اول قرنتیانو ته Chapter 16

For English

Read اول قرنتیانو ته Chapter 16 Online

Read اول قرنتیانو ته Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول قرنتیانو ته 16

فصل 16

1. اوس دَ هغے چندے په حقله چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى څنګه چه ما دَ ګلتيانو جماعتُونو ته حُکم کړے دے، هغسے تاسو هم وکړئ.

2. دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى، دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى.

3. اَؤ کله چه زَۀ درشم نو چه څوک ستاسو خوښ وى، هغوئ له به زَۀ خط ورکړم اَؤ وبه ئے ليږم چه ستاسو شکرانه بيتُ المُقدس ته يوسى.

4. اَؤ که زما تلل هم مُناسب وى نو هغوئ به ما سره لاړ شى.

5. اَؤ زَۀ به دَ مِکدونيه په لاره تاسو له درشم ځکه چه ما ته دَ مِکدونيه په لاره هسے هم تلل دى.

6. شايد چه ستاسو سره ايسار شم اَؤ ژمے به تاسو سره تير کړم بيا چه کُوم پلو چه زَۀ دَ تلو نيت وکړم نو تاسو به مے واستوئ.

7. ځکه چه زَۀ اوس په لاره کښے تاسو سره مُلاقات کول نۀ غواړم بلکه زما دا اُميد دے چه که مالِک وغوښتل نو څۀ ورځے به تاسو سره تيرے کړم.

8. خو زَۀ به دَ پنتکُست اختر پورے په اِفِسوس کښے يم.

9. ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى.

10. که چرے تيموتيوس درشى نو خيال ئے وساتئ اَؤ دَ زړۀ دَ اِخلاصه هغه قبُول کړئ ځکه چه هغه زما په شان دَ مالِک کار کوى.

11. نو بايد چه هغه څوک سپک نۀ کړئ بلکه هغه صحيح سلامت دے لور ته را رُخصت کړئ چه ما ته راشى ځکه چه دَ نورو ورُوڼو سره دَ هغۀ اِنتظار کوم.

12. اَؤ ورور اپولوس ته ما ډير خواست وکړو چه دَ ورُوڼو سره تاسو ته درشى خو هغه دا وخت په درتلو بلکل راضى نۀ شو، خو هر کله چه موقع ورته په لاس ورشى نو دربه شى.

13. بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ.

14. څۀ چه کوئ په مينه ئے کوئ.

15. اَئے ورُوڼو، تاسو دَ ستِفناس خاندان پيژنئ چه هغه په اخيه کښے وړُومبى ايمانداران شول اَؤ دَ پاکانو په خدمت کښے تل ولاړ دى.

16. پس زَۀ درته دا سوال کوم چه دَ داسے خلقو تابع اوسئ بلکه دَ هر داسے سړى چه په دے کار اَؤ زيار کښے شريک دے.

17. اَؤ زَۀ دَ ستِفناس اَؤ دَ فرتوناتوس اَؤ اخيکوس په راتلو ډيرخوشحاله يم ځکه چه څۀ چه ستاسو نه پاتے شوى وُو، هغه هغوئ پُوره کړل.

18. اَؤ هغوئ زما اَؤ ستاسو رُوح تازه کړو نو دَ داسے کسانو ومنئ.

19. دَ ايشيا جماعتونه درته سلام وائى، اکوله اَؤ پرسکيله دَ هغے جماعت سره چه دَ هغوئ په کور کښے ده تاسو ته په مالِک کښے ډير ډير سلام کوى.

20. ټول ورُوڼه درته سلام کوى. يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ په يو بل سلام ووايئ.

21. زَۀ پولوس درته په خپل لاس سلام ليکم.

22. څوک چه دَ مالِک سره مينه نۀ لرى په هغۀ دِ لعنت وى، مالِک راتلُونکے دے.

23. دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ په تاسو وى.

24. تاسو ټولو ته چه په عيسىٰ مسيح کښے يئ، دِ زما مينه قبُوله شى.

About اول قرنتیانو ته Chapter 16

Read اول قرنتیانو ته Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 16
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول قرنتیانو ته Chapter 16?

اول قرنتیانو ته Chapter 16 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-قرنتیانو-ته

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 4

Explore More from نوی عهد

  1. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  2. متی Chapter 27
  3. عبرانیانو ته Chapter 5
  4. افسیانو ته Chapter 4
  5. یهودا Chapter 1
  6. عبرانیانو ته Chapter 1
  7. لوقا Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 36
  2. اشعیا Chapter 24
  3. اول سموئیل Chapter 30
  4. شمېر Chapter 1
  5. حزقیال Chapter 32
  6. مرقس Chapter 15
  7. عبرانیانو ته Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *