مرقس Chapter 16

For English

Read مرقس Chapter 16 Online

Read مرقس Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرقس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مرقس 16

فصل 16

1. کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مریم مجدلیې او د یعقوب مور مریم او سالومې خوشبویه تېل واخیستل، چې لاړلې چې د عیسی په مړي باندې یې واچوي.

2. د یکشنبې په ورځ سهار د لمر راختلو نه وروسته هغوی غار ته ورغلې.

3. هغوی په خپلو کې یو بل ته وویل: «مونږ ته به د غار د خولې څخه تیږه څوک ورغړوي؟»

4. خو کله چې هغوی وکتل نو ویې لیدل چې هغه تیږه چې ډېره غټه وه شاته رغړېدلې وه.

5. کله چې هغوی غار ته ورننوتلې نو هلته یې یو ځوان سړی ولید چې سپین کالي یې اغوستي وو او د قبر ښي خواته ناست ؤ. نو هغوی ووېرېدلې.

6. خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ.

7. اوس لاړې شئ او د هغه شاګردانو او پطروس ته ووایئ چې هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته روان دی. لکه څنګه چې هغه خپله تاسو ته ویلي وو، تاسو به هغه هلته ووینئ.»

8. هغوی د غار څخه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د ډېرې وېرې لړزېدلې او وارخطا شوې وې. هغوی هېچا ته څه ونه ویل، ځکه چې وېرېدلې وې.[

9. کله چې عیسی د یکشنبې په ورځ سهار وختي د مړو نه راژوندی شو نو لومړی مریم مجدلیې ته چې هغه ورڅخه اووه پېریان ویستلي وو ښکاره شو.

10. هغه لاړه او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د عیسی نژدې ملګرو ته چې ویر او ژړاګانې یې کولې، وویل.

11. کله چې هغوی واورېدل چې عیسی ژوندی شوی دی او مریم لیدلی دی نو باور یې ورباندې ونه کړ.

12. له هغې وروسته عیسی په بله څېره کې خپلو دوو شاګردانو ته چې د اورشلیم څخه کلي ته روان وو، ښکاره شو.

13. هغوی بېرته لاړل او نور شاګردان یې خبر کړل، خو هغوی یې په خبره باندې باور ونه کړ.

14. وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ.

15. نو هغوی ته یې وویل: «په ټوله نړۍ کې وګرځئ او دا زېری ټولو ته ورسوئ.

16. هرڅوک چې ایمان راوړي او د تعمید غسل واخلي نو هغه به خلاصون ومومي، خو څوک چې ایمان رانه وړي نو هغه به محکوم کړای شي.

17. څوک چې ایمان راوړي نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي،

18. هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي نو هغوی به ښه کیږي.»

19. د هغوی سره د خبرو کولو نه وروسته څښتن عیسی اسمان ته پورته یووړل شو او د خدای ښي لاس ته کښېناست.

20. بیا شاګردان لاړل او په هرځای کې یې وعظ کاوه او څښتن ورسره مرسته کوله او د معجزو په ښودلو یې دا ثابته کړه چې د هغوی پیغام رښتینی دی.]

About مرقس Chapter 16

Read مرقس Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مرقس
Chapter: 16
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرقس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مرقس Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مرقس Chapter 16?

مرقس Chapter 16 is part of the Book of مرقس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مرقس Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مرقس

  1. مرقس Chapter 16
  2. مرقس Chapter 14
  3. مرقس Chapter 8
  4. مرقس Chapter 3
  5. مرقس Chapter 9
  6. مرقس Chapter 4
  7. مرقس Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 27
  2. عبرانیانو ته Chapter 8
  3. اعمال رسولان Chapter 3
  4. مکاشفه Chapter 18
  5. یوحنا Chapter 14
  6. یعقوب Chapter 5
  7. مرقس Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 13
  2. یشوع Chapter 16
  3. ارمیا Chapter 21
  4. شمېر Chapter 23
  5. عاموس Chapter 4
  6. لوقا Chapter 10
  7. یشوع Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *