Read ایوب Chapter 33 Online
Read ایوب Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 33
فصل 33
1. نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه.
2. نو اوس چې ما خبرې شروع کړې، نو پرېږده چې زړۀ تش کړم.
3. زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم.
4. د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے.
5. کۀ تا سره څۀ جواب وى نو ما له يې راکړه، د خبرې دپاره ځان تيار کړه او په هغې ټينګ ودرېږه.
6. ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم.
7. نو زما نه مۀ يرېږه، او زۀ به تا سره زياتے نۀ کوم.
8. تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى.
9. تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بېګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.
10. خو خُدائ پاک په ما کښې غلطى لټوى، هغه ما خپل دشمن ګڼى،
11. هغه زما په پښو کښې زولنۍ اچوى، او زما په هر حرکت يې نظر دے.“
12. خو په دې خبره کښې تۀ غلط يې. زۀ به تا ته ووايم چې ولې ځکه چې خُدائ پاک د انسان نه لوئ دے.
13. تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
14. ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى.
15. کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى،
16. نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى،
17. هغه يې د بدو عملونو نه راوګرځوى، او د غرور نه يې وساتى.
18. هغه يې د مرګ نه بچ کوى، او د مرګ درياب د تېرېدو نه يې بچ کوى.
19. خُدائ پاک د بيمارۍ په ذريعه د خلقو اصلاح کوى، او د هغوئ په بدنونو باندې درد راولى،
20. نو د هغوئ لوږه ختمه شى، او مزېدار خوراک ته يې هم زړۀ نۀ کيږى.
21. د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى.
22. هغوئ د مرګ په خولۀ ولاړ وى، او د مرګ فرښته د هغوئ انتظار کوى.
23. خو کۀ د زرګونو فرښتو نه يوه فرښته راشى او چا ته صحيح لار وښائى نو دا بس دى،
24. او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.
25. د هغۀ بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شى، په هغۀ دې د ځوانۍ ورځې بيا راشى.
26. بيا هغه خُدائ پاک ته سوال وکړى او سوال يې قبول شى، هغه په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک حضور ته راشى، او هغه يې بيا يو نېک سړے جوړ کړى.
27. هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم.
28. خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.
29. بېشکه چې دا د خُدائ پاک کارونه دى، او د انسان دپاره يې بار بار کوى.
30. هغه يې د قبر نه بچ کوى، او د ژوند په خوند يې پوهوى.
31. ايُوبه، ما ته توجو شه او ما ته غوږ ونيسه، تۀ خاموش اوسه او زۀ به خبرې کوم.
32. کۀ تۀ څۀ وائې، نو ووايه، زۀ غواړم چې تا بېګناه ثابت کړم.
33. کۀ داسې نۀ وى، نو ما ته غوږ ونيسه، خاموش شه او زۀ به تا ته د عقل ښودنه وکړم.“
About ایوب Chapter 33
Read ایوب Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 33
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 33 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 33?
ایوب Chapter 33 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 33 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 2
- ارمیا Chapter 14
- یشوع Chapter 13
- پیدایښت Chapter 33
- ایوب Chapter 3
- غزل غزلونه Chapter 4
- اشعیا Chapter 47