Read دوهم پادشاهان Chapter 20 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 20
فصل 20
1. په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل: <څښتن فرمایي چې خپل ټول کارونه دې برابر کړه، ځکه چې ته مړ کېږې او روغ به نه شې.>
2. حزقیا خپل مخ دېوال ته واړاوه او دعا یې وکړه:
3. <ای څښتنه، دا در په یاد کړه چې ما د زړه له کومي ستا خدمت کړی دی، تاته وفادار وم او تل مې دا کوښښ کړی دی چې هغه کار وکړم چې تا راڅخه غوښتنه کړې ده.> بیا یې ډېر سخت وژړل.
4. اشعیا د پاچا څخه لاړ، خو مخکې له دې چې هغه د ماڼۍ د منځنۍ حوېلۍ څخه تېر شي څښتن هغه ته وفرمایل:
5. <بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې فرمایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تاته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې.
6. زه به ستا ژوند پنځلس کاله نور هم زیات کړم. زه به تا او دغه ښار د آشور د پاچا له لاسه وژغورم. زه به د دې ښار څخه د خپل ځان او خپل خدمتګار داود په خاطر دفاع وکړم.>
7. بیا اشعیا د حزقیا خدمتګارانو ته وویل: <د انځرو مرهم تیاره کړئ.> هغوی همداسې وکړل او هغه یې د هغه په دانه باندې کېښودل او هغه روغ شو.
8. حزقیا د اشعیا څخه پوښتنه وکړه: <هغه به کومه نښه وي چې څښتن به ما روغ کړي او زه به په درېمه ورځ د څښتن کور ته لاړ شم؟>
9. اشعیا ځواب ورکړ: <څښتن به تاته یوه داسې نښه درکړي چې دا ثابته کړي چې هغه په خپلې وعدې باندې ولاړ دی. نو اوس ووایه چې په زینه باندې دې د لمر سیوری لس پوړۍ مخکې لاړ شي یا لس پوړۍ وروسته؟>
10. حزقیا ورته وویل: <سیوری تل مخکې ځي او دا اسانه کار دی. زه غواړم چې سیوری دې لس پوړۍ شاته لاړ شي.>
11. نو اشعیا نبي په څښتن باندې غږ وکړ او څښتن هغه سیوری چې د آحاز په زینه باندې راکوز شوی ؤ لس پوړۍ وروسته کړ.
12. په همدې وخت کې د څپرکیل پاچا د بلدان زوی، مرودک بلدان خبر شو چې حزقیا پاچا ناروغ ؤ، نو هغه د خپلو استازو په لاس حزقیا ته یو لیک او سوغات ورولېږل.
13. حزقیا استازو ته هرکلی ووایه او هغوی ته یې خپله شتمني، یعنې خپل سپین او سره زر، خپلې مسالې او عطرونه او خپل ټول عسکري سامان وروښودل. د هغه په تحویلخانو او یا د هغه په پاچاهۍ کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته یې نه وي ښودلی.
14. بیا اشعیا نبي حزقیا پاچا ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <دا خلک له کوم ځای څخه راغلي وو او تاته یې څه وویل؟>حزقیا ځواب ورکړ: <هغوی د یو ډېر لیرې وطن یعنې څپرکیل څخه راغلي وو.>
15. اشعیا پوښتنه وکړه: <ستا په ماڼۍ کې هغوی څه ولیدل؟>حزقیا ځواب ورکړ: <هغوی هرڅه ولیدل. په تحویلخانو کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته مې نه وي ښودلی.>
16. بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: <څښتن داسې فرمایي:
17. داسې وخت راتلونکی دی چې هرڅه چې ستا په ماڼۍ کې دي او هرڅه چې ستا نیکونو تر نن ورځې پورې ذخیره کړي دي، هغه به څپرکیل ته یوړل شي. هېڅ شی به پاتې نه شي.
18. ستا د خپلې اولادې څخه به ځینې په اسارت یوړل شي او هغوی به خسیان شي چې د څپرکیل د پاچا په ماڼۍ کې خدمت وکړي.>
19. حزقیا پاچا فکر وکړ چې دا خبره دا معنیٰ لري چې د هغه په ژوند کې به سوله او امنیت وي، نو هغه ځواب ورکړ: <هغه پیغام چې تا د څښتن له خوا ماته راکړ ښه پیغام دی.>
20. نور ټول هغه کارونه چې حزقیا پاچا کړي وو، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه او دا چې هغه څنګه حوض او کارېز جوړ کړ چې اورشلیم ته پکې اوبه راوړل کېدلې، هم شامل دي.
21. حزقیا مړ شو او د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.
About دوهم پادشاهان Chapter 20
Read دوهم پادشاهان Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 20
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 20?
دوهم پادشاهان Chapter 20 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 19
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 4
- دوهم سموئیل Chapter 5
- دوهم تواریخ Chapter 25
- ایوب Chapter 37
- اول تواریخ Chapter 16
- خروج Chapter 25
- پیدایښت Chapter 36