Read اول پادشاهان Chapter 16 Online
Read اول پادشاهان Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پادشاهان 16
فصل 16
1. څښتن د حناني د زوی ییهو نبي سره خبرې وکړې او هغه ته یې د بعشا دپاره دا پیغام ورکړ:
2. <ته هیڅ شی نه وې، مګر ما د خاورو څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې. اوس دې د یروبعام په شان ګناه وکړه او زما د قوم اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېدلې. د اسراییلیانو ګناهونو زما قهر راپارولی دی.
3. نو زه به تا او ستا کورنۍ د یروبعام د کورنۍ په شان له منځه یوسم.
4. ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په صحرا کې مړ شي مرغان به یې وخوري.>
5. د بعشا د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
6. بعشا مړ او په ترزې کې ښخ شو. د هغه زوی ایله د هغه په ځای پادشاه شو.
7. دا پیغام د څښتن له خوا د ییهو نبي په وسیله د بعشا او د هغه د کورنۍ په ضد د بعشا د هغې ګناه له کبله ورکړل شو چې د څښتن په مقابل کې یې کړې وه. هغه د څښتن قهر نه یوازې په دې راوپاراوه چې هغه داسې بد کارونه وکړل، لکه څنګه چې د هغه څخه مخکې یروبعام پادشاه کړي وو، بلکه په دې هم چې هغه د یروبعام ټوله کورنۍ ووژله.
8. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په شپږویشتم کال، ایله د بعشا زوی د اسراییلو پادشاه شو او هغه دوه کاله په ترزه کې پادشاهي وکړه.
9. زیمري چې د هغه د عسکري منصبدارانو د ډلې څخه ؤ او د نیمو شاهي جنګي ګاډیو مشري یې په غاړه وه د هغه په ضد یې یوه دسیسه جوړه کړه. یوه ورځ ایله په ترزې کې د ارصا په کور کې چې د ماڼۍ مسئول ؤ، نېشه کوله.
10. زیمري کور ته ورننوت، ایله یې وواژه او د هغه په ځای پادشاه شو. دا پېښه د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اووه ویشتم کال وشوه.
11. څنګه چې زیمري پادشاهي پیل کړه او په تخت کښېناست، هغه د بعشا د کورنۍ ټول غړي ووژل. د هغه هیڅ یو نارینه خپلوان یا دوست یې ژوندی پرېنښود.
12. نو د هغه څه په مطابق چې څښتن د ییهو نبي په وسیله د بعشا په ضد ویلي وو، زیمري د بعشا ټوله کورنۍ ووژله.
13. د هغوی د بت پرستۍ او ګناهونو له کبله او په دې خاطر چې هغوی د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلي وو، بعشا او د هغه زوی ایله د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
14. د ایله د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
15. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اووه ویشتم کال، زیمري اووه ورځې په ترزې کې په اسراییلو باندې پادشاهي وکړه. په دې وخت کې اسراییلي لښکرو د فلسطین د جبتون ښار محاصره کاوه.
16. کله چې هغوی واورېدل چې زیمري د پادشاه په ضد دسیسه جوړه کړې ده او هغه یې وژلی دی، په هماغه ورځ هغوی ټولو په کمپ کې خپل قوماندان عمري د اسراییلو د پادشاه په توګه وټاکه.
17. عمري د خپلو لښکرو سره د جبتون څخه لاړ او ترزه یې محاصره کړه.
18. کله چې زیمري ولیدل چې ښار ونیول شو، هغه د ماڼۍ دنننۍ کلا ته ورننوت، کلا ته یې اور واچاوه او د اور په لمبو کې مړ شو.
19. دا پېښه د څښتن په وړاندې د هغه د ګناهونو له کبله وشوه. د یروبعام په شان هغه د خپلې ګناه په وسیله او دا چې د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی ؤ، څښتن خفه کړ.
20. نور ټول هغه کارونه چې زیمري کړي دي چې په هغو کې د هغه د دسیسې جوړولو قصه هم شامله ده د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
21. په هغه وخت کې د اسراییلو قوم په دوه ډلو باندې ووېشل شو. نیم قوم د جینت د زوی تبني څخه ملاتړ کاوه چې هغه پادشاه شي او نیم د عمري څخه ملاتړ کاوه.
22. مګر په پای کې د عمري پلویان برلاسي شول. نو تبني مړ شو او عمري پادشاه شو.
23. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په یو دېرشم کال، عمري د اسراییلو پادشاه شو او دولس کاله یې پادشاهي وکړه. اولني شپږ کاله یې په ترزه کې پادشاهي وکړه.
24. وروسته یې د سامره غونډۍ په اویا کیلوګرامو سپینو زرو د سامر په نوم د یو سړي څخه واخیستله. عمري د هغه غونډۍ څخه پاخه دېوالونه تاو کړل، هلته یې یو ښار جوړ کړ او په هغه یې سامره نوم کېښود، یعنې هغه یې د غونډۍ د پخواني خاوند سامر په نوم یاد کړ.
25. عمري د هغو ټولو پادشاهانو په نسبت چې د ده څخه مخکې تېر شوي وو د څښتن په مقابل کې زیاته ګناه وکړه.
26. عمري د یروبعام په شان هم ګناه وکړه او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېد. هغوی په خپلې بت پرستۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
27. د عمري د پادشاهۍ نورې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
28. عمري مړ شو او په سامره کې ښخ شو. د هغه زوی اخاب د هغه په ځای پادشاه شو.
29. د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اته دېرشم کال، اخاب د عمري زوی د اسراییلو پادشاه شو او دوه ویشت کاله یې په سامره کې پادشاهي وکړه.
30. اخاب د هغو ټولو پادشاهانو په پرتله چې د هغه څخه مخکې تېر شوي وو د څښتن په مقابل کې زیاته ګناه وکړه.
31. د هغه دپاره دا کافي نه وه چې د یروبعام پادشاه په څېر ګناه وکړي. هغه نور هم مخکې لاړ او د صیدون د پادشاه اتبعل د لور ایزابل سره یې واده وکړ، هم یې د بعل خدمت او هم هغه ته سجده وکړه.
32. هغه په سامره کې د بعل دپاره یو عبادت ځای جوړ کړ، د هغه دپاره یې د قربانۍ ځای هم جوړ کړ او هغه یې د عبادت په ځای کې ځای په ځای کړ.
33. همدارنګه اخاب د اشیره بت هم جوړ کړ او هغه د اسراییلو د مخکینیو پادشاهانو په پرتله ډېر داسې کارونه وکړل چې د اسراییلو د څښتن خدای قهر یې راوپاراوه.
34. د هغه د پادشاهۍ په دوران کې د حي ئیل په نوم یو نفر چې د بیت ئیل څخه ؤ د اریحا ښار یې یو ځل بیا ودان کړ. لکه څنګه چې څښتن د نون د زوی یوشع په وسیله وړاندوینه کړې وه، کله چې حي ئیل د اریحا بنسټ کېښود، خپل مشر زوی ابیرام یې له لاسه ورکړ او چې کله یې د هغې دروازې جوړې کړې، نو خپل کشر زوی سجوب یې له لاسه ورکړ.
About اول پادشاهان Chapter 16
Read اول پادشاهان Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پادشاهان
Chapter: 16
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پادشاهان Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پادشاهان Chapter 16?
اول پادشاهان Chapter 16 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول پادشاهان
- اول پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 18
- اول پادشاهان Chapter 19
- اول پادشاهان Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 7
- اول پادشاهان Chapter 22
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 145
- اول پادشاهان Chapter 8
- قاضیان Chapter 5
- حجی Chapter 1
- تثنیه Chapter 14
- پیدایښت Chapter 34
- ارمیا Chapter 21