اشعیا Chapter 53

For English

Read اشعیا Chapter 53 Online

Read اشعیا Chapter 53 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 53

فصل 53

1. زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟

2. د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.

3. خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.

4. خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.

5. خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.

6. مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.

7. هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.

8. هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.

9. د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.

10. خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.

11. کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.

12. نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.۔

About اشعیا Chapter 53

Read اشعیا Chapter 53 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 53
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 53 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 53?

اشعیا Chapter 53 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 53 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. خروج Chapter 3
  2. زبور Chapter 98
  3. اول پادشاهان Chapter 6
  4. یشوع Chapter 4
  5. زبور Chapter 115
  6. زبور Chapter 79
  7. اشعیا Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 17
  2. هوشع Chapter 4
  3. اشعیا Chapter 23
  4. زبور Chapter 127
  5. اول سموئیل Chapter 28
  6. شمېر Chapter 36
  7. شمېر Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *