Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 Online
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم قرنتیانو ته 3
فصل 3
1. آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دَ راوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟
2. زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے، هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے.
3. ښکاره ده چه تاسو دَ مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے، په سياهى نه، بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره، دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے.
4. مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو،
5. په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے،
6. چا چه مُونږ دَ نوى لوظ دَ خادم کيدو جوګه کړى يُو، نۀ دَ ليکلى شريعت دَ لوظ نه، بلکه دَ رُوح دَ لوظ، ځکه چه ليکلے شريعت وژل کوى خو رُوح ژوندے کوى.
7. اَؤ هر کله چه دَ مرګ هغه لوظ حرفُونه چه په ګټو ليکلى شوى وُو دَ دومره جلال وُو چه بنى اِسرائيل دَ مُوسىٰ په مخ دَ هغه جلال په سبب کُوم چه دَ هغۀ په مخ وو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول، سره دَ دے چه په کميدو وو،
8. نو دَ رُوح لوظ خو به بے شکه دَ دے نه زيات دَ جلال سره وى!
9. ځکه چه که چرے مجرموُونکے لوظ دَ جلال وو نو دَ صادقوُونکى لوظ خو به ضرور دَ دے نه زيات جلالى وى!
10. هغه جلال چه دَ څۀ وخت دَ پاره جلالى وو نو اوس دَ جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى.
11. ولے چه هر کله چه فنا کيدُونکى څيزُونه جلالى وُو نو پاتے کيدُونکے څيز خو به خامخا جلالى وى.
12. نو بيا مُونږ په دے اُميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو،
13. اَؤ دَ مُوسىٰ په شان نه، چا چه دَ دے دَ پاره په خپل مخ نقاب اچولے وو چه بنى اِسرائيل دَ هغۀ دَ فانى جلال اَنجام ونۀ ليدے شى.
14. خو دَ هغوئ زړُونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے دَ زوړ عهد لوستلو په وخت دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته ده اَؤ دا پړده يواځے دَ مسيح په وسيله پورته کيږى.
15. خو تر دے ورځے چه کله هم دَ مُوسىٰ کتاب لوستلے کيږى دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته وى.
16. خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى.
17. اَؤ مالِک رُوح دے اَؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دے، هلته آزادى ده.
18. اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى، نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.
About دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 3?
دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 23
- مرقس Chapter 16
- اول تیموتاوس Chapter 4
- اول یوحنا Chapter 1
- عبرانیانو ته Chapter 6
- مرقس Chapter 9
- اول تیموتاوس Chapter 2