خروج Chapter 2

For English

Read خروج Chapter 2 Online

Read خروج Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 2

فصل 2

1. په همدې وخت کې یو سړي چې د لاوي د قبیلې څخه ؤ د خپلې قبیلې د یوې ښځې سره واده وکړ.

2. هغه ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. کله چې هغې ولیدل چې ماشوم یې ښکلی دی نو هغه یې د دریو میاشتو دپاره پټ وساته.

3. کله چې هغې نور نه شو کولی چې هغه ماشوم پټ وساتي، نو د لوخو څخه یې یوه ټوکرۍ جوړه کړه او د قیرو پوښ یې ورته ورکړ. هغې ماشوم په ټوکرۍ کې واچاوه او د نیل د سیند په غاړه یې د لوخو په منځ کې لاهو کړ.

4. د ماشوم خور لږه لېرې ودرېدله چې وګوري په ماشوم باندې څه کیږي.

5. په دې وخت کې د فرعون لور د لمبلو دپاره سیند ته راغله او د هغې وینځې د سیند په غاړه ګرځېدلې. په دې وخت کې هغې د لوخو په منځ کې هغه ټوکرۍ ولیدله او یوه ښځه یې ورولېږله چې هغه له اوبو څخه راوباسي.

6. کله چې د فرعون لور ټوکرۍ پرانیستله هغې ماشوم ولید او ورباندې خفه شوه ځکه چې هغه ژړل. هغې وویل: <دا یو عبرانی ماشوم دی.>

7. یوناڅاپه د ماشوم خور راغله او پوښتنه یې وکړه: <آیا ته غواړې چې زه لاړه شم او دغه ماشوم ته یوه عبرانۍ ښځه راولم چې تي ورکړي؟>

8. د فرعون لور په ځواب کې وویل: <هو، لاړه شه.> نو نجلۍ لاړه او د ماشوم خپله مور یې راوستله.

9. د فرعون لور هغې ښځې ته وویل: <دا ماشوم واخله او زما دپاره شیدې ورکوه او پالنه یې کوه. زه به تاته پیسې درکوم.> هغې ماشوم یووړ او د هغه پالنه یې کوله.

10. کله چې دا ماشوم لوی شو، نو هغه یې د فرعون لور ته یووړ او هغې لکه د خپل زوی په شان وساته. هغې په دې ماشوم باندې د موسیٰ نوم کېښود، ځکه چې هغې د ځان سره وویل: <ما هغه له اوبو څخه راوویست.>

11. کله چې حضرت موسیٰ لوی شو، هغه د خپل قوم سره د لیدنې کتنې دپاره لاړ. هغه ولیدل چې د هغه قوم څومره سخت کار کاوه. هغه یو مصری ولید چې یو عبرانی ورور یې واهه.

12. حضرت موسیٰ یو خوا بل خوا وکتل کله چې پوه شو څوک یې نه ویني، نو هغه مصری یې وواژه او په شګه کې یې پټ کړ.

13. کله چې حضرت موسیٰ بله ورځ ووت، هغه دوه عبرانیان ولیدل چې یو د بل سره یې جګړه کوله. نو حضرت موسیٰ له هغه یو څخه چې ملامت ؤ پوښتنه وکړه: <ته ولې خپل عبرانی وطندار وهې؟>

14. هغه سړي په ځواب کې وویل: <ته چا زمونږ قاضي او حاکم ټاکلی یې؟ ته غواړې چې ما هم ووژنې لکه څنګه چې دې هغه مصری وواژه؟> حضرت موسیٰ د دې خبرې په اورېدلو ووېرېده او د ځان سره یې وویل: <خلک پوه شوي دي چې ما څه کړي دي.>

15. کله چې فرعون د حضرت موسیٰ د کار څخه خبر شو، هغه د حضرت موسیٰ د وژلو هڅه وکړه. مګر هغه د مدیان خاورې ته وتښتېده.یوه ورځ حضرت موسیٰ د کوهي په غاړه ناست ؤ،

16. چې د مدیان کاهن یترون اووه لورګانې راغلې چې اوبه راوباسي او د خپلې رمې دپاره اخورونه ډک کړي.

17. مګر څو شپنو د یترون لورګانې وشړلې. بیا حضرت موسیٰ د هغوی سره د مرستې کولو دپاره ورغی او رمې ته یې اوبه ورکړې.

18. کله چې د یترون لورګانې خپل کور ته راستنې شوې، نو پلار یې پوښتنه ورڅخه وکړه: <تاسو نن دومره وختي ولې راغلئ؟>

19. هغوی په ځواب کې وویل: <یو مصري د شپنو څخه وژغورلو او زمونږ دپاره یې اوبه راوویستلې او رمې ته یې ورکړې.>

20. یترون پوښتنه وکړه: <هغه چېرته دی؟ تاسو ولې هغه هلته پرېښود؟ هغه ته بلنه ورکړئ چې زمونږ سره ډوډۍ وخوري.>

21. نو حضرت موسیٰ موافقه وکړه چې د یترون سره پاتې شي او هغه خپله لور صفوره حضرت موسیٰ ته په نکاح ورکړه.

22. کله چې د هغې زوی پیدا شو، حضرت موسیٰ وفرمایل: <زه به د هغه نوم جرشون کېږدم ځکه چې زه په دې خاوره کې بېګانه یم.>

23. وروسته له ډېرو کلونو د مصر پادشاه مړ شو. اسراییلیانو لا د غلامۍ له کبله فریادونه کول او د خدای پاک څخه یې مرسته غوښتله.

24. خدای پاک د دوی فریاد واورېده او هغه لوظ یې را په یاد کړ چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړی ؤ،

25. ځکه چې خدای پاک ولیدل چې د هغه په قوم باندې څه تېریږي. نو هغه ورباندې ډېر اندېښمن شو.

About خروج Chapter 2

Read خروج Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 2?

خروج Chapter 2 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 32
  2. خروج Chapter 5
  3. خروج Chapter 39
  4. خروج Chapter 20
  5. خروج Chapter 38
  6. خروج Chapter 27
  7. خروج Chapter 26

Explore More from زوړ عهد

  1. یشوع Chapter 2
  2. ارمیا Chapter 52
  3. اشعیا Chapter 26
  4. اشعیا Chapter 31
  5. دوهم تواریخ Chapter 19
  6. قاضیان Chapter 9
  7. حزقیال Chapter 37

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 16
  2. دوهم تواریخ Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 6
  4. مکاشفه Chapter 18
  5. اشعیا Chapter 45
  6. حزقیال Chapter 3
  7. اشعیا Chapter 63
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *