ایوب Chapter 28

For English

Read ایوب Chapter 28 Online

Read ایوب Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

ایوب 28

فصل 28

1. بې‌شکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.

2. اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.

3. انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.

4. هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى.

5. په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.

6. د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى.

7. د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده.

8. ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے.

9. بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى.

10. هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى.

11. هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى.

12. خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟

13. بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.

14. سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.

15. نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.

16. د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.

17. سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى.

18. مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے.

19. د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى.

20. نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟

21. دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے.

22. په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده.

23. صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده.

24. ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى.

25. کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو،

26. کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه،

27. بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو.

28. او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“

About ایوب Chapter 28

Read ایوب Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 28
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 28?

ایوب Chapter 28 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 19
  2. ایوب Chapter 8
  3. ایوب Chapter 41
  4. ایوب Chapter 25
  5. ایوب Chapter 11
  6. ایوب Chapter 1
  7. ایوب Chapter 39

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 16
  2. متلونه Chapter 15
  3. قاضیان Chapter 17
  4. میکاه Chapter 2
  5. زبور Chapter 62
  6. مرثیې Chapter 3
  7. شمېر Chapter 35

Related Chapters & Readings

  1. هوشع Chapter 11
  2. دوهم تواریخ Chapter 11
  3. زبور Chapter 121
  4. یعقوب Chapter 5
  5. دوهم تواریخ Chapter 34
  6. مکاشفه Chapter 16
  7. غلاطیانو ته Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *