Read تثنیه Chapter 16 Online
Read تثنیه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 16
فصل 16
1. د ابیب په میاشت کې خپل څښتن خدای ته د فسحې د اختر په لمانځلو سره د هغه احترام وکړئ، ځکه چې په همدې میاشت کې څښتن د شپې له خوا تاسو د مصر څخه راوویستلئ.
2. د فسحې د اختر قربانۍ باید یو غویی، پسه یا وزه وي او تاسو باید دا په هغه ځای کې خپل څښتن خدای ته وړاندې کړئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
3. کله چې تاسو د قربانۍ غوښه خورئ، داسې ډوډۍ ورسره مه خورئ چې خمیره ولري. اووه ورځې باید تاسو د هغه وخت په شان فطیره ډوډۍ وخورئ کله چې تاسو په بیړه د مصر څخه وتلئ. دا ډوډۍ وخورئ، دا به د ځورېدلو د ډوډۍ په نوم یاده شي، نو ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، هغه ورځ به مو په یاد وي چې تاسو د مصر یعنې د ځورېدلو د ځای څخه راووتلئ.
4. ستاسو په ټوله خاوره کې باید هیڅوک اووه ورځې خمیره ونلري او د هغه حیوان غوښه چې د اولې ورځې په ماښام حلال شوی وي باید په هماغه شپه وخوړل شي.
5. تاسو باید د فسحې د اختر قرباني په هیڅ ښار کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي وړاندې نه کړئ.
6. دا قرباني باید یوازې په هغه ځای کې وړاندې شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي. د قربانۍ حیوان د لمرپرېواته په وخت کې حلال کړئ، ځکه چې تاسو له مصر څخه د لمرپرېواته په وخت کې راووتلئ.
7. بیا د هغه غوښه پخه کړئ او د عبادت په ځای کې یې وخورئ او سهار خپلو خېمو ته ستانه شئ.
8. په راتلونکو شپږو ورځو کې باید فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ هیڅ کار مه کوئ.
9. د هغه وخت څخه چې تاسو د غلو دانو رېبل پیل کړئ اووه هفتې وشمېرئ
10. -
11. او بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي او د خپل څښتن خدای د احترام دپاره د لو کولو اختر ولمانځئ او د هغه په حضور کې خوشالي وکړئ. هغه ته د خپل وس په مطابق یوه رضاکارانه نذرانه راوړئ یعنې څومره چې څښتن تاسو ته درکړي وي د هماغې په مطابق یې راوړئ. خپل اولادونه او خپل نوکران د ځان سره بوځئ. لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته هم بلنه ورکړئ چې ستاسو سره ګډون وکړي.
12. تاسو به په غور سره د دغو امرونو اطاعت کوئ. دا خبره مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ.
13. کله چې تاسو خپلې غلې دانې غوبل کړلې او خپل انګور مو وټکول، اووه ورځې د جونګړو اختر ولمانځئ.
14. د خپلو اولادونو او نوکرانو او د هغو لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي په دې اختر کې خوشالي وکړئ.
15. په هغه ځای کې چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي اووه ورځې د دې اختر په لمانځلو سره د خپل څښتن خدای احترام وکړئ. تاسو به ډېر خوشاله شئ ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو حاصلاتو او په هر کار کې برکت واچوي.
16. په هر کال کې درې اخترونه دي چې باید ټول نارینه اسراییلیان په کې هغه ځای ته لاړ شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي. هغه اخترونه دا دي: د فسحې اختر، د لو کولو اختر او د جونګړو اختر. هیڅوک دې څښتن ته تش لاس نه ورځي.
17. څومره چې هغه حاصلات چې څښتن درکړي دي ډېر وي، هغومره باید ستاسو سوغات غټ وي.
18. د خپلې هرې قبیلې دپاره په هر ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته درکوي، قاضیان او نور ماموران مقرر کړئ. هغوی دې په خلکو باندې د انصاف له مخې قضاوت کوي.
19. هغوی دې په خپلو قضاوتونو کې بې انصافي یا طرفداري نه کوي او رشوت دې نه اخلي ځکه چې رشوت حتیٰ د پوهو او صادقانو خلکو سترګې هم ړندوي او د دې سبب ګرځي چې هغوی غلطې فیصلې واوروي.
20. همېشه عادل او باانصافه اوسئ، ترڅو تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
21. کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ، د هغه په څنګ کې د لرګیو د اشیره بت مه ودروئ.
22. همدارنګه د بت پرستۍ دپاره تیږې مه ودروئ، ځکه چې څښتن د دغو شیانو څخه کرکه کوي.
About تثنیه Chapter 16
Read تثنیه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 16
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 16?
تثنیه Chapter 16 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 10
- تثنیه Chapter 5
- تثنیه Chapter 1
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 26
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 10
- تثنیه Chapter 14
- پیدایښت Chapter 44
- شمېر Chapter 15
- مرثیې Chapter 1
- حزقیال Chapter 24
- زبور Chapter 14