خروج Chapter 17

For English

Read خروج Chapter 17 Online

Read خروج Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 17

فصل 17

1. د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په امر یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، مګر هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې.

2. نو هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: <مونږ ته د څښلو دپاره اوبه راکړه.> حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <تاسو ولې شکایت کوئ؟ تاسو ولې څښتن ازمایئ؟>

3. مګر خلک ډېر تږي وو او په حضرت موسیٰ باندې غورېدل. هغوی وویل: <تا مونږ ولې له مصر څخه راوویستو چې د خپلو ماشومانو او حیواناتو سره مو له تندې مړه کړې؟>

4. حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل: <زه د دې خلکو سره څه وکړم؟ نژدې دی چې دوی مې سنګسار کړي.>

5. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ځینې مشران د ځان سره بوځه او د خلکو په مخ کې ځه. د ځان سره هغه امسا یوسه په کومې چې تا د نیل سیند وهلی ؤ.

6. زه به د سینا د غره سره په یو ګټ باندې ستا په مخکې ودرېږم. ته هغه ګټ ووهه او خلکو ته به د څښلو دپاره له هغه څخه اوبه جاري شي.> نو حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو په مخکې همداسې وکړل.

7. او هغه د دې ځای نوم مسا او مریبه کېښود، ځکه چې اسراییلیانو شکایت وکړ او څښتن یې وازمایه او ویې ویل: <آیا څښتن زمونږ په منځ کې دی او که نه؟>

8. عمالیقیان رفیدیم ته راغلل او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه.

9. حضرت موسیٰ یوشع ته وفرمایل: <زمونږ له خلکو څخه یو څو تنه انتخاب کړه او لاړ شه د عمالیقیانو سره جګړه وکړه. زه به سبا د غونډۍ په سر ودرېږم او د خدای پاک امسا به زما په لاسونو کې وي.>

10. څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، یوشع د عمالیقیانو سره جګړه وکړه او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او حور د غونډۍ سرته لاړل.

11. ترڅو پورې چې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته وو، اسراییلیان بریالي کېدل. مګر کله چې هغه خپل لاسونه ښکته کول نو عمالیقیان به بریالي کېدل.

12. کله چې د حضرت موسیٰ لاسونه ستړي شول، نو حضرت هارون او حور یوه تیږه راوړه او حضرت موسیٰ یې په هغې باندې کښېناوه. په دواړو خواو یې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته ونیول، نو د هغه لاسونه د لمر تر پرېوتلو پورې ټینګ پاتې شول.

13. په دې ډول یوشع عمالیقیانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړه.

14. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د دې بري یو بیان ولیکه ترڅو هغه یو یادګار پاتې شي. یوشع ته ووایه چې زه به عمالیقیان په بپشړه توګه تباه کړم.>

15. حضرت موسیٰ د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود څښتن زما د بریالیتوب بیرغ دی.

16. هغه وفرمایل: <د څښتن بیرغ جګ ونیسئ! څښتن به د تل دپاره د عمالیقیانو په ضد جګړې ته دوام ورکړي!>

About خروج Chapter 17

Read خروج Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 17?

خروج Chapter 17 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 13
  4. خروج Chapter 12
  5. خروج Chapter 3
  6. خروج Chapter 27
  7. خروج Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. زکریا Chapter 14
  3. غزل غزلونه Chapter 7
  4. نحمیا Chapter 12
  5. زبور Chapter 120
  6. استر Chapter 10
  7. تثنیه Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 53
  2. حزقیال Chapter 27
  3. اعمال رسولان Chapter 22
  4. عبرانیانو ته Chapter 1
  5. زبور Chapter 79
  6. یشوع Chapter 24
  7. ارمیا Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *