فلیپیانو ته Chapter 1

For English

Read فلیپیانو ته Chapter 1 Online

Read فلیپیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of فلیپیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

فلیپیانو ته 1

فصل 1

1. دا لیک د پولوس او تیموتاوس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګاران دي، د فیلیپيې ټولو د خدای خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري او د هغوی مشرانو او خادمانو ته.

2. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

3. زه چې هر وخت تاسو یادوم، نو د خدای شکر وباسم.

4. کله چې زه تاسو ټول په خپلو دعاګانو کې یادوم، دا زما د خوشحالۍ سبب کیږي.

5. ځکه چې تاسو د لومړۍ ورځې نه تر اوسه پورې زما سره د زېري په خپرولو کې شریک یئ.

6. زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې شروع کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي.

7. زه حق لرم چې ستاسو ټولو په هکله داسې احساس ولرم، ځکه چې تاسو زما په زړه کې ځای لرئ. نو که زه په زندان کې یم، یا د زېري نه په دفاع او تصدیق کې بوخت یم، تاسو زما سره د خدای په فضل کې شریک یئ.

8. ځکه خدای زما شاهد دی چې زه څومره د عیسی مسیح په مینه کې ستاسو ټولو د لیدلو ارمان لرم.

9. همدارنګه دا زما دعا ده چې ستاسو مینه دې د علم او پوره پوهې سره نوره هم زیاته شي،

10. ترڅو تاسو وکولای شئ چې هر څه چې ښه دي غوره کړئ او د مسیح د بېرته راتللو تر ورځې پاک او بې عیبه پاتې شئ.

11. ستاسو ژوند دې د عدالت د مېوو نه ډک شي چې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د جلال او ستاینې دپاره تر لاسه کیږي.

12. ای خویندو او ورونو، زه غواړم تاسو په دې خبر شئ چې څه چې زما سره وشول، په حقیقت کې هماغه د زېري د خپرولو سبب شو،

13. نو د امپراتورۍ د ماڼۍ ټول ساتونکي او نور ټول خلک خبر شول چې زه د مسیح په خاطر بندي شوی یم

14. او زما بندي کېدل د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات خویندې او ورونه په څښتن کې دومره ډاډمن شي چې نور هم د دې زړه پیدا کړي چې د خدای کلام بې له وېرې بیان کړي.

15. بې له شکه ځینې د مسیح پیغام د بخیلۍ او سیالۍ له مخې او ځینې یې په ښه نیت سره وعظ کوي.

16. هغوی د مینې له مخې داسې کوي، ځکه پوهیږي چې زه د زېري د دفاع په خاطر دلته راوستل شوی یم.

17. خو هغه نور د اخلاص له مخې د مسیح په هکله وعظ نه کوي، بلکې د ځان خوښونې له مخې یې کوي او فکر کوي چې په زندان کې به زما تکلیف نور هم زیات کړي.

18. څه فرق کوي؟ په هره طریقه چې وي، که هغه د بد نیت له مخې وي یا د سم نیت، مهمه دا ده چې مسیح خلکو ته اعلان شي. په دې کار زه خوشحاله یم. هو، او خوشحاله به یم،

19. ځکه زه پوهېږم چې ستاسې دعاګانې او د عیسی مسیح د روح مرسته به زما د خلاصون سبب شي.

20. ځکه دا زما د زړه غوښتنه او زما هیله ده چې زه به هېڅ ونه شرمېږم، بلکې په پوره زړورتیا سره به اوس لکه د تل په شان مسیح ته په خپل بدن کې لویي ورکړم، که دا زما په ژوند وي او یا زما په مرګ باندې تمام شي.

21. ځکه چې د ژوند نه زما مقصد مسیح دی او مرګ هم زما په ګټه دی.

22. خو که زه ژوندی پاتې شم، نو وبه کولای شم چې کوم ګټور کار وکړم. خو زه نه پوهېږم چې کوم یو غوره کړم.

23. زه په دواړو کې حیران پاتې یم. زه غواړم چې د دې دنیا نه لاړ شم او د مسیح سره واوسم، ځکه چې دا به ډېر ښه وي.

24. خو زما ژوندي پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضروري دی.

25. زه په دې ډاډه یم او په دې پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم او تاسو ټولو سره به یم چې تاسو په ایمان کې پرمختګ او خوشحالي وکړئ.

26. کله چې زه بېرته تاسو ته درشم، نو ستاسو سره به ښه دلیل وي چې زما له امله په عیسی مسیح کې ډېر زیات فخر وکړئ.

27. په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بله سره څنګ تر څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ.

28. په هېڅ ډول د خپلو مخالفینو نه مه وېرېږئ، دا به ثابته شي چې هغوی د تباهۍ خواته روان دي او تاسو به خلاصون ومومئ او دا هرڅه د خدای له طرفه دي.

29. ځکه چې دا امتیاز تاسو ته درکړل شوی دی چې نه یوازې دا چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړئ، بلکې د هغه په خاطر کړاوونه وزغمئ.

30. تاسو هم په هغې مبارزه کې بوخت یئ چې زه په کې بوخت وم او تاسو خپله ولیدل او خبر یې چې زه لا تر اوسه هم په کې بوخت یم.

About فلیپیانو ته Chapter 1

Read فلیپیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: فلیپیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading فلیپیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading فلیپیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is فلیپیانو ته Chapter 1?

فلیپیانو ته Chapter 1 is part of the Book of فلیپیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete فلیپیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from فلیپیانو-ته

  1. فلیپیانو ته Chapter 4
  2. فلیپیانو ته Chapter 3
  3. فلیپیانو ته Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 12
  3. لوقا Chapter 2
  4. طیطوس Chapter 2
  5. اول تیموتاوس Chapter 1
  6. متی Chapter 21
  7. متی Chapter 28

Related Chapters & Readings

  1. اول سموئیل Chapter 15
  2. اشعیا Chapter 37
  3. هوشع Chapter 6
  4. استر Chapter 5
  5. اشعیا Chapter 45
  6. اشعیا Chapter 63
  7. خروج Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *