Read دوهم پادشاهان Chapter 2 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 2
فصل 2
1. هغه وخت راورسېده چې څښتن ایلیا په یوې زوروره سیلۍ کې اسمان ته پورته کړي. کله چې ایلیا او الیشع د جلجال څخه وتل
2. ایلیا الیشع ته وویل: <څښتن غواړي چې زه بیت ییل ته لاړ شم، مګر ته باید همدلته پاتې شې.>الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم هرڅه چې کیږي زه به تاسو یواځې پرېنږدم!> او هغه د ایلیا سره بیت ییل ته لاړ.
3. د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟>الیشع ځواب ورکړ: <هو، زه پوهېږم، مګر په دې هکله څه مه وایئ.>
4. بیا ایلیا وویل: <ای الیشع، اوس څښتن غواړي چې زه اریحا ته لاړ شم، مګر ته باید دلته پاتې شې.>الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم، چې هرڅه چې کیږي زه به تاسو یواځې پرېنږدم!> او هغه د ایلیا سره اریحا ته لاړ.
5. د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟>الیشع ځواب ورکړ: <هو، زه پوهېږم، مګر په دې هکله څه مه وایئ.>
6. بیا ایلیا الیشع ته وویل: <اوس څښتن غواړي چې زه د اردن سیند ته لاړ شم، مګر ته باید دلته پاتې شې.>الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې تاسو به یواځې پرېنږدم!> نو دواړه یوځای سره روان شول.
7. د نبیانو یوه پنځوس کسیزه ډله د اریحا څخه د هغوی پسې روانه شوله. ایلیا او الیشع د سیند په غاړه ودرېدل او هغه ډله لږ لیرې هغوی ته مخامخ ودرېدله.
8. ایلیا خپله چپنه وویستله، بیا یې هغه راتاوه کړه او اوبه یې ووهلې. په سیند کې لاره خلاصه شوه او دواړه په وچې پورې وتل.
9. وروسته له دې چې هغوی د سیند بلې خواته تېر شول، ایلیا وویل: <ای الیشع، مخکې له دې چې زه ستا څخه لیرې یوړل شم، ووایه چې ستا دپاره څه وکړم؟>الیشع ځواب ورکړ: <د خپل روح د قدرت څخه دې ماته داسې برخه راکړه چې ستا ځای ونیسم.>
10. ایلیا ځواب ورکړ: <دا اسانه هیله نه ده. دا به یواځې هغه وخت لاس ته راوړې چې ته ما په خپلو سترګو ووینې چې زه ستا څخه لیرې یوړل کېږم. که ومې نه وینې نو خپله هیله به لاس ته رانه وړې.>
11. ایلیا او الیشع له یو بل سره خبرې کولې او روان وو، چې یوناڅاپه د هغوی په منځ کې لمبه لرونکې جنګي ګاډۍ د اور لرونکو آسونو سره راښکاره شوه. سمدستي یوې سیلۍ ایلیا اسمان ته پورته کړ.
12. الیشع دغه صحنه ولیدله او په چیغو یې ایلیا ته وویل: <پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟> هغه یې نور ونه لید، بیا نو الیشع له غمه خپل کالي وشلول.
13. بیا هغه د ایلیا چپنه چې ورڅخه لوېدلې وه راپورته کړه، بېرته لاړ او د اردن د سیند په غاړه ودرېد.
14. هغه اوبه په چپنې باندې ووهلې او ویې ویل: <څښتن د ایلیا خدای چېرې دی؟> کله چې الیشع دا کار وکړ په اوبو کې یوه وچه لاره خلاصه شوه او هغه پکې تېر شو.
15. کله چې د اریحا نبیانو دا پېښه ولیدله، هغوی یو بل ته وویل: <د ایلیا روح په الیشع باندې نازل شو!> هغوی الیشع ته ورغلل او د درناوي په خاطر ورته ټیټ شول
16. او ویې ویل: <مونږ پنځوس قوي نفر یو او ستاسو په خدمت کې حاضر یو. اجازه راکړئ چې ستاسو بادار ولټوو. کېدای شي چې د څښتن روح هغه کوم غره یا کومې درې ته وړی وي.>الیشع ځواب ورکړ: <نه، مه یې لټوئ.>
17. هغوی دومره زارۍ وکړې ترڅو چې الیشع مجبور شو چې هغوی ته اجازه ورکړي چې هغه ولټوي. هغوی درې ورځې ایلیا ولټاوه مګر هغه یې پیدا نه کړ.
18. هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول او الیشع ورته وویل: <ما تاسو ته نه وو ویلي چې هغه مه لټوئ؟>
19. یوه ورځ د اریحا خلکو وویل: <ای الیشع، تاسو وینئ چې زمونږ ښار په ډېر ښه ځای کې دی. مګر زمونږ اوبه دومره خرابې دي چې ځمکه یې شاړه کړې ده.>
20. هغه ځواب ورکړ: <په یوې نوې کاسې کې لږه مالګه واچوئ او ماته یې راوړئ.>هغوی الیشع ته کاسه د مالګې سره راوړله
21. او هغه د ښار چینې ته لاړ، مالګه یې په اوبو کې واچوله او ویې ویل: <څښتن داسې فرمایي: زه به دا اوبه پاکې کړم. له دې نه وروسته به اوبه ستاسو د مرګ سبب ونه ګرځي او هېڅکله به ځمکه شاړه پاتې نه شي.>
22. لکه څنګه چې الیشع ویلي وو تر نن ورځې پورې اوبه پاکې دي.
23. الیشع د اریحا څخه بیت ییل ته روان شو. په لاره کې څو هلکانو په هغه باندې ملنډې وهل پیل کړل او چیغې یې وهلې: <ای ګنجیه، لاړ شه! ای ګنجیه، لاړ شه!>
24. الیشع مخ راواړاوه او هلکانو ته یې په ځیر سره وکتل. بیا یې په هغوی باندې د څښتن په نامه لعنت ووایه. نو د ځنګل څخه دوه ایږې راووتلې او د هلکانو څخه یې دوه څلوېښت تنه ټوټې ټوټې کړل.
25. الیشع د کرمل غره ته لاړ او وروسته بیا سامرې ته ستون شو.
About دوهم پادشاهان Chapter 2
Read دوهم پادشاهان Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 2?
دوهم پادشاهان Chapter 2 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- دانیال Chapter 4
- اول سموئیل Chapter 1
- ارمیا Chapter 11
- واعظ Chapter 4
- اشعیا Chapter 16
- اول پادشاهان Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 10