خروج Chapter 38

For English

Read خروج Chapter 38 Online

Read خروج Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 38

فصل 38

1. صلئیل د غز د لرګي څخه یو د قربانۍ ځای جوړ کړ چې یو متر او دېرش سانتي لوړ ؤ. هغه څلور کنجه ؤ، دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دوه متره او شل سانتي پلن ؤ.

2. هغه د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړل چې هغه د قربانګاه سره ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول او ټولو ته یې د برنجو پوښ ورکړ.

3. د هغه ټول سامان یې د برنجو څخه جوړ کړ، یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي.

4. هغه یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې یې کېښودله، ترڅو د قربانګاه تر نیمایي پورې ورسیږي.

5. د دې دپاره یې د برنجو کړۍ ګانې جوړې کړې چې د جالۍ د څلورو کنجونو میلې ونیسي.

6. د غز د لرګي څخه یې د وړلو میلې جوړې کړې او د برنجو پوښ یې ورته ورکړ

7. او د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې یې ولګولې. د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ شوی ؤ او تش ؤ.

8. بصلئیل برنجي تشت او د هغه برنجي پایه د هغو ښځو د برنجي آیئنو څخه جوړ کړل چې د مقدسې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه.

9. بصلئیل د مقدسې خېمې دپاره یوه حویلۍ جوړه کړه. جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وه او د ښه کتان پردې یې درلودلې،

10. چې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله ټینګې شوې وې، چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه په کې وو.

11. حویلۍ د شمال خواته هم همداسې وه.

12. د حویلۍ په لوېدیځه خوا کې پردې وې چې دوه ویشت متره اوږدې وې او لس ستنې او پایې یې درلودلې چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه ورسره وو.

13. ختیځې خواته یعنې هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه وه، هم حویلۍ دوه ویشت متره پلنه وه.

14. ‏-

15. د دروازې دواړو خواو ته د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وې.

16. د حویلۍ ګردچاپېره ټولې پردې د ښه کتان څخه جوړې شوې وې.

17. د ستنو دپاره چې کومې پایې وې، هغه د برنجو څخه جوړې شوې وې او چنګکونه، سیخونه او د ستنو د سرونو پوښونه د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو. د حویلۍ ګردچاپېره ټولې ستنې د سپینو زرو د سیخونو سره نښلول شوې وې.

18. د حویلۍ د دروازې پرده د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه شوې وه او ګلدوزي په کې شوې وه. هغه نهه متره اوږده او د حویلۍ د پردو په شان دوه متره او شل سانتي لوړه وه.

19. هغه په څلورو داسې ستنو باندې ټینګه شوې وه چې په څلورو برنجي پایو کې وې. چنګکونه، د سرونو پوښونه او سیخونه یې د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو.

20. د خېمې او د هغې د ګردچاپېره حویلۍ ټول مېخونه برنجي وو.

21. دا هغه لست دی چې د فلزاتو هغه اندازه په کې ده چې په مقدسه خېمه کې په هغه ځای کې ورڅخه کار واخیستل شو چې د تیږو دوه لوحې چې لس حکمونه ورباندې لیکل شوي وو ساتل شوې وې. د لست فرمایش حضرت موسیٰ ورکړی ؤ او هغو لاویانو جوړ کړ چې د حضرت هارون کاهن د زوی ایتامار تر لارښودنې لاندې یې کار کاوه.

22. د یهودا د قبیلې بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسي هغه ټول شیان جوړ کړل چې د هغو د جوړولو امر څښتن په حضرت موسیٰ باندې کړی ؤ.

23. د هغه سره د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب ؤ، هغه یو کسبګر او طرح کوونکی ؤ او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان ګلدوز ؤ.

24. د هغو ټولو سرو زرو وزن چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو او د مقدس ځای په کار کې ورڅخه کار واخیستل شو زر کیلوګرامه ؤ. دا د هغه وزن په مطابق وو چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده.

25. د هغو سپینو زرو اندازه چې د اسراییلو د قوم د هغو خلکو څخه ترلاسه شول چې په سرشمېرنه کې شمېرل شوي وو، ۳۴۲۵ کیلوګرامه وه، د هغه وزن په مطابق چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده.

26. د نفر په سر یو مثقال راتله، (دا مثقال د مقدس ځای د مثقال په مطابق ؤ)، ټول خلک چې شمېرل شوي وو او عمر یې د شلو کالو څخه زیات ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ نفره وو.

27. د سپینو زرو څخه ۳۴۰۰ کیلوګرامه د دې دپاره استعمال شول چې د مقدس ځای او پردې دپاره سل پایې جوړې شي او د هرې پایې دپاره څلوردېرش کیلوګرامه وو.

28. د پاتې پنځه ویشتو کیلوګرامو سپینو زرو څخه بصلئیل سیخونه، د ستنو دپاره چنګکونه او د هغو د سرونو دپاره پوښونه جوړ کړل.

29. د هغو برنجو اندازه چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو، ۲۴۰۰ کیلوګرامه وه.

30. هغه له دې برنجو څخه د لاندینیو شیانو په جوړولو کې کار واخیست: د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پایې، برنجي قربانګاه او د هغې جالۍ او ټول لوښي،

31. د ګردچاپېره حویلۍ او د هغې د دروازې دپاره پایې او د خېمې او ګردچاپېره حویلۍ دپاره ټول مېخونه.

About خروج Chapter 38

Read خروج Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 38
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 38 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 38?

خروج Chapter 38 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 38 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 13
  4. خروج Chapter 27
  5. خروج Chapter 18
  6. خروج Chapter 12
  7. خروج Chapter 3

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 17
  2. ارمیا Chapter 52
  3. زبور Chapter 3
  4. زبور Chapter 61
  5. ایوب Chapter 26
  6. واعظ Chapter 6
  7. ارمیا Chapter 26

Related Chapters & Readings

  1. لاویان Chapter 22
  2. نحمیا Chapter 1
  3. پیدایښت Chapter 18
  4. عاموس Chapter 3
  5. شمېر Chapter 6
  6. حزقیال Chapter 17
  7. تثنیه Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *