اشعیا Chapter 58

For English

Read اشعیا Chapter 58 Online

Read اشعیا Chapter 58 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 58

فصل 58

1. ”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.

2. هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى.

3. هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.

4. د داسې روژې نۀ څۀ فائده چې تاسو په کښې جنګ جګړې کوئ؟ کۀ تاسو داسې قسمه روژې ساتئ نو د دې توقع هم نۀ شئ کولے چې ستاسو آواز به آسمان ته ورسى.

5. ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟

6. نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بې‌اِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.

7. اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.

8. نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.

9. نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ،

10. کۀ تاسو اوږو خلقو له روټۍ ورکړه او د مظلومانو مدد مو وکړو، نو بيا به ستاسو رڼا په تيارۀ کښې وځليږى، او چې ستاسو نه ګېرچاپېره کومه تيارۀ وى نو هغه به د غرمې په رڼا بدله شى.

11. نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.

12. او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“

13. ”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،

14. نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“

About اشعیا Chapter 58

Read اشعیا Chapter 58 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 58
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 58 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 58?

اشعیا Chapter 58 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 58 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 46
  2. یشوع Chapter 17
  3. دوهم پادشاهان Chapter 15
  4. حزقیال Chapter 47
  5. ایوب Chapter 20
  6. دانیال Chapter 1
  7. زبور Chapter 102

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 1
  2. واعظ Chapter 8
  3. هوشع Chapter 1
  4. خروج Chapter 24
  5. زبور Chapter 26
  6. دوهم سموئیل Chapter 2
  7. حزقیال Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *