو:

2. <ستاسو ښار قوي دی او د جنګي ګاډیو، آسونه او وسلو سره ستاسو څخه دفاع کیږي. او زه پوهېږم چې د اخاب پاچا زامن ستاسو سره اوسیږي. نو څنګه چې تاسو دغه لیک ولوست،

3. تاسو د اخاب د زامنو څخه چې تر ټولو ښه وي د پاچا په توګه وټاکئ او بیا د هغه د دفاع دپاره وجنګېږئ.>

4. هغوی دا لیک ولوست او ډېر ووېرېدل. هغوی یو او بل ته وویل: <نه یورام پاچا او نه اخزیا پاچا د هغه په مقابل کې مقاومت کړی دی، نو مونږ به یې څنګه وکړو؟>

5. د ماڼۍ آمر، د ښار ښاروال، نورو مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو دغه ځواب ییهو ته ورولېږه: <ای اعلیحضرته! مونږ ستاسو خدمتګاران یو او څه چې مونږ ته وایئ مونږ به هماغسې کوو. مګر دا زمونږ کار نه دی چې څوک د پاچا په توګه وټاکو. هرڅه چې ستاسو په نظر کې ښه ښکاري هماغسې وکړئ.>

6. بیا ییهو یو بل لیک واستاوه چې په هغه کې ویل شوي وو: <که تاسو زما پلوي او اطاعت کوئ، نو هغه ثابت کړئ. د اخاب د زامنو سرونه ماته راوړئ! او سبا په همدې وخت باید دلته په یزرعیل کې حاضر شئ.>د اخاب پاچا زامن اویا تنه وو چې د ښار د ځینو مهمو خلکو سره اوسېدل او د هغوی ښوونه او روزنه یې کوله.

7. کله چې د ییهو دویم لیک راورسېد، هغو مهمو خلکو د اخاب ټول زامن ووژل. بیا یې د هغو سرونه په ټوکریو کې کېښودل او هغه یې ییهو ته چې په یزرعیل کې ؤ ولېږل.

8. کله چې یو استازي ییهو ته خبر ورکړ چې د اخاب د زامنو سرونه یې راوړي دي، هغه وویل: <دا سرونه د ښار په دروازه کې دوه ځایه ډېرۍ کړئ او تر سهاره پورې یې هلته پرېږدئ.>

9. په سهار کې، ییهو بیرون ووت. هغه د ټولو خلکو په مخ کې ودرېد او ویې ویل: <ای خلکو، تاسو هېڅ جرم نه دی کړی. ما د خپل بادار یورام په ضد دسیسه جوړه کړه او هغه مې وواژه. مګر دا ټول نفر چا ووژل؟

10. تاسو باید پوه شئ هرڅه چې څښتن د اخاب د اولادې په اړه ویلي وو، هغه سرته رسیږي. څښتن هغه کار وکړ چې وعده یې د خپل نبي ایلیا په وسیله کړې وه.>

11. بیا ییهو د اخاب نور خپلوان چې په یزرعیل کې اوسېدل، د هغه لوړ رتبه درباریان، د هغه کاهنان او د هغه ډېر نژدې دوستان ووژل. په یزرعیل کې د اخاب د کورنۍ څخه هېڅوک ژوندی پاتې نه شو.

12. ییهو سامرې ته روان شو او په لاره کې په هغه ځای کې چې شپانه به پکې راټولېدل

13. د یهودا د پاچا اخزیا د خپلوانو سره مخامخ شو. هغه پوښتنه وکړه: <تاسو څوک یئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د اخزیا خپلوان یو. مونږ د شازادګانو او د ملکه ایزابل د کورنۍ د لیدلو دپاره روان یو.>

14. ییهو خپلو سړیو ته وویل: <هغوی ژوندي ونیسئ!> نو هغوی یې ونیول او د شپنو د راغونډېدلو ځای ته نژدې د کندې غاړې ته یې بوتلل او هغه ټول دوه څلوېښت نفره یې ووژل.

15. څنګه چې ییهو روان شو، د رکاب زوی یهوناداب یې ولید چې د ده د لیدلو دپاره راروان ؤ. ییهو هغه ته ښه راغلاست ووایه، بیا یې زیاته کړه: <ای یهونادابه، زه ستا پلوي کوم. آیا ته هم زما پلوي کوې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یې کوم.>ییهو ځواب ورکړ: <نو خپل لاس دې ماته راکړه> او ییهو ورسره مرسته وکړه او په ګاډۍ کې یې سپور کړ.

16. او ییهو وویل: <زما سره راشه او وګوره چې زه څښتن ته څومره وفادار یم.>هغوی دواړه د ییهو په ګاډۍ کې سپاره شول.

17. لکه څنګه چې څښتن د ایلیا سره وعده کړې وه، کله چې هغوی سامرې ته ورسېدل، ییهو د اخاب ټول خپلوان ووژل، حتی یو یې هم ژوندی پرېنښود.

18. ییهو د سامرې ټول خلک سره راغونډ کړل او ورته ویې ویل: <اخاب پاچا د بعل لږ خدمت کاوه، خو زه به د هغه زیات خدمت وکړم.

19. زه غواړم چې هغه ته یوه لویه قرباني وړاندې کړم. نو د هغه ټول نبیان، کاهنان او عبادت کوونکي دلته راغونډ کړئ. هرڅوک چې رانغی هغه به ووژل شي.> مګر دا یو چل ؤ، ییهو په رښتیا سره دا پلان درلود چې د بعل عبادت کوونکي ووژني.

20. هغه وویل: <د بعل دپاره د عبادت ورځ اعلان کړئ!> وروسته له دې چې هغه ورځ اعلان شوه،

21. ییهو د اسراییلو ټول هېواد ته دا خبر ولېږه. د بعل ټول عبادت کوونکي راغلل، یو هم پاتې نه شو او د عبادت ځای له یو سر څخه تر بله سره پورې ډک شو.

22. ییهو د سپېڅلو چپنو مسؤول ته امر وکړ: <چپنې راوړه او هغه عبادت کوونکو ته ورکړه.>

23. وروسته ییهو او یهوناداب د عبادت ځای ته ننوتل او ییهو خلکو ته وویل: <شا او خواته وګورئ او متوجې اوسئ چې دلته باید یواځې د بعل عبادت کوونکي وي. هغه چاته چې د څښتن عبادت کوي د ننوتلو اجازه مه ورکوئ.>

24. بیا هغوی بعل ته د قربانۍ په وړاندې کولو باندې پیل وکړ.له مخکې څخه ییهو اتیا سړي له دې خبرداري سره بیرون ودرول: <دا ټول عبادت کوونکي ووژنئ! که چېرته ستاسو څخه چا حتی یو نفر هم پرېښود چې وتښتي نو هغه به د هغه په ځای وژل کیږي!>

25. څنګه چې ییهو د قربانۍ وړاندې کول پای ته ورسول، هغه ساتونکو او منصبدارانو ته وویل: <راننوځي او هغوی ووژنئ! یو هم مه پرېږدئ چې وتښتي.> هغوی د خپلو تورو سره ورننوتل، ټول یې ووژل او د هغوی مړي یې بیرون وغورځول. بیا هغوی د عبادت د ځای دنننۍ کوټې ته ننوتل،

26. د بعل بت یې وویست او هغه یې وسوځاوه.

27. بیا یې هغه ټوټې ټوټې کړ او هغوی د بعل د عبادت ځای بېخي له منځه یووړ. د عبادت ځای یې په تشناب باندې بدل کړ، چې تر نن ورځې پورې پاتې دی.

28. په دې ډول ییهو په اسراییلو کې د بعل عبادت له منځه یووړ.

29. خو هغه ګناه یې بنده نه کړه چې یروبعام پاچا کړې وه، څوک چې د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. هغوی د سرو زرو سخوندرانو د مجسمو عبادت کاوه، هغه چې یروبعام په بیت ییل او دان کې ایښې وې.

30. وروسته څښتن وویل: <ای ییهو، تا زما پلان چې د اخاب د کورنۍ په هکله مې درلود عملي کړ او دا ښه کار دې سرته ورساوه. نو زه ستا سره وعده کوم چې د اسراییلو راتلونکي څلور پاچاهان به ستا د خپلې کورنۍ څخه وي.>

31. مګر ییهو د اسراییلو د څښتن خدای د حکمونو څخه د زړه له کومي اطاعت ونه کړ. د هغه په ځای هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه وکړل چې یروبعام کړي وو او د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.

32. په هغو ورځو کې څښتن د اسراییلو د هېواد په کوچني کولو پیل وکړ. حزاییل د سوریې پاچا اسراییلو ته ماتې ورکړه.

33. حزاییل د اردن د سیند ختیځې سیمې یعنې د جلعاد او باشان سیمې او د ارنون سیند ته نژدې د عروعیر د ښارګوټي په شمال کې سیمه تر واک لاندې راوستلې. دا هغه سیمې وې چې د جاد، روبین او منسي قبیلې پکې اوسېدلې.

34. نور هغه ټول کارونه چې ییهو کړي دي چې په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه هم شامل دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

35. ییهو مړ او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهواخاز د هغه په ځای پاچا شو.

36. ییهو په سامره کې په اسراییلو باندې اته ویشت کاله پاچاهي کړې وه.

About دوهم پادشاهان Chapter 10

Read دوهم پادشاهان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پادشاهان Chapter 10?

دوهم پادشاهان Chapter 10 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-پادشاهان

  1. دوهم پادشاهان Chapter 5
  2. دوهم پادشاهان Chapter 7
  3. دوهم پادشاهان Chapter 21
  4. دوهم پادشاهان Chapter 4
  5. دوهم پادشاهان Chapter 17
  6. دوهم پادشاهان Chapter 8
  7. دوهم پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 9
  2. استر Chapter 5
  3. حزقیال Chapter 27
  4. اشعیا Chapter 51
  5. زبور Chapter 109
  6. تثنیه Chapter 8
  7. پیدایښت Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 5
  2. خروج Chapter 37
  3. اشعیا Chapter 21
  4. اشعیا Chapter 46
  5. ناحوم Chapter 2
  6. غزل غزلونه Chapter 2
  7. پیدایښت Chapter 21
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *