رومیانو ته Chapter 12

For English

Read رومیانو ته Chapter 12 Online

Read رومیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

رومیانو ته 12

فصل 12

1. نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی.

2. د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې په خپل نوي فکر سره خپل ځان بلکل بدل کړئ. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.

3. د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ.

4. لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یو شان نه دی،

5. نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.

6. مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو.

7. که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو.

8. که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د اعانې یا مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.

9. ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ.

10. یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي.

11. په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ.

12. ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ.

13. د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه پالونکي اوسئ.

14. څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت.

15. څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ.

16. یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان هوښیار مه ګڼئ.

17. د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي.

18. ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ.

19. ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»

20. د دې په ځای لیکل شوي دي: که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري، که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي ځکه چې په دې کار به هغه وشرمیږي.

21. مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری ترلاسه کړه.

About رومیانو ته Chapter 12

Read رومیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 12?

رومیانو ته Chapter 12 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 14
  2. رومیانو ته Chapter 7
  3. رومیانو ته Chapter 1
  4. رومیانو ته Chapter 10
  5. رومیانو ته Chapter 3
  6. رومیانو ته Chapter 8
  7. رومیانو ته Chapter 6

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 4
  2. اعمال رسولان Chapter 6
  3. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1
  4. لوقا Chapter 10
  5. لوقا Chapter 13
  6. یوحنا Chapter 5
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 12
  2. زبور Chapter 123
  3. رومیانو ته Chapter 6
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. متلونه Chapter 26
  6. تثنیه Chapter 4
  7. ایوب Chapter 39
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *