Read اول تیموتاوس Chapter 4 Online
Read اول تیموتاوس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تیموتاوس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تیموتاوس 4
فصل 4
1. روح القدس په ښکاره توګه وایي چې په اخرو زمانو کې به ځینې خلک ایمان له لاسه ورکړي او د بې لارې کوونکو روحونو او شیطاني تعلیمونو پیروي به کوي.
2. داسې تعلیمونه به د هغو دروغجنو خلکو د ریاکارۍ له امله وي چې وجدان یې مړ شوی وي.
3. هغوی خلک د واده څخه منع کوي او هم یې د هغو خوړو څخه منع کوي چې خدای پیدا کړي دي، ترڅو هغه ایمانداران چې په حقیقت باندې پوهیږي، په شکرګزارۍ سره یې وخوري.
4. هرڅه چې خدای پیدا کړي دي، هغه ښه دي او د هېڅ شي څخه چې په شکرګزارۍ سره قبول شي، باید انکار ونه شي،
5. ځکه چې هغه د خدای په کلام او دعا سره پاک شوي دي.
6. تیموتاوسه، که چېرې ته هغه شیان خویندو او ورونو ته ور په یاد کړې چې ما ورته اشاره وکړه، نو ته به د عیسی مسیح یو ښه خدمتګار یې چې د ایمان په پیغام او هغه حقیقي تعلیم باندې چې تا پرې عمل کړی دی، روزل شوی یې.
7. د بې دینه او د بې ګټې نکلونو نه ځان ساته او د هغې په ځای خپل ځان د دیندارۍ د ژوند دپاره وروزه.
8. ځکه جسماني تمرین او روزنه یو څه ګټه لري، خو د دیندارۍ تمرین او روزنه په هر لحاظ ګټه لري، ځکه چې هغه هم د دې ژوند او هم د راتلونکي ژوند دپاره یوه وعده ده.
9. دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده.
10. له همدې امله مونږ زحمت وباسو او هلې ځلې کوو، ځکه چې زمونږ هیله هغه ژوندي خدای ته ده چې د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ایماندارانو خلاصوونکی دی.
11. د دې شیانو په هکله هغوی ته حکم او لارښوونه کوه.
12. هېڅوک دې تاته په دې خاطر چې ځوان یې په سپکه سترګه ونه ګوري، بلکې د ایماندارانو دپاره په خبرو، چال چلند، مینه، ایمان او پاکۍ کې یو مثال اوسه.
13. ترڅو چې زه راځم، نو خلکو ته د خدای کلام په لوستلو، نصیحت کولو او تعلیم ورکولو بوخت اوسه.
14. د هغه نعمت په هکله مه بې پروا کېږه چې تاته د هغې پېشګویانې او د کلیسا د مشرانو له خوا په تا باندې د لاس ایښودلو په وسیله درکړل شوی دی.
15. په دې شیانو باندې عمل کوه او خپل ځان دې هغو ته وقف کړه، ترڅو ټول ستا پرمختګ وویني.
16. خپل ځان او خپل تعلیم ته پام کوه او په هغې باندې ټینګ ولاړ اوسه. ځکه که چېرې داسې وکړې، نو ته به هم خپل ځان او هم هغه خلک چې ستا خبرو ته غوږ نیسي، وژغورې.
About اول تیموتاوس Chapter 4
Read اول تیموتاوس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تیموتاوس
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تیموتاوس Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تیموتاوس Chapter 4?
اول تیموتاوس Chapter 4 is part of the Book of اول تیموتاوس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تیموتاوس Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تیموتاوس
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اول تیموتاوس Chapter 3
- اول تیموتاوس Chapter 1
- اول تیموتاوس Chapter 2
- اول تیموتاوس Chapter 5
Explore More from نوی عهد
- مکاشفه Chapter 22
- رومیانو ته Chapter 9
- عبرانیانو ته Chapter 11
- مکاشفه Chapter 14
- یوحنا Chapter 2
- لوقا Chapter 11
- رومیانو ته Chapter 2