Read یشوع Chapter 12 Online
Read یشوع Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 12
فصل 12
1. مخکې له دې چې موسیٰ مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پادشاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د اردن د درې ختیځه خوا هم شامله وه حکومت کاوه.
2. سیحون د اموریانو پادشاه ؤ چې په حشبون کې یې پادشاهي کوله. هغه له عروعیر څخه چې د ارنون د درې په څنګ کې ؤ او د درې له منځ څخه د یبوق تر سیند پورې چې د عمونیانو پوله وه پادشاهي کوله. په دې کې نیم جلعاد شامل ؤ.
3. په هغې کې د اردن دره د جلیل له جهیل څخه جنوب خواته د بیت یشیموت (د ارام دریاب ختیځ ته) او پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامل وو.
4. همدارنګه موسیٰ او اسراییلیانو د باشان پادشاه عوج ته چې د پاتې شویو رفائیانو څخه ؤ هم ماتې ورکړه. هغه په عشتاروت او ادرعي کې پادشاهي کوله.
5. د هغه په پادشاهۍ کې د حرمون غر، سلخه او ټول باشان د جشور او معکې تر پولې او همدارنګه نیم جلعاد د حشبون د پادشاه سیحون تر سیمې پورې شامل وو.
6. موسیٰ او د اسراییلو قوم دغو دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. د څښتن خدمتګار موسیٰ د هغوی خاوره د روبین او جاد قبیلو ته او د منسي نیمې قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړه.
7. یوشع او د اسراییلو قوم هغو پادشاهانو ته چې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې وو ماتې ورکړه، یعنې له بعل جاد څخه چې د لبنان په دره کې پروت ؤ د حالق تر غره پورې چې په جنوب کې ادوم ته نژدې ؤ. یوشع هغه ځمکه د اسراییلو د قبیلو ترمنځ ووېشله او د ملکیت په توګه یې هغوی ته ورکړه.
8. کومه ځمکه چې یوشع د هغوی په منځ کې ووېشله په هغې کې دا ځایونه شامل وو: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، د اردن دره، د غرونو ختیځې ډډې او د کنعان جنوبي دښته. دا ځمکه د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو وطن ؤ.
9. د اسراییلو قوم د لاندینیو ښارونو پادشاهانو ته ماتې ورکړه: اریحا، عای (بیت ئیل ته نژدې)،
10. اورشلیم، حبرون،
11. یرموت، لاکیش،
12. عجلون، جازر،
13. دبیر، جدر،
14. حرما، عراد،
15. لبنه، عدولام،
16. مقیده، بیت ئیل،
17. تفوح، حافر،
18. عفیق، لشارون،
19. مادون، حاصور،
20. شمرون مرون، اخشاف،
21. تعنک، مجدو،
22. قادش، یقنعام (په کرمل کې)،
23. دور (د دور په لوړو سیمو)، قوئیم (په جلیل کې)
24. او ترزه. د ټولو پادشاهانو شمېر یو دېرشو ته رسېده.
About یشوع Chapter 12
Read یشوع Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 12?
یشوع Chapter 12 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 6
- یشوع Chapter 18
- یشوع Chapter 11
- یشوع Chapter 7
- یشوع Chapter 19
- یشوع Chapter 22
- یشوع Chapter 12