یشوع Chapter 18

For English

Read یشوع Chapter 18 Online

Read یشوع Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 18

فصل 18

1. کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله.

2. د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې.

3. نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: <تاسو به ترڅو پورې د هغې ځمکې په نیولو کې چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده سستي کوئ؟

4. د هرې قبیلې څخه درې درې تنه وټاکئ. زه به هغوی ولېږم چې ټول هېواد وګوري او هغه سیمه اندازه کړي چې هغوی به یې د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کوي. بیا دې هغوی بېرته ماته راشي.

5. د هغوی په منځ کې به دا ځمکه په اوو برخو ووېشل شي. د یهودا قبیله به په خپله سیمه یعنې په جنوب کې پاتې شي او د یوسف اولاده به په خپله سیمه یعنې شمال کې پاتې شي.

6. وروسته له هغې چې تاسو د ځمکې د اوو برخو تشریح ولیکئ، ماته یې دلته راوړئ او زه به د خپل څښتن خدای په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.

7. خو بیاهم لاویان به ستاسو د پاتې خلکو سره د ځمکې برخه ترلاسه نه کړي، ځکه چې د هغوی برخه څښتن ته د کاهنانو په توګه خدمت کول دي. البته د جاد، روبین او د ختیځې منسي قبیلو لا مخکې د اردن د سیند په ختیځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده، هغه ځمکه د څښتن خدمتګار یعنې موسیٰ هغوی ته ورکړې ده.>

8. څنګه چې هغه نفر د هغې ځمکې د نقشې اخیستلو دپاره روان شول نو یوشع هغوی ته وویل: <لاړ شئ او د ټولې خاورې اندازه واخلئ او د هغه بیان ولیکئ. بیا ماته راشئ او زه به دلته په شیلوه کې د څښتن په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.>

9. هغه نفر لاړل او په ټول هېواد کې وګرځېدل او دا یې ولیکل چې هغوی څنګه هغه ځمکه په اوو برخو ووېشله او د ښارګوټو لست یې جوړ کړ. بیا هغوی بېرته یوشع ته چې د شیلوه په کمپ کې ؤ راستانه شول.

10. بیا یوشع د هغوی دپاره په شیلوه کې د څښتن په حضور کې پچه واچوله او د اسراییلو هرې پاتې قبیلې ته یې د ځمکې یوه ټاکلې برخه ورکړه.

11. اولنۍ قبیله چې د پچې په اساس یې ځمکه ترلاسه کړه هغه د بنیامین قبیله وه. د هغوی د طایفو ځمکه د یهودا او یوسف د قبیلو ترمنځ پرته وه.

12. په شمال کې د هغوی سرحد د اردن له سیند څخه شروع شوی دی او بیا د اریحا په شمالي مخ ځوړي باندې پورته تللی او په لوېدیځ کې د غرنۍ سیمې په لار بیت آون ته نژدې دښتې ته رسېدلی دی.

13. بیا دا سرحد هغه مخ ځوړي ته چې د لوز (چې بیت ئیل هم بلل کیږي) جنوب خواته دی تللی دی. بیا هغه عطاروت ادار ته چې د ښکتني بیت حورون په جنوب کې په غره باندې ؤ رسېدلی دی.

14. بیا دا سرحد بلې خواته تللی، د دې غره د لوېدیځې خوا څخه جنوب ته ګرځېدلی او قریت بعل (قریت یعاریم) ته وتلی دی. هغه ځای د یهودا د قبیلې دی. دا لوېدیځ سرحد ؤ.

15. جنوبي سرحد د قریت یعاریم له غاړې څخه شروع شوی او د نفتوح چینو ته رسېدلی دی.

16. بیا دا سرحد د غره بېخ ته چې د هنوم درې ته مخامخ دی او د رفائیم د درې په شمال کې دی کوز شوی دی. له هغه ځای څخه جنوب خواته د هنوم د درې له لارې هغې غونډۍ ته چې د اورشلیم په جنوب کې ده تللی او بیا عین روجل ته رسېدلی دی.

17. بیا د شمال خواته عین شمس ته ګرځېدلی او بیا د جلیلوت خواته چې د ادومیم غاښي ته مخامخ ؤ وتلی دی. دا سرحد بیا د بوهن ګټ ته کوز شوی دی (بوهن د روبین زوی ؤ)

18. او د هغې غونډۍ شمال خواته تېر شوی چې د اردن دره ورڅخه ښکاري. بیا دا سرحد درې ته کوز شوی دی،

19. له هغه ځای څخه د بیت حجلې د غونډۍ د شمالي خوا څخه تېر شوی او د ارام دریاب په شمال کې چېرته چې د اردن سیند ورسره یوځای کیږي ختم شوی دی. دا جنوبي سرحد ؤ.

20. د اردن سیند ختیځ سرحد ؤ. دا د هغې خاورې سرحدونه وو چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.

21. د بنیامین د قبیلې د طایفو ښارګوټي دا وو: اریحا، بیت حجله، عیمق قصیص،

22. بیت عربه، صمارایم، بیت ئیل،

23. عویم، فاره، عفره،

24. کفرعموني، عفني او جبع – د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي.

25. جبعون، رامه، بیروت،

26. مصفه، کفیره، موصه،

27. راقم، یرفئیل، تراله،

28. صیله، آلف، یبوسي ښار (اورشلیم)، جبعه او قریت یعاریم – د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي. دا هغه ځمکه وه چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.

About یشوع Chapter 18

Read یشوع Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 18?

یشوع Chapter 18 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 3
  2. یشوع Chapter 12
  3. یشوع Chapter 12
  4. یشوع Chapter 22
  5. یشوع Chapter 20
  6. یشوع Chapter 11
  7. یشوع Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. ناحوم Chapter 1
  2. دوهم پادشاهان Chapter 2
  3. اول سموئیل Chapter 8
  4. ارمیا Chapter 6
  5. خروج Chapter 38
  6. استر Chapter 8
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *