Read مکاشفه Chapter 14 Online
Read مکاشفه Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 14
فصل 14
1. بیا ما وکتل او ومې لیدل چې د صهیون په غره باندې وری ولاړ ؤ او یو لک او څلورڅلوېښت زره کسان ورسره وو چې په تندیو باندې یې د هغه نوم او د هغه د پلار نوم لیکل شوی ؤ.
2. ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې د تېزو اوبو د غرهار او د تندر د لوړ اواز په شان ؤ. کوم اواز چې ما واورېد هغه داسې ؤ لکه چنګ غږوونکي چې خپل چنګونه غږوي.
3. هغوی د تخت او د څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په مخکې یوه نوې سندره وویله. هېچا دا سندره زده کولای نه شوه، بې له هغو یو لک او څلورڅلوېښت زره کسانو څخه چې د ټولې نړۍ څخه په بېرته په بیه اخیستل شوي وو.
4. دا هغه کسان دي چې ځانونه یې د جنسي اړیکو نه لېرې ساتلي دي. هر چېرته چې وری ځي نو هغوی ورپسې روان وي. هغوی د خدای او وري دپاره د انسانانو له منځ نه د اولني حاصل په توګه په بیه اخیستل شوي دي.
5. هغوی هېڅ دروغ نه وایي او بې عیبه دي.
6. بیا ما بله فرښته ولیدله چې په اسمان کې الوتله، هغې د ځمکې په مخ اوسېدونکو، هر ملت، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر قوم ته تلپاتې زېری ورکاوه.
7. هغې په لوړ اواز نارې وهلې: «د خدای څخه ووېرېږئ او هغه ته جلال ورکړئ، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغه به قضاوت کوي. د هغه عبادت وکړئ چې اسمان، ځمکه، بحر او چینې یې پیدا کړي دي.»
8. د هغې نه وروسته دوهمه فرښته راغله او نارې یې ووهلې: «راولوېد، هغه لوی څپرکیل راولوېد، ځکه چې ټول قومونه لکه د هغې د زناکارۍ د شهوت د نشې تر اغیزې لاندې وو.»
9. بیا د هغوی پسې درېمه فرښته راغله او په لوړ اواز یې نارې ووهلې: «څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او مني چې د هغه نښه په خپل تندي یا لاس باندې ولري،
10. هغه به د خدای د قهر او غضب شراب وڅښي، هغه ټینګ شراب چې هغه د خپل قهر په پیاله کې اچولي دي. هغوی به د سپېڅلو فرښتو او وري په حضور کې په اور او د ګوګړو په لمبو کې عذاب وویني.
11. د هغوی د عذاب لوګی به د تل دپاره راپورته کیږي او هر هغه څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او یا د هغه د نوم نښه ورباندې لګېدلې وي، نو هغوی به نه د شپې او نه د ورځې ارام ولري.»
12. دا په دې معنی ده چې د خدای د سپېڅلو خلکو دپاره صبر او زغم په کار دی چې د هغه حکمونه ومني او عیسی ته وفادار پاتې شي.
13. بیا ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې ویل یې: «دا ولیکه، بختور دي هغه خلک چې له همدا اوس نه په څښتن باندې په ایمان کې مړه کیږي!» روح القدس وایي: «هو، هغوی به د خپلو زحمتونو نه په ارام وي، ځکه چې د هغوی نېک عملونه به ورسره وي.»
14. بیا ما وکتل او ومې ليدل چې یوه سپینه ورېځ راښکاره شوه او په هغې باندې یو څوک ناست ؤ چې د انسان په شان ؤ. د هغه په سر باندې د سرو زرو تاج ؤ او په لاس کې یې تېره لور ؤ.
15. بیا یوه بله فرښته د خدای د کور نه راووتله او هغه کس ته یې چې په ورېځې باندې ناست ؤ، په لوړ اواز غږ وکړ: «خپل لور دې راواخله او ورېبه، ځکه چې د لو وخت رارسېدلی دی او د ځمکې فصل پوخ او تیار دی.»
16. نو هغه کس چې په ورېځې باندې ناست ؤ خپل لور یې ځمکې ته واچاوه او فصل ورېبل شو.
17. بیا یوه بله فرښته د خدای له کور نه چې په اسمان کې ؤ، راووتله او د هغې په لاس کې هم یو تېره لور ؤ.
18. بیا یوه بله فرښته د قربانۍ د ځای نه راووتله، هغه د قربانۍ د ځای د اور مسوولیت درلود او هغې فرښتې ته یې چې تېره لور ورسره ؤ، په لوړ اواز نارې کړې او ویې ویل: «د خپل لور نه کار واخله او د نړۍ د تاکونو نه د انګور وږي راټول کړه، ځکه چې انګور یې پاخه دي.»
19. نو هغې فرښتې خپل لور ورواچاوه او د دې نړۍ د تاکونو انګور یې راټول کړل او هغه یې د خدای د قهر او غضب د شربت ویستلو په لوی خم کې واچول.
20. انګور یې د اورشلیم د ښار نه دباندې د شربت ویستلو په خم کې تر پښو لاندې وزبېښل او د خم نه د وینو سېلاب جاري شو او دا وینې لکه د اس د قیضو په اندازه لوړې وې او د درې سوه کیلومترو په اندازه لېرې لاړلې.
About مکاشفه Chapter 14
Read مکاشفه Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 14
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 14?
مکاشفه Chapter 14 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 4
- مکاشفه Chapter 18
Explore More from نوی عهد
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 28
- عبرانیانو ته Chapter 2
- غلاطیانو ته Chapter 6
- مرقس Chapter 7
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
- یوحنا Chapter 5