Read دوهم پادشاهان Chapter 24 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 24
فصل 24
1. د یهویاقیم د پاچاهۍ په وخت کې د څپرکیل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې برید وکړ او یهویاقیم درې کاله هغه ته غاړه کېښودله، وروسته بیا هغه یاغي شو.
2. لکه څنګه چې څښتن د خپلو خدمتګارو نبیانو په وسیله ویلي وو نو هغه د یهودا په ضد د څپرکیلیانو، سوریایانو، موآبیانو او عمونیانو څخه وسله والې ډلې ولېږلې، ترڅو یهودا له منځه یوسي.
3. دا هرڅه په رښتیا سره د څښتن د حکم سره سم په یهودا باندې وشول. دا د دې دپاره وشول چې د یهودا خلک د هغو ګناهونو له کبله چې منسي پاچا کړي وو د څښتن د حضور څخه وشړل شي.
4. په ځانګړي ډول منسي د اورشلیم کوڅې په وینو ډکې کړې. د هغو بې ګناه خلکو په سبب چې هغه وژلي وو، څښتن نه غوښتل چې هغه وبخښي.
5. د یهویاقیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
6. یهویاقیم مړ شو او د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو.
7. د مصر فرعون او د هغه لښکر بیا هېڅکله د مصر څخه ونه وتل، ځکه چې د څپرکیل پاچا هغه ټوله سیمه چې په مصر پورې تړلې وه یعنې د فرات د سیند څخه د مصر تر شمالي پولې پورې د خپل واک لاندې راوستې وه.
8. یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې پاچاهي وکړه. د هغه مور نحوشطا نومېدله او د الناتان لور وه چې د اورشلیم څخه ؤ.
9. یهویاکین د خپل پلار لاره غوره کړه او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه.
10. د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د څپرکیلیانو لښکر چې د نبوکدنصر پاچا منصبدارانو یې مشري کوله، اورشلیم ته ورغلل او هغه یې کلابند کړ.
11. د محاصرې په وخت کې خپله نبوکدنصر اورشلیم ته راغی.
12. یهویاکین پاچا د خپلې مور، خپلو خدمتګارانو، خپلو منصبدارانو او د ماڼۍ د درباریانو سره څپرکیلیانو ته تسلیم شو. نبوکدنصر د خپلې پاچاهۍ په اتم کال یهویاکین اسیر کړ.
13. نبوکدنصر د څښتن د کور او د ماڼۍ ټولې خزانې څپرکیل ته یوړې. همدارنګه هغه د سرو زرو هغه ټول سامان چې سلیمان پاچا د څښتن د کور دپاره جوړ کړی ؤ، ټوټې ټوټې کړ. دا هرڅه د څښتن د وړاندوینې سره سم سرته ورسېدل.
14. نبوکدنصر د اورشلیم خلک او ټول منصبداران او جنګیالان د اسیرانو په توګه بوتلل چې د دې ټولو شمېر لسو زرو تنو ته رسېده. هغه کسبګران هم د آهنګرانو په شمول بوتلل او یواځې ډېر غریب خلک یې په یهودا کې پرېښودل.
15. نبوکدنصر، یهویاکین د هغه د مور، ښځو، درباریانو او د یهودا د مشرانو سره د اسیر په توګه څپرکیل ته یووړ.
16. همدارنګه نبوکدنصر اووه زره جنګي نفر او زر نفره کسبګر چې په هغو کې آهنګران هم شامل وو، څپرکیل ته بوتلل. هغه ټول په جګړه کې قوي او تکړه وو.
17. نبوکدنصر د یهویاکین تره، متنیا د یهودا پاچا وټاکه او د هغه نوم یې په صدقیا باندې بدل کړ.
18. صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ.
19. صدقیا پاچا کټ مټ د یهویاقیم پاچا په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه.
20. څښتن د اورشلیم او یهودا په خلکو باندې دومره په قهر شو چې هغوی یې د خپل حضور څخه وشړل.نو صدقیا د څپرکیل د پاچا نبوکدنصر په مقابل کې یاغي شو.
About دوهم پادشاهان Chapter 24
Read دوهم پادشاهان Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 24?
دوهم پادشاهان Chapter 24 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- عاموس Chapter 6
- قاضیان Chapter 13
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 15
- قاضیان Chapter 20
- دانیال Chapter 3
- زبور Chapter 118