Read دوهم پادشاهان Chapter 1 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 1
فصل 1
1. د اخاب له مړینې څخه وروسته موآبیان د اسراییلیانو په وړاندې یاغي شول.
2. یوه ورځ اخزیا پاچا په سامره کې د خپلې ماڼۍ د دوېم پوړ د خونې د کړکۍ د جالۍ څخه راولوېد او سخت ټپي شو. نو د عقرون ښار ته یې استازي ولېږل چې د هغو د خدای یعنې بعل زبوب څخه پوښتنه وکړي چې هغه به روغ شي او که نه.
3. په همدې وخت کې د څښتن فرښتې، ایلیا نبي چې د تشبې څخه ؤ د پاچا استازو ته ولېږه چې د هغوی سره وګوري او داسې ووایي: <تاسو ولې د عقرون د خدای بعل زبوب سره سلا کوئ؟ آیا په اسراییلو کې خدای نشته؟
4. اخزیا ته داسې ووایئ: په دې خاطر چې داسې کار دې کړی دی نو ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې!> څنګه چې ایلیا ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل.
5. کله چې استازي بېرته پاچا ته راستانه شول هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: <ولې دومره ژر بېرته راغلئ؟>
6. هغوی ځواب ورکړ: <په لاره کې یو سړی زمونږ سره مخامخ شو او هغه مونږ ته وویل: راستانه شئ او خپل پاچا ته چې تاسو یې رالېږلي یئ ووایئ چې څښتن داسې وایي: آیا په اسراییلو کې خدای نشته چې ته د عقرون د خدای بعل زبوب څخه مشوره غواړې؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې.>
7. اخزیا پوښتنه وکړه: <هغه سړی څنګه ښکارېده؟>
8. هغوی ځواب ورکړ: <هغه ببر ویښتان درلودل او د څرمنې کمربند یې په ملا پورې تړلی ؤ.>اخزیا په ځواب کې وویل: <هغه ایلیا چې د تشبي څخه دی.>
9. نو هغه یو عسکري منصبدار د پنځوسو عسکرو سره ولېږه چې ایلیا راولي. په دې وخت کې ایلیا د غونډۍ دپاسه ناست ؤ. عسکري منصبدار هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې راښکته شه.>
10. ایلیا ځواب ورکړ: <که چېرې زه د خدای نبي یم نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.> ناڅاپه د اسمان څخه اور نازل شو او هغه عسکري منصبدار او د هغه نفر یې وسوځول.
11. اخزیا یو بل منصبدار او نور پنځوس عسکر ایلیا ته ورولېږل. هغه منصبدار وویل: <ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې ژر راښکته شه.>
12. ایلیا ځواب ورکړ: <که چېرې زه د خدای نبي یم، نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.> او خدای له اسمان څخه په هغه او د هغه په نفرو باندې اور نازل کړ.
13. اخزیا د درېم ځل دپاره یو عسکري منصبدار د نورو پنځوسو عسکرو سره ولېږه. هغه منصبدار غونډۍ ته وروخوت، ایلیا ته په ګونډو شو او زارۍ یې ورته وکړې: <ای د خدای نبي، په ما او په خپلو پنځوسو خدمتګارانو باندې رحم وکړئ او مونږ ژوندي پرېږدئ!
14. هغه دوه نور منصبداران او د هغوی عسکر چې مخکې ستاسو حضور ته راغلي وو هغه اور چې د اسمان څخه رانازل شوی ؤ هغوی یې له منځه یوړل، مګر په ما باندې رحم وکړئ!>
15. د څښتن فرښتې ایلیا ته وویل: <مه وېرېږه، د هغه سره لاړ شه.> نو ایلیا پاڅېد او د هغه منصبدار سره پاچا ته روان شو.
16. کله چې ایلیا ورورسېده، اخزیا ته یې وویل: <څښتن داسې فرمایي چې تا ولې د عقرون د خدای بعل زبوب څخه د پوښتنې دپاره استازي لېږلي وو؟ آیا په اسراییلو کې خدای نشته؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې.>
17. لکه څنګه چې څښتن د ایلیا په وسیله فرمایلي وو، اخزیا مړ شو. مګر په دې خاطر چې اخزیا زوی نه درلود، نو د هغه ورور یورام د هغه په ځای پاچا شو. دا پېښه د یهودا د پاچا یهوشافاط د زوی یهورام د پاچاهۍ په دویم کال کې وشوه.
18. د اخزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
About دوهم پادشاهان Chapter 1
Read دوهم پادشاهان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 1?
دوهم پادشاهان Chapter 1 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 7
- زکریا Chapter 7
- لاویان Chapter 18
- یشوع Chapter 24
- تثنیه Chapter 19
- لاویان Chapter 22
- پیدایښت Chapter 19